امریکایي عسکر به خود وځي!

د امریکا عسکر د یوې اړتیا له مخې په افغانستان کې مېشت وو، هغه اړتیا په افغانستان کې د تروریزم پر ضد ګډه مبارزه وه، ځکه چې له دې ناحیې څخه د نړۍ او په ځانګړي ډول د امریکا امنیت ته ګواښ پېښ و. ممکن ځینې داسې وانګېري چې د ترهګرۍ خطر خو لا هم موجود دی او تروریستان لا هم په بشپړ ډول له منځه نه دي تللی، نو بیا ولې امریکایان وځي؟

د دې ساده دلیل دادی هغه وخت چې ترهګر د پاکستان له لوري رامنځته او په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو ترسره کولو ته ولمسول شول، نو هغه مهال افغانستان ملي اردو او امنیتي ځواکونه نه لرل، مګر دا مهال افغانستان منظمه اردو لري. چې هغوی د جنګ ټول مدیریت په لاس کې اخیستی دی او له ۲۰۱۴ کال وروسته امنیتي مسوولیت ټول امنیتي او دفاعي ځواکونو ته انتقال شوی دی.

په تېرو څلور نیمو کالو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مسلکي روزنه لا پیاوړې شوې او اوس زموږ ځواکونه دا صلاحیت او وړتیا لري چې د دښمن ضد شپنې او هر ډول عملیات په یوازې ځان ترسره کړي. دوی د تجهیزاتو له پلوه هم په مراتبو ښه شوي دي او د ترهګرۍ خطر په اسانه دفع کولی شي، نو له دې امله د امریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو اړتیا تر پخوا په مراتبو راکمه شوې نو هغوی مجبوره دي چې ووځي.

دویم دلیل یې دادی چې د امریکایي سرتېرو لګښت نهایت لوړ دی، ځکه د یو بهرني سرتېری کلنی لګښت تقریباً یو میلیون ډالر دي ، دا په داسې حال کې دی چې دوی جنګي صلاحیت هم نه لري، یوازې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ورکوي، نو له دې امله بهرنیانو ته د دغومره زیاتو لګښتونو تحمل هم نور بې ګټې اېسي.

دېته ورته ولسمشر غني په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې: ”په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو حضور د يوې دوه اړخېزې او نړیوالې پرېکړې په اساس دی. هيڅ افغان نه غواړي چې د دوی په خاوره کې بهرني ځواکونه د اوږدې مودې لپاره پاتې شي، خو اوسنی حضور د یو ضرورت په اساس دی او په دې ضرورت همېشه غور شوی او کېږي چې د بهرنیو ځواکونو شمېر باید څومره وي او موږ هڅه کوو چې دغه شمېر د یو منظم پلان په اساس صفر ته راټیټ شي.“

د امریکایي او نورو بهرنیو عسکرو د وتلو بل عمده دلیل باید دا وي چې د دوی حضور او شتون ترهګرو ته د جګړې دلیل او انګېزه په لاس ورکوي، کله چې بهرني عسکر له افغانستان څخه ووځي، نو دوی به په افغانستان کې د جنګ او تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو پلمه هم له لاسه ورکړي.

په اوسنیو شرایطو کې د بهرنیو عسکرو وتل نه یوازې د کومې خلا او بحران د ایجاد لامل نه کېږي، بلکې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قوت ښیي. د دې ترڅنګ زموږ له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تمویل او تجهیز په برخه کې شوې د نړیوالو ژمنې به تر هغو وي، چې دوی مطلق په خپلو پښو ودرېږي او له هر پلوه خود کفا شي.