نالیدلې -لنډه کیسه

دوربین مې په څادر کې تاو کړ، په دهلیز کې مې ورور وغږېد، بېرته مې د کتابونو په المارۍ کې کېښود، بورس مې راواخیست، هېندارې ته ودرېدم، په وېښتو مې ځان بوخت کړ، چوپه چوپتیا شوه، ورو مې د کوټې ور خلاص کړ، شاوخوا مې له نظره تېره کړه، ورور مې تللی و، ژر مې دوربین راواخیست له کوره ووتم، په سپي مې غږ وکړ:
چغه!

 سترګې یې پټې کړې، په ځمکه کړوپ شو، سر یې د مخې په چمبو کېښود، لکۍ یې وښوروه، حرکت مې وکړ، بیا پورته شو، ارګمی یې ویست، راپسې شو. د باغ اخر ته ولاړم، په نیمه نړېدلي دېوال مې پښه واړوله، د پلار مې سترګې راباندې ولګېدې، کښته مې ټوپ واچاوه، را نارې یې کړې: 
او پرنګیه!

ځان مې په خاپوړو د غنمو منځ ته کړ، د پولې په سر مې پلار تېر شو، له ځان سره یې کښنځل کول، ساه مې ورو ورو اېسته؛ خو په ذهن کې مې د نسیمې نالیدلې څېره انځوراوه، چېرته مې چې ښکلې نجونې لیدلې وې، تر ټولو ښکلې راته ښکارېده، کله کله به تر دې هم ښه راته انځور شوه، په دغه وخت کې مې زړه نه و سمه د ښکلو نجونو رسټوانټ و، ډلې ډلې ورته راتلې، د څو لحظو لپاره یې مېلمه پالنه کېده، بېرته تلې. ورو ورو وخوځېدم، د باغ شاوخوا مې له نظره تېره کړه، پلار مې تللی و، حرکت مې وکړ، سپی هم راپسې شو، د لوړو چنارونو په منځ کې مېږې څروتې، کلیوال شپونکي مو ونې ته ډډه لګولې وه، شپېلۍ یې غږاوه:
او راشه جانانه
ورځ دې دیدن نو!
او بیا به نه وي دیدنونه 
راشه جانانه

ډېره ښه راباندې ولګېده، ښه شېبه ورته تم شو، ساعت مې له نظره تېر کړ، څه کمې دولس بجې وې، په ذهن کې مې راوګرځېدل:
چې ورا رانه ولاړه نه شي

د غونډۍ په بغل پورته وختم، څومره چې د شپېلۍ له اوازه لرې کېدم، همدومره مې دغه اواز پر زړه کېناست، شاه ته مې وکتل، د نسیمې د کور په کړکیو مې سترګې ولګېدې، ودرېدم، شاوخوا مې له نظره تېره کړه، د دوی له کوره پنا ځای مې تر سترګو نشو، لږ نور هم لوړ وختم، د حویلۍ په منځ کې د ښځو بیروبار مې توجو جلب کړه، د رشقې په کرونده کې مې ډډه ووهله، دوربین مې سترګو ته ورنږدې کړ، هره یوه نجلۍ به مې چې خوښه شوه، رانږدې به مې کړه له ځان سره به مې وویل:
همدا نسیمه ده!؟

ښه شېبه مې له دغه ځایه د دوی د حویلۍ ننداره وکړه، په اوږه مې لاس ورکېښود پوښتنه مې ترې وکړه:
بېخي دې لیدلې وه؟

و یې خندل، اوږې یې پورته واچاوې، واسکټ یې سم کړ، د چایو ګلاس ته یې لاس ور اوږد کړ:
نه لیدل له کومه شول، اروپا خو نه ده!؟

د تلویزیون ریموټ ته مې ګوتې وراوږدې کړ، په بالښت مې څنګ وواهه، دواړه غلي شو، د فلم پاتې برخه مو پلې کړه.
پای