تابو ادبیات

په ټوله نړۍ کې له شرق ترغربه له شمال ترجنوبه؛ هر دین، مذهب، نژاد او ټولنه خپل رسموم او اداب لري چې ځینې کلمې په خپل منځ کې نه کاروي، دې ته په ټولنپوهنه کې تابو کلمه کارول کېږي، چې معنا يې منع کول يا حرامېدل او شرم ده.
 
همدا رنګه په نړۍ ډېرې ټولنې دي، چې پکې د تناسلي غړو نومونو په زغرده نه اخيستل کېږي، يا هغه کلمې چې د انسان پر طبيعت بدې لګېږي، تابو يې بولي. يوازې کلمې نه بلکې عددونه هم دي، چې خلک او ټولنه ورباندې بد وايي. لکه زموږ په ټولنه کې د ۳۹عدد او د ۴۲۰عدد چې د لوچک مانا ښندي يا به چې چا بد عمل وکړ؛ نو چارصدو بيست يې باله.
 
همدا راز په ګاونډي هېواد اېران کې ۱۳عدد تابو شوی، اېرانيان يې پر ځای دوازده و يک وایي. زموږ په ټولنه کې ګوډ ته ګوډ، ړانده ته ړوند او کاڼه ته کوڼ ويل هم تابو دي، چې پر ځای یې د معيوب او حافظ کلمې ورته کاروو. همدغسې موږ په متن يا کتاب کې د تناسلي غړو خپل نومونه (غ...ڼ، ک...س، ک... نه) نه راوړو او پر ځای يې «تناسلي غړی» وايو، يا ور ته ورته کلمه راوړ او اشاره کوو. اولاد په نس ښځې ته د «بلاربه/ ټنډه» کلمه، چې تابو ده، نه کاروو او د اميندواره يا حامله کلمه ورته راولو. دې ته ورته لسګونه کلمې دي، چې تابو دي.
 
که ادبيات له يوه اړخه د ولس دودونو او سپېڅلو ارمانونو په خپله لمن کې رنغاړي، له بلې خوا پر هغو متلونو، ګړنو او نثرونو هم بحث کوي، چې د ټولنې له خوا د شرم نوم ورکړل شوی دی، همدا چې د شرم نوم یې ورکړ، د تابو ادبیاتو په نوم یادېږي.
 
په پښتو ادب کې لومړی کس چې تابو کلمې يې زياتې کارولې خوشحال خټک دی. دا زموږ د ټولنې ستونزه ده چې د شاعر يا ليکوال په ليکنه کې د دا ډول کلمو په ليدو سره لوستونکی د ده له نثر او شعره را لرې کېږي او د هغه پر شخصيت بريد کوي، په داسې حال کې چې بايد لوستونکی له ليکنې سره کار ولري او د پنځګر شخصيت ترې بېل کړي.
 
 پنځګر چې په خپله پنځونه کې دا ډول کلمې او ګړنې راوړي، دا د هغه پر ريالېستيکۍ دلالت کوي. او بې ريالېسته بل څوک د ستونزې د رابرسېره کولو جرأت نه کوي.  لکه څرنګه چې د کور حال په صحرا نه وايو خو صفت يې کوو، مګر خوشحال خټک دا ښېګڼه لرله چې دا خبرې يې نه دي پټې کړې. بهرام چې د خوشحال له مخالفينو سره د خپل پلار (خوشحال) پر ضد ودرېد، خوشحال پر ځان لعنت ووايي:
په دا غ...ڼ باندې لعنت شه
چې بهرام ځنې پيدا شو
بل څوک دومره واقعيت ته اشاره نه کوي. خوشحال بل ځای وايي:
دی بخيل په کونه توی نه دی نو څه دی
کوناټي يې د اوګرې په اوبو ډک دي
د غوولي دنيادار په کونه کلک دی
 
که زموږ په ټولنه کې ډېر لوستي وګړي هم د خوشحال دا څو بيتونه ولولي، سمدواره د خوشحال پر شخصيت ګوزارونه پيلوي. موږ ښه بېلګه د ممتاز اورکزي وروستۍ غزلې یادولی شو چې خلکو ورسره تند غبرګونونه وښودل او د دې کلمو کارول يې د پښتو فطرت نه باله. ممتاز وايي:
ما د خپل فکر په غ...ڼ دي دوی وهلي
ما پسې خو دې کونيانو لاس آزاد وي
 
که څوک په شاعر پسې غږېږي او ځوروي يې، همدا يې مناسب ځواب دی. زموږ پر لوستونکو هغه شعر يا ليکنه چې دا کلمې پکې راغلې وي، بده لګېږي، خو زما له نظره ښه خبره ځکه ده چې سپين ويل يې کړي دي او د ده پر ريالېستيک اړخ دلالت کوي. ممتاز بل ځای وايي :
يا وطن او يا کفن زما شعار دی
د نامردو خرکوسانو لاس آزاد دی
 
یا هم
زما الفت کوس‎مادري ده ياره
دا ستا ادا کوس بازاري ده ياره
هر يو نصيحت پدرنالتی ښکاري
هره وينا کوس بازاري ده ياره
که د شاعر فطرت ده ته د دې کلمو د کارولو اجازه ور کوي، ويې دې کاروي او نقاد يا لوستونکی بايد د چا پر شخصيت ور ونه دانګي، بلکې د هغه پر نثر يا شعر نيوکه او نقد د وکړي.
 
سياسي اړخونه هم کله پر شاعراو ليکوال اغېز کوي او دا ډول تابو کلمې وکاروي، چې په پښتو ادب کې يې په وروستيو وختو کې د سلېمان لايق شعرونه بېلګه ده، هغه د پښتو ژبې تکړه د کوزې پښتونخوا شاعر غني خان ته په ليکل شوې قصيده کې سیاسي عقدې دومره غلبه پرې کړې چې هغه مخاطبینو ته یې د لوی ږیره او غټ خټیه او نور بربنډې جملې کارولې دي.
 
موږ په ولسي ادب کې متلونو، لنډيو، غاړو، متلونو او نورو کې هم دا ډول موضوعاتو لرو، که هغه شاعر يا ليکوال چې دا رنګ کلمې يا خبرې راوړي، بد وګڼو نو زموږ په ولسي ادب کې چې د دې مثالونو کچه زياته ده، بيا نو ګنې ټول پښتانه بداخلاقه دي؟ متل دی:
 
پيوره غوا له ک...س څخه معلومېږي.
دلته تابو کلمه راغلې خو خلک يې بده نه بولي. بل متل دی:
د کوني قبر په جرګه (هديره) کې معلوم دی.
چې د لوچک او بې بندوباره لپاره استعمالېږي.
 
يا:
پر پردی کونه لاس نه نيول کېږي.
کوني به ودرېږي خو ک...نه يې نه.
 
زموږ په کلي او کور کې خو عام ولس دا متلونه کاروي، عام دي. مګر که يو شاعر دا کلمې يا خبرې په شعر کې راوړي نيوکه پرې کېږي او ورباندې بد ويل کېږي، بيا خو د پښتو نيمايي ادب - چې ولسي دی - تر نيوکې لاندې راځي. بګتۍ ده:
غ..ڼ لک خو..ټې چارک
غاسي ځونډي پرې پورې
راشه که يې ګورې.
 
په وادونو کې ښځې چې یوه له بلې په لانجه شي، پېغورونه او ځوابونه سره ورکوي، تر دې لغړې خبرې کوي. خو زموږ د ټولنې د اصولو له مخې بايد ليکوال د داسې کلمو له رااخيستلو سره زيات پام وکړي؛ ځکه چې ډېر ژر يې شخصيت‎وژنه کېږي او د شخصيت نور اړخونه يې له پامه غورځول کېږي.
 
ښه خو داده چې په ټولنه کې آن سکسي ناولونه وليکل شي او د لوستو لپاره يې عمر وټاکل وشي «ډمه او خبريال» ناول مې – چې محبوب شاه محبوب ليکلی دی - ولوست، خلکو يې په اړه په فېسبوک کې تبصرې وکړې چې کوني ناول دی، خلک فحاشۍ ته هڅوي؛ خو چې ومې لوست نه دومره فحاش و، نه دومره بېلارې، بلکې له يوه ښه واقعيته پرده پورته شوې وه. همداسې د «زه د چا لور نه يم» ناول – چې نعمان فراست له اوردو پښتو کړی - کې هم له يوه ستر واقعيته پرده پورته شوې، چې له نجلۍ سره کومې پېښې شوې، ليکوال يې جرأت کړی، په ناول کې يې ځای پر ځای کړې دي.
 
زموږ ستونزه دا ده چې تر لوستلو مخکې د بل له خولې د يوه شي يا چا په اړه قضاوت او پرېکړې کوو. په ډمه او خبريال کې په افغانه ټولنه کې چې خلک ځانونه ډېر مسلمان ګڼي، يو مذهبي/قومي مشر او پير نجلۍ په پيسو نڅوي او له مجبوريته يې ګټه اخلي. مګر پښتون قوم خو له نېستمن سره مرسته کوي، چنده ور ته کوي، د کور د اړتياو پوره کولو لپاره يې د بوټو يا فصلونو راټولولو لپاره اشر ور ته کوي. خو په دې ناول کې چې له واقعيته پرده پورته شوې، پر خلکو بد لګېږي. زموږ په ټولنه کې لا هم ليکوال او شاعر وېرېږي او ځينې پېښې نشي بيانولای، بلکې ليکوال او شاعر بايد دا پېښې کټ مټ راواخلي او کيسه يې کړي، چې د پېښېدو مخه يې ونيول شي او يوه سالمه ټولنه رامنځته شي.