اشتبا (لنډه کیسه)

د څنګ په موټر کې مو ښځو ژړل، شېبه وروسته یې د سراچې په ډاله کې تابوت کېښود، دواړو موټرونو حرکت وکړ، له روغتونه تر پاخه سړکه نرۍ د خړ ګرد لیکه پسې پرته وه، بل موټر له هغې خوا را روان و، د موبایل سکرین مې له نظره تېر کړ، څه کمې پینځه بجې وې، موټروان کښته شو، څادر یې په اوږه واچاوه، جومات خواته روان شو، بیا مې زنګ ورته وکړ، شېبه وروسته یې اوکې کړ:
هغه زما زوی نه دی، زما مېرمن او اولادونه کور دي
ځواب مې ورکړ:
په فورم کې ستاسو نمبر دی؟
کړل یې:
اشتبا مو کړې
د نامه پوښتنه مې ترې وکړه:
حبیب الله یاست؟
لنډ ځواب یې راکړ:
هو!
بله پوښتنه مې وکړه:
د پلار نوم مو نورحبیب دی؟

زړه نا زړه یې ورو وویل:
هو!
زیاته مې کړه:
 په راکړل شوې پاڼه کې ټول ستا مالومات دي، ژر راشه، د روغتون په انګړ کې درته انتظار یم، که نه د مرستې دا چانس مو سوزېږي 

په ګوډه ماته لهجه یې وویل:
خو درته و مې ویل، اشتبا مو کړې، زه هېڅ ستونزه نه لرم، بیا زنګ راته و نه کړې
د مخامخ غره پر څوکه لمر زنه لګولې وه، له طبیعت یې  ورو ورو څادر ټولاوه، د چینارونو سیوري پر  شونو ګروند خواره واره و، باد د سمنټو له سره مړې خاورې ټولوې، په څنګ کې ولاړ سپین ږیري په مخ دسمال کشاوه، کوچنی زوی په لمانځه ولاړ و، موټروان مو سلام وګرځاوه، لاسونه یې لپه کړل، د موټر د دروازې کړپ شو، کښته شوم، حرکت مې وکړ، د روغتون په دروازه ورننوتم، دویم منزل ته پورته شوم، دماغونه مې د دواګانو بوی وتخنول، جیب ته مې لاس کړ، ماسک مې واچاوه، د ناروغانو اتاق ته ور ننوتم، مېرمن یې راته وویل:
راغی؟
لنډ ځواب مې ورکړ:
نه!

غوښتل مې دغه قضیه پرېږدم، د دوسیې په ټولولو مې پیل وکړ، مېرمن بیا ویړې شونډې راټولې کړې:
دا مې درېیمه ورځ ده، دلته یې پرې اېښې یم، خاوند مې راته وایي چې زوی دې په روغتون کې پرېږده، ته ترې راځه،  دومره پسې  زه له کومه کړم چې دوا ورباندې وکړم، قرض بیا څوک خلاصولی شي، کاروبار نشته، تر دا مریضي زوی نه زوی ښه دی...

خبرې یې پرې شوې، و یې ژړل، زوی یې سینې ته ورنږدې کړ، په څنک کې بلې  ناروغې یې له اوښکو ډکې سترګې راواړوې، په جیب مې لاس وواهه قلم مې رانه ورک و، مخامخ د کټ بل اړخ ولاړې نرسې راته وویل:
پلار یې حاضرېږي نه، مور یې تذکره نه لري 

غږ مې ورته و نه کړ، دوسیه مې راواخیسته، له روغتون بیرون راووتم، ګروپونه روښانه و، ورو ورو مو حرکت وکړ.
پای