ولسمشر غني نن سهار په دارالامان ماڼۍ کې د دارالامان اداري کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده. دغه کمپلکس چې په سل هکتاره ځمکه د یو اعشاریه شپږ میلیارد افغانیو په ارزښت په دوه مرحلو او دوه فازونو کې جوړېږي ۲۷ دولتي بنسټونه به په کې ځای پرځای شي.
جمهوررئیس غني په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، هر هیواد د تداوم په اساس ژوند کوي، که تداوم نه وي تحول نشو مدیریت کولای او زموږ اصلي تداوم دادی چې د دولتدارۍ پروسه د ملي ثبات په دوامداره پروسه بدل شي.
نوموړي همدارنګه وویل، دارالامان ماڼۍ د ملت لپاره ده. یوې مېرمن چې له بغلان څخه ده او له ماسره کومک کوي دارالامان ته زما کورته راتله او تل به یې ویل دومره همت نه لرئ چې دا ماڼۍ ودانه کړئ. نن دا ماڼۍ ابادېږي چې د وحدت، یووالي سمبول وه. باور دی چې د دغه کمپلکس د جوړولو سره به نه یوازې د کابل ښار ښکلا زیاته شي، بلکې د ادارو همغږي او همکاري به ورسره زیاته او د خلکو ستونزې کمې شي، ځکه دوی به د ښار په یوه او بله څنډه کې د خپلو ورځنیو او رسمي چارو د خلاصولو په موخه اداره په داره ګرځېدو پسې سرګردانه نه وي، بلکې دوی کولای شي چې دغه کمپلکس ته د مراجعې په وخت کې په څو بېلابېلو ادارو کې خپل کارونه په ډېره راحتۍ سره خلاص کړي.
د جمهوررئیس غني په وینا د دې کمپلکس جوړولو سره اصلاحاتو او همکارۍ فضا رامنځته کېږي او زموږ دولتي ادارې به تر پخوا زیاتې د هر شهروند د افغانستان او بې وزله او محرومو هیوادوالو خدمت کې وي.
نوموړي دا هم وویل، که د دولت دستګاه د هیواد هر فرد ته مسووله نه وه او د هغوی غوښتنې پوره نه کړي، نو موثره نه ده، موږ باید دولتي ادارې له اوسني حالت څخه وباسو، موږ هر یو باید د مسوولینو په توګه یتیمانو او ګونډو او ماشومانو ته مسوول وو. د دې تعمیرونو جوړول یو زېری دی او ټولې دولتي ادارې یو ځای کې منسجمې جمع کېږي.
د ادارالامان اداري کمپلکس جوړولو او د ښار له منځ او بېلابېلو نقطو څخه دغه کمپلکس ته د وزارتونو او ادارو له انتقال سره به د کابل ښار دوباره ښاریانو ته ورکول کېږي. د دې ښار د ابادۍ او جوړولو پلان په شپږ ټوکونو کې ترتیب شوی دی چې د تطبیق لپاره به یې عملي چارې پیل شي.
کابل ښار به له اوسنیو ترافیکي ستونزو، ازدحام او ګډوډۍ څخه په یو منظم ښار بدل شي او زموږ هیوادوال به په نږدې راتلونکي کې د داسې ښار خاوندان شي چې پخوانیو شاعرانو یې په وصف کې شعرونه ویلي دي.
جمهوررئیس غني د دارالامان اداري کمپلکس د بنسټ ډبرې په اېښودو سره د اعلیحضرت غازي امان الله خان د ارمانونو او نیمګړي څپرکي د بشپړولو په برخه کې نن اساسي ګام پورته کړ او باور دی چې په دوام به یې موږ د نورو دغسې ګامونو او پرمختګونو شاهدان هم وو.
وروستي