غني د تغیر او تبدیل اصل بنسټي کړ

افغانستان له بده مرغه داسې کلونه او وختونه هم تجربه کړل چې دولتي مقامونه او حکومتي څوکۍ په کې د لیلامي توکو په توګه خرڅلاو ته وړاندې کېدې. په ونډ او باج ورکول کېدې. مرور او مخالف سیاسیون پرې را پخلا کېدل او په همغو کلونو کې د مقامونو حیثیت او د نظام عظمت له خاورو سره خاورې شو.

خو د دغو ټولو ناخوالو باوجود بیا هم لکه خدای چې پر افغانستان وړیا رحمېدلی وي، ځکه په همغو بدو ورځو کې یې د افغانانو پام په داسې چا (ډاکټر محمداشرف غني) ور ټول کړ چې د هیواد لپاره د نجات پرښته ګڼل کېده. سره له دې چې له نوموړي سره د زر او زور خاوندانو هم په څنګ کې ځانونه ونومول، مګر ولس له هغوی مخ واړاوه، خپلې هیلې یې له ډاکټر غني پورې وتړلې او دا هوډ یې وکړ چې ساحل ته د دغې ماتې بېړۍ د پورې وهلو او رسولو لپاره باید د نوموړي لاسنیوی وکړي.

په دې منځ منځ کې زردار او زوردار د ډاکټر غني څنګ ته ورغلل، د خپل زر او زور نمایشونه یې وړاندې کړل، د خپل راتلونکي ضمانت او د مقام ګرنټي یې وغوښته، مګر ډاکټر غني د توت هومره ارزښت هم ورنه کړ او ورته کړه یې زما لومړی توکل پر خدای او دویم پر ولس دی. زه د زر او زور د خاوندانو ملاتړ ته اړتیا نه لرم. د افغانستان د نظام څوکۍ او مقامونه د افغان عظیم ولس میراث دی او زه یې چاته په باج او ډالۍ کې نشم ورکولی.

د خدای لورینه وه، د کورنیو او بهرنیو دښمنانو د ټولو دسیسو باوجود ډاکټر غني د ولس په پاکو رایو د ولسمشرۍ ګټونکی شو، خو د وخت حکومت یې لا هم پر وړاندې خنډونه ایجاد کړل. دوی غوښتل چې د واک ګټلی غني په غیر مستقیم ډول د ځان تابع کړي، خو د خدای او ولس په مینه مست غني له خدای راښکته د هیچا پروا هم ونه لرله او لا یې هم نه لري.

ولسمشر غني د خپلې حکومتولۍ پیل له اصلاحاتو وکړ. د غلا او فساد پر وړاندې یې خپله جدي مبارزه پیل کړه. د باج او راج مخه یې ونیوله. ځینو باټاګانو ورته ان د نظام د سقوط پښه درب وکړ، خو غني یې ځکه پروا ونه لرله چې هغه ته د غله، فاسد او خاین ایمان ښه معلوم و.

بالاخره ډاکټر غني د نظام حیثیت او د مقامونو درنښت پرځای کړ، د څوکیو فروش او لیلام بند شو. زر او زور بې ارزښته شول. او لنډه دا چې په دولتدارۍ کې تغییر او تبدیل بېرته په یو مهم اصل بدل شول. هغه ورځې نورې تېرې شوې چې د عادي رئیس او مامور په ادلون بدلون به ځینو ډلو او ټپلو غالمغال جوړ کړ. یا به یې څوکۍ میراثي ګڼلې. اوس د تغیر او تبدیل اصل پوخوالي ته رسېدلی دی چې د مهمو دولتي بنسټونو مشران د حکومت د مشرتابه د لزوم دید په اساس او د شرایطو په پام کې نیولو سره چېرې چې لازم وبلل شي هملته ځي. دا فرهنګ او اصل اوس نهادینه شوی دی.