په ژوند پورې لسم تړلې خبرې

اول: که چېرې غواړئ چې راحت واوسېږي باید ځانونه کم پوه کړئ؛ خو که چېرې د خوښ اوسېدو هیله لرئ باید زیاته مطالعه وکړئ؛ ځکه د ژوند د خوندونو رازونه د لویو لویو کتابونو تر شا دي.

دویم: که چېرې کومې جلسې ته دعوت شوي یاست او تاسو غواړئ په هغې کې برخه واخلئ، یوه دقیقه هم مه ناوخته کوئ؛ خو یو څه په یاد ولرئ کله چې مو جلسه پیل کېده له پیل څخه تر پایه پورې د څنګ له ملګرو سره خبرې مه کوئ چې دا ستاسو په بې شخصیتۍ دلالت کوي.

درېیم: یوه ملګري، زوی، لور، مېرمن او بل هر چاته نصیحت هغه وخت زیاته اغېزه کوي چې یوازې یو په یو یاست، که چېرې مو په شاوخوا کې نور کسان یا کوم مجلس کې یاست کوښښ وکړئ چاته څه مه وایاست؛ خو که بیا هم له داسې حالت سره مخامخ شوئ کوښښ وکړئ چوپتیا غوره کړئ؛ ځکه چوپتیا هغه ځواب دی چې اصلاً بحث ته ضرورت نه لري.

څلورم: کوښښ وکړئ د هېچا دې ژوند دې ملګري/ملګرې په اړه نظر مه ورکوئ حتی که مثبت هم وي کېدای شي ستاسو نظر د دوی د ګډ ژوند دې تریخوالي سبب وګرځي او خو که چېرې مو کوم مایع څښل، کوښښ وکړئ، په لومړیو کې دومره ګیلاس ډک کړي چې څښلی یې شي.

پینځم: که چېرې مو په ګډ ژوند کې کومه ستونزه رامنځته شوه تاسو خپل ملګري/ملګرې ته بښنه وکړئ که څه هم دی/دا ملامت/ملامته وي یوازې بښنه کولای شي چې ستاسو دې ژوند دې نفرتونو په ډکه او تږې للمه د محبت بارانونه وکړي.

شپږم: کله مو چې خپلو موشومانو ته ډالۍ اخیستې کوښښ وکړئ داسې تحفې ورته وانخلئ چې جنګي وسایلو ته ورته وي یا وي؛ ځکه هره بده او ښه کړنه د ماشومانو په ذهن کې له همدې وخته ډېره ژوره او د تل لپاره پاتې کېږي.

اووم: دومره خواړه مه خوره چې ناروغ شئ؛ مګر دومره کم هم مه خورئ چې د جمسي کمزورتیا سبب مو شي او که چېرې غواړي په هر ځای کې مو قدر وشي بدون له بلنې کوم ځای او دې چاکره مه ځئ.

اتم: تر ټولو بد زړه تنګوالی هغه دی چې د دوستانو په منځ کې وئ؛ خو داسې فکر کوئ چې یوازې یاست؛ مګر دا په یاد ولرئ د خپل ژوند له ملګرې او چاپېریال کې مو له همزولو سره مینه وکړئ تر څو جنت مو په نصیب شي.

نهم: په دې مه خوشحاله کېږئ چې څوک مو غلط کړل بلکې په دې خپه شي چې هغې درباندې باور وکړ او تاسو ورته احترام ونه کړ.

لسم: په کوم ځای کې چې اوسېږئ په کوټه یا دفتر کې مو بېلابېل ګلونه کېږدئ، د ښایسته څیزونو په لیدو سره د انسان زړه ژوندی پاتې کېږي.