
په نااشنا ژبه د تورو، وییونو او ښکلو لفظونو اوبدل چې خیال، عاطفه، احساس په کې وي، شعر بلل کېږي. دا مهمه نه ده چې قافیه او ردیف د ولري؛ خو چې وزن ولري.
د شعر طبعیت نازک دی، هغه پالنه غواړي، ناز به ورکوې، د ریښتینې معشوقې په سترګو به ورته ګورې، روحي او جمسي سرګرداني به کړې، د طبعیت د ښکلاګانو له رمزونو به ځان خبره وې، وخت ـ ناوخته به د لید زاویې تغیره وې، شاعرانه کلمات به پېژنې، د لفظونو اوبدل به زده کوې، د عامو ویینونه نااشنا کولو مهارت به خپلوې، مذهبي پولې به نړوې، له فردي دردونو وراېخوا ټولنه به په نظر کې نیسي کنه یادو اړخونو ته توجو ونه کړې هېڅکله شاعر کېدای نه شي.
ځکه وایو شاعر هغه چاته ویل کېږي چې عام لفظونه نااشنا کړي، د شعر په لوستلو لوستونکی روحي تسکین حاصل کړي، د یوازیتوب احساس ونه کړي، په لیدلوري کې یې بدلون راشي، ډبرین زړنونه نرم کړي، نفرت په مینه بدل کړي، بد ته بد او ښه ته ښه ووایي، خپل ټول دردونو ته انعکاس ورکړي شاعر دی.
عبدالهادي هادي د همدغه ډول شاعرانو له جملې څخه دی چې یاد واړه اړخونو ته د ده په شاعرۍ کې اشارې شوې دي.
د عمر لوړېدل، مسافري، د ژوند بوختیاوې شاعر او لیکوال کله ـ کله له خپل ذوق څخه لرې ساتي؛ خو هادي صیب شعر ته ژمن دی هغه شعر د ژوند ښه ملګری بللی، د هغه پالنه یې هر وخت کې کړې ده لکه چې وایي:
لږ خو نوره ښه شه رانه تللې ځواني راوله
ستا له تورو سترګو، جاروتلې ځواني راوله
راشه چې هادي، درنه قربان د غزل توري کړي
لاس رانه چاپېره کړه او بایللې ځوانه راوله
***
غږ د اورم ساه مې ډوبه ډوبه کېږي
هنګامه دې د سفر ده درنه مرمه
زندګي خو اجاره زموږه نه ده
ژوند رڼا د مازدیګر ده درنه مرمه
***
هادي په دغه ټولنه کې رالوی شوی د ځوانۍ یوه مرحله یې تېره کړې ده؛ خو افغان ټولنه یې ښه درکړې ده نو ځکه د دوی دوره رنګۍ ته داسې اشاره کوي:
د اهل او د غله او د کافر توپیر یې نه شي
هر چا دلې لمبلې په زم زم دي په دې ښار کې
او بل ځای وایي:
د ښایسته خلکو کمۍ دی په دې ښار کې
په دوه میخو په ناکارو کې اوسېږم
هادي د دې ټولنې بچی دی، ده به مینه کړې وي، نورو به د زړه خواله ورسره کړې او یا کېدای شي په شفاهي توګه یې کیسې اورېدلې وي دا چې ده په پښتني ټولنه کې ژوند کړی؛ نو د پښتون زلمي او پښتنې پېغلې د مینې ویره داسې انعکاسوي:
څله رېږدې څله داسې اوتر ګورې؟
راشه واخله لوپټه دې راسره ده
درد دې اخلم توره تبه به دې پرې شي
د سخي ملنګ نسخه دې راسره ده
په کومه ټولنه کې چې انسان ژوند کړي، د هغې ټولنې روان حالت سیوری یې په په ناسته ـ ولاړه او خبرو ـ اترو لوېږي؛ خو هادي له هېواد څخه بهر په امن هېواد کې ژوند کړي؛ مګر نوموړی چې په دې هېواد کې زیږیدلی ـ را لوی شوی له روان ناورین داسې نلېږي:
موږ د مینې تږي نو مینه پسې نه رسو
نه پوهېږم یاره چې دا جنګ نو خلک ولي کړي
هادي د ملک واک او استعمار ته په یوه اشنا بڼه اشاره کوي:
له خدایه مرګ غواړم اوبه اوبه شم
رقیب کې خوا کې، زه په وره کې اوسم
***
وخت و چې دا ټوله زمانه د چا غلامه وه
نن هغه ملاماتی له سروزو سره مه ګوره
د شاعر شخصت له شعر څخه معلومېږي؛ ځکه په شعر کې هر څه له زړه نه ویل کېږي، شاعري د ذوق کار ده او ذوق خړبول په هر څه نه کېږي. هادي په شعرونو کې ریښتنی پاک او زړه سواند انسان معلومېږي لکه چې وایي:
زه مې د زړه هنداره پاکه ساتم
دغه ښیښه لکه تڼاکه ساتم
کله چې موږ د دې شعري ټولګې نوم "اخ! چې لنډې فاصلې وای" لولو؛ نو یو درد په کې حس کېږي، فاصلې له ملګرو، وطن، خپلوان و غیره؛ خو بیا هم نه پوهېږو چې چې هادي به له څه شي سره د واټن د له منځه وړو ارمان کوي؛ نو دغه شعري ټولګه کې له خوندونو سره دردونو هم نغښتي دي.
هادي دې تل بې درده وي او ژوند یې د په مینه مالامال وي او خپلې خبرې په دغه بیتونونو راټولوم:
خلک غېږه راکړي په شېبه کې رانه هېره وي
تش وجود مې پاتې روح مې تللی په هِغې پسې
څه قیامت به پیښ شي که د خپله غېږه راکړله
وخت په باور نه دی بیا به ګورې هدیرې پسې