په افغان سوله کې نور خپلې ګټې لټوي

افغانستان چې له ډېرې اوږدې مودې راهیسې داخلي او بهرنیو جګړو وران کړی او لا هم له افغانستان څخه د جګړی ټبر ټول شوی نه دی . د جګړې د اوږدېدو عمده لامل دا دی چې ځینې داخلي او بهرنۍ کړۍ نه غواړي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله راشي. دوی په افغانستان کې د سولې پرځای د خپلو ګټو د خوندیتوب په فکر کې دي.

په دې وروستیو کې چې په کور دننه او بهر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د روغې جوړې لپاره کوښښونه شروع شوي، ډېری افغانان پر دې یقین دي چې دا ځل به د سولې هلې ځلې رنګ راوړي او په افغانستان کې به تل پاتې سوله راځي .

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د روغې جوړې لپاره د هر هیواد هڅو ته افغان حکومت لبیک ویلی او له هغه هیواد څخه یی غوښتنه کړې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د روغې جوړې په خبرو کې به مالکیت د افغانانو وي.

افغانستان د افغانانو کور دی. افغان حکومت او طالبان د یوې خاورې دي، خو توپیر یې دا دی چې افغان حکومت د افغانانو استازولي کوي او له افغان طالبانو سره خبرې اترې کوي، خو طالبان له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، بلکې له امریکا سره خبرې بهتره ګڼي، دا نو له اسلامي او ملي اصولو د طالبانو څرګنده سرغړونه ده او د دوی دغه کړنه به د تل لپاره په تاریخ کې ثبت شي.

په ښکاره په افغان سوله کې د افغانستان ګاونډي هیوادونه زیاته دلچسپي لري او هر یو یې په رسمي او غیر رسمي توګه دا ادعا کوي چې له طالبانو سره په دې اړه په خبرو بوخت دي، مګر د ګاونډیو هیوادونو تېرو ترخو تجربو ته په کتو د دوی له دغو هڅو هم افغانان وېره او اندېښنه لري.

پاکستان چی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د روغې جوړې لپاره تازه کومې هلې ځلې شروع کړي دوی خپلې ګټې پکې ویني، ځکه پاکستان د نړیوال بانک په خړ لیست کې قرار لري که پاکستان د خړ لیست څخه د وتلو لپاره له ترهګرو لاس وانه خلي او هغه ترهګر چې په پاکستان کې اوسېږي ونه ځپي پاکستان به تور لیست ته شامل شي چې له تور لیست څخه وتل به ورته ګران وي.

د پاکستان حکومت له نړیوال بانک څخه د پیسو غوښتنه وکړه خو نړیوال بانک ورنه کړی نړیوال بانک شرط ورته کیښود تر هغه وخته چی په پاکستان کی د شته بانکونو په اړه موږ ته معلومات رانه کړی موږ تاته پیسی نه درکوه ځکه پر پاکستان تور ده چی له ترهګرو سره مالی ملاتړ کوی ، په همدی هدف پاکستان هلی ځلی شروع کړی تر څو په افغانستان کی تل پاتی سوله راشی او نړیوالو ته ثابته کړی چی پاکستان په سیمه کې امن غواړي.

تازه د ایران هیواد هلې ځلې شروع کړي تر څو په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي کله چی د ایران د ملی امنیت مشر علی شمخانی افغانستان ته راغلی و د خپل سفر په دوران کې یې وویل چی موږ له افغان طالبانو سره اړیکه نیولې او د خبرو اصلی هدف مو په افغانستان کی د امنیتی ستونزو له منځه وړل دی او زیاته یی کړه د خبرو دغه لړۍ به دوام لري.

ایران د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو خبرداری ځکه ورکوي چې له یوی خوا ایران په تور لیست کی ده او له بلې خوا د وچکالی له بحران سره مخامخ ده ، د ایران اصلي هدف د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د روغې جوړې دا ده چې له یوې خوا نړیوالو ته ثابتوي چې موږ په سیمه کی سوله او ثبات غواړو ، امریکا ته هم ځان نږدې کوي او د دې تر څنګ افغان حکومت ته ثابتوي چې په سیمه کې زه یو قوی هیواد یم او باید ماته تر اندازې زیاتی اوبه راکړئ . لنډه دا چې دوی هر یو د خپل ځان په فکر کې دي.