امنیتي او دفاعي ارګانونو کې د ډسپلین ارزښت

په وروستیو څلورو کالو کې چې د امنیتي او دفاعي سکتور په رهبرۍ کې څومره اصلاحات راغلي، نو همدومره ورسره ښه والی، نظم، ډسپلین او موثریت زیات شوی. امنیتي ادارې د مراتبو د سلسلې د رامنځته کولو او په پام کې نیولو پرته اغیزمنتیا نه لري، نو له همدې امله نظام او ډسپلین نهایت مهم دی، ځکه په امنیتي ادارو کې دمراتبو سلسله د هډوکو د جوړښت په څېر اړینه ده. د مراتبو دا سلسله هغه مهال اغیزمنه کیږي چې په امنیتي ادارو کې دشخص پالنې رېښې وېستل شي.

د ملي امنیت د ځوان سلاکار ډاکټر حمدالله محب د پاملرنې له برکته د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د واسط او شخص پالنې ستونزه له منځه تللې او د هغه ټینګ هدایت همدا دی چې د روابطو پرځای باید ضوابط حاکم وي او که څوک له دغه مهم اصل څخه سرغړونه وکړي، نو نه یوازې له دندې به وشړل شي، بلکې مجازات به هم شي.

پخوا چې په امنیتي او دفاعي سکتور کې شخص پالنه او واسطې او روابط پالل کېدل، نو همغومره ورسره د سرتېرو مورال کمزوری کېده، هغوی د نهیلۍ احساس کاوه چې په مقابل کې یې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو کچه هم لوړېدله، ځکه دوی به ویل چې که زحمت هم وګالي، نو څه مانا ځکه نه لري، چې بې له هغې هم روابطو او واسطه بازیو ته ارزښت روکول کېږي، مګر په دې وروستیو کې دا موضوع بېخي کمه شوې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبري په هره کچه کوښښ کوي چې دا موضوع باید بېخي صفر ته تقرب ورکړي او د سلسله مراتب اصل باید په اصولي او قانوني توګه تطبیق شي.

که په امنیتي ادارو کې د مراتبو سلسله او دسپلین په پام کې ونه نیول شي نه یوازې دا چې اغیزمنتیا یې له منځه ځي، بلکې د امنیتي ادارو مشروعیت هم له ګواښ سره مخامخ کیږي که د امنیتي ادارو په چوکاټ کې د شمولیت او یا امتیازاتو تر لاسه کولو پر مهال له منل شویو اصولو پرته بل هر اصل لکه: ګوندي، شخصي، سیمه ییز ،قومي ،ژبني او نور په پام کې ونیول شي. امنیتي ادارې له ننګونو سره مخ کوي او اغیزمنتیا یې زیانمنوي د ترفیع او تقاعد په اړه راڼه اصول رامنځته کول هغه مهم اصل دی چې په امنیتي ادارو کې به بنسټیز کېږي. په دې برخه کې ولسمشر غني نه یوازې پاملرنه کړې، بلکې ځینې پرمختګونه هم لري چې له امله یې زموږ اتلو سرتېرو عالي روحیه او ښه انګېزه اخیستې ده.

امنیتي ادارې له دسپلین پرته اغېزمنتیا نه لري په دموکراتیکو او هغه هېوادونو کې چې واک یې د ولسونو په لاس کې وي په امنیتي ادارو کې د شاملېدو او ترفیع تر لاسه کولو پرمهال ترټولو سخت شرایط په پام کې نیول کیږي له همدې امله باید یو تن په امنیتي ادارو کې د منصبدار په توګه له شاملېدو تر تقاعد پورې باید په جدي توګه امنیتي دسپلین په پام کې ونیسي.

د وسلوال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني د دغو اصلاحاتو د څارلو او د سرتېرو د ستونزو د اورېدلو لپاره بار بار د هیواد بېلابېلو ولایتونو ته تللی او هلته یې په قول اردوګانو کې له سرتېرو څخه د دوی غوښتنې او وړاندیزونه اورېدلي دي. څومره چې په وسله وال پوځ کې نظم او ډسپلین زیات وي، نو همغومره پر امنیتي ادارو د خلکو باور زیاتېږي په اردو کې يونظم او دسپلین دپوځ داعلی مشرتابه نیولې تر ټیټې پوړۍ پورې رانغاړي د پرېکړه کوونکو ادارو سستوالى او دسپیلین په پام کې نه نیول د اردو د کمزورتیا سبب ګرځي.