د ولسمشرېزو ټاکنو په ځنډ کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله دوه پټې موخې نغښتې دي

د ولسمشرېزو ټاکنو په ځنډ کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله دوه پټې موخې نغښتې دي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د همدې اونۍ په پيل سره د ولسمشرېزو ټاکنو د نوماندانو د نوم لېکنې بهير او د ټاکنو د ځنډ خبرونه يو ځای خپره شول. ټاکنو خپلواک کمېسيون د مرغومي پر لومړۍ نېټه د ولسمشرېزو ټاکنو د نوماندانو د نوم لېکنې بهير رسماً پيل کړ خو په پنځو ورځو کې هېڅ کس په رسمي ډول ځان نوماند نه کړ. له دغه بهير سره يو ځای د ټاکنو خپلواک کمېسيون له دننه سرچېنو رسنيو ته د ولسمشرېزو ټاکنو د ځنډ اوازې هم ورکړې او نن يې په رسمي ډول دغه ټاکنې له پخوانۍ اعلان شوې نېټې (۱۳۹۸ ل کال د وري مياشتې ۳۱مې) درې مياشتې نور هم وروسته کړې.

ټاکنو خپلواک کمېسيون څو ځلې د ولسمشرېزو ټاکنو د نېټې په اړه ناستې وکړې او وروستۍ پرېکړې يې دا وې چې دغه ټاکنې به د ۱۳۹۸ل کال د وري مياشتې په ۳۱مه نېټه تر سره شي.

کمېسيون دا هم وويل چې دوی ولسمشرېزو ټاکنو ته تياری لري، د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو نميګړتياوې به په کې بيا ځلې نه شي، او تر وري مياشتې به يې تياری بشپړ شي. دا چې اوس ټاکنو خپلواک کمېسيون د خپل تياري سره - سره ولسمشرېزې ټاکنې وځنډولې، نو د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دوه پټې موخې ښايي په کې نغښتې وي.

لومړی: ولسمشر غني همدا اونۍ په داسې وخت کې د حکومت دوه لوړ پوړي وزيران ګوښه او ځای ناستې يې وټاکل، چې د ولسمشرېزو ټاکنو د پخوانۍ اعلان شوې نېټې اړوند د ملي يووالي حکومت عمر يوازې څلور مياشتې پاتې وو. د ولسمشر د دغه پرېکړې په اړه ډاکټر عبدالله عبدالله هم چوپتيا اختيار کړه نو تحليل داسې کيږي، چې د وزيرانو تغير او د اجرائيه رئيس چوپتيا د موجوده ملي يووالي حکومت د مودې د غځېدو مانا ورکوي.

نو ښايي چې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلمنځي هوکړې پر بنسټ ټاکنو خپلواک کمېسيون اړ کړی وي، چې ولسمشرېزې ټاکنې وځنډوي ترڅو دوی خپلو هغه پټو موخو ته ورسيږي چې د ملي يووالي حکومت د دورې په غځېدو سره به يې تر لاسه کړي.

دويم: تر اوسه ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدلله په دې نه دي بريالي شوي، چې راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو ته خپل ټاکنيز ټيمونه او ټېکټونه وړاندې کړي. ولسمشر غني د خپلۍ نوماندۍ په اړه ويلي، سرور دانش یې دويم مرستيال اعلان کړی، خو ډاکټر عبدالله عبدالله په دې برخه کې تر اوسه وړاندې تګ نه دی کړی او تياری نه لري.

د ټاکنيز ټېکټ جوړول ډېر وخت، کار، مشورو او ناستو ته اړتيا لري، ترڅو راتلونکې مبارزه په کې غښتلې او شريکه وي. داسې اوازې هم شته چې ښايي ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله دا ځل په يو انتخاباتي ټېکټ کې سره را څرګند شي. مطلب دا چې دا هم شونې ده چې اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله به د ولسمشر غني د لومړي مرستيال په توګه ميدان ته راووځي.

که دا نه وي، نو دواړه ښاغلي بيا اړ دي چې د خپلو مرستيالانو په اړه وخت واخلي، سلا - مشورې تر سره کړي ترڅو يوې هوکړې ته ورسيږي. په دې برخه کې ويلی شوو، چې د ولسمشرېزو ټاکنو د نوماندانو د نوم لېکنې بهير يوازې ۱۲ ورځې وو چې پنځه ورځې يې تېرې شوې وې. نو شننه دا کېدای شي، چې ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله په دې پار چې په خپلو منځو کې يوې هوکړې ته ورسيږي او يا هم له کومو نورو کسانو سره غښتلې ټاکنيزې ډلې جوړې کړي، ټاکنو کمېسيون د اعلان شوې نېتې بدلون ته اړ کړی وي.

که چېرې حکومت او مشران يې د ټاکنو پر وخت تر سره کېدو ته ژمن وي، نو بيا اسانتياوې په لاس ورکوي او کمېسيون اړ کوي، چې په کم وخت کې ډېر کار وکړي او پر خپل وخت ټاکنې تر سره کړي.