
د جدیې د شپږمې سړه هوا د سړي فکر کنګل کوي له یوې خوا د ملګرو(رفیقانو یا کمونستانو) خدمتونه له بلې خوا د اشرارو(ولس) ورانکاري فعالیتونه ټول همداسې په بربنډ ډول ولاړ دي.
هغه مهال چې ملګرو روسي ټانکونه هېواد ته د کرکيلې او د ځمکو د ابادولو په موخه راغوښتل او د تراکتورونو په ځای د ټانکونو انتخاب یې ځکه کړی وو چې د افغانستان ځمکه غرنی او ډبرینه ده خو دا علمي وضاحت نو چاته کوې.
اشرارو ورپسې تبرونه او کوم یو پاتې انګرېزی ټوپک را اخیستې ول او د ملګرو د خدمت مخه یې نیوله. دا خو یې لا څه کوې چې د مخکښ ملګري نورمحمد ترکي وېشلي ټوپکونه بېرته اشرارو په ترکي او ملګرو پسې راوګرځول، سړی ډېر مایوسه شي چې اخر ولې؟ دا د جدیې د شپږمې له سړو مو هم حیاء ونه کړله او د ملګرو او مېلمنو سره مو اخو ډب جوړ کړ؟
هغه مهال چې ملګرو د انسانانو د ټولوژنو او ژوندي تر خاورو لاندې کولو پروژه پر مخ وړله دوه لوی علمي او ساینسي هدفونه یې په افق کښې لیدلي ول. یو دا چې مړي بېرته د راټوکېدو جوګه دي او که نه؟ دوهم که لومړنی هدف ونه شو نو د مړو له هډوکو او خاور د برېښنا تولید امکان تر لاسه کول. مګر اشرارو د جګړو او فتنو له کبله ملګري په دې بریالي نه شول چې لومړی هدف لا وویني چې د مړو هډوکو راټوکیږي او که نه او دوهم هدف خو بلکل همداسې پاتې شو. تاریخ شاهد دی چې ملګرو د انسان وژنې چارې د انسانانو د ښه راتلونکي لپاره پر مخ وړلې او علمي تجربې یی کولې خو اشرارو په تورو تبلیغاتو سره د دوی د هېوادپالونکو تګلارو مخه نیوله.
ملګرو د هېواد د دښتو غرونو، لرې پرتو کلیو او سیمو د خړوبولو په موخه له روسي الوتکو د اوبو د پاشلو له پرمختللو سیستمونو کار اخیستلو خو اشرارو بیا دې ته د بم غورځولو نوم ورکړی وو او نړۍ یې تېر ایستله حتی ملګري او رفیق ډاکتر صاحب نجیب لرې پرتو سیمو ته د اوبو د ټانکرونو د لېږد لپاره سکاډ توغندي وکارول او ډېرو سیمو کښې یې کرکيلې ته لار جوړه کړله خو د اشرارو تبلیغاتو بیا هم داهرڅه په اوبو لاهو کړل.
ملګرو د خلکو او اشرارو نوکان د دې لپاره نه ایستل چې له دې څخه یې خوند اخیستلو بلکې دا یوه علمي څېړنه وه چې د انسان د نوکانو د کشولو او کښلو پر مهال څومره درد حس کوي او کله چې به د مظلومو بندیانو نارې سوری اشرارو واورېدې نو ویل به یې چې ملګري وحشت ترسره کوي.
ملګرو همدا راز د انسانانو پر پښو د مېخونو وهلو تجربه د لومړی ځل لپاره ترسره کړله یا کېدای شي دایی له عېسویت څخه په کم توپیر اخیستې وي خو زمونږ په هېواد کښې د همدې څېړنو لړۍ وروسته پراخه شوله او له ملګرو څخه په الهام د خلکو په سرونو کښې هم مېخونه ووهل شول یعنې ملګري د هر پرمختګ لپاره د الهام یواځنی سرچینه ول.
د مېلمنو په اړه چې اشرارو سرې لښکرې ورته ویلې هم ملګري او رفیقان خورا مودبه ول تل یې د خپلو مېلمنو ټولې هیلې ترسره کولې د هغوی پر مخ یې هېڅ تړلې دروازه نه لیدله دا ځکه چې ژمی وو یخ وو او د جدیې سړو ته د دوی پرېښودلو باندی د ملګرو ضمیرونه مړه کېدل همدلته وه چې د ټول هېواد د هرڅه د ورانولو او لوټلو په کچه یې حق درلود او اشرار یا ولس بیا له میلمنو سره را اخیستې وه داسې ولس د ملګرو له نظره د وژلو وړ وو.
د جدیې د سړو له کبله مېلمانه یا سرې لښکرې نسبتا تودې سیمې ته راغلي ول چې ملګرو ورته خپلې دروازې پرانیستلې وې خو اشرارو بیا نه د یخ عذر منلو او نه د تودو او هېواد یې د جنجال لور ته ورټېل وهلو.
په دې خو بلکل بحث نه شو کولی چې ملګرو (کمونستانو) په هېواد کښې په کومه کچه لویو علمي مرکزونو د جوړولو تکل کړی وو خو د اشرارو د موجودیت له کبله هدف ته ونه رسېدل.
او په لنډه توګه د ملګرو د علمي مبارزې سفر د دوی د هیلو له سرته رسېدو پرته پای ته ورسېد خو د جدیې ساړه او یخونه همداسې پاتې شول او تر کلونو یې پانې او ګلونه وریژول، د طبعې ښکلا رنګ یې همداسې یووړ او د وحشت په داغونو داغل شوی یو هېواد یې په سوغات کښې پرېښود .
همدې سوغات ته په اووم د اوکتوبر بل نړیوال یرغلګر راوخوځېد اصطلاحات یو په یو تغیر شول.
ملګري کلمه په ډموکراتانو او غربپالو. د اشرارو کلمه په لږ توپیر انګلیسي ژبې ته لوړه او تروریستانو بدله شوله؛ او سره مېلمانه کلمه بیا نړیوال دوستان وګڼل شول.
د اووم اوکتوبر چې د جدیې په سړو یې دېوالونه جګول له علمي او فکري اړخه بیا د ملګرو له علمي او تجربوي منطق سره سر نخوړلو هسې چې کله به نړیوالو دوستانو پراخ ولسي وګړي یا تروریستان ووژل نو غرب پالو یا ډموکراتانو به ویل په یارانه کښې بنګړي ماتیږي.
یعنې دلته انسان وژنه د ملګرو په بڼه علمي نه وه بلکې د یارانې او مینې پایله وه چې باید ګالل شوی وی او لا هم د یارانې او مینې په دې روان بهیر کښې مونږ د خپلو مظلومو انسانانو د قبرونو دشمېرو او د مقبرو د پراخېدو لیدونکي یو.
له ملګرو تر غربپالو په همدې واټن کښې مونږ نن د جدیی شپږمه توره ورځ په داسی حال کښې غندو چې اووم د اوکتوبر د خپل وحشت لمنه ښه پراخه غوړولې ده مګر مونږ د خپل هېواد او ولس د بقاء حس لرو چې د ورته یرغل تر سیوري لاندې د بل مخکني د غندلو په اړه چوپ نه پاتې کېږو.