
دا چې امریکا، روسیه، چین، پاکستان، سعودي هڅه کوي تر څو طالبان د افغان حکومت سره سوله وکړي؛ خو ولې طالبانو د امریکا سره سولې ته د رسېدو لپاره لومړیتوب ورکړ او افغان حکومت یې تر شا کړ!؟
زما په اند کله چې امریکا په افغانستان ( اسلامي امارت) باندې یې حمله وکړه ولې!؟ د دوی (امریکا) په وینا ځکه یې حمله وکړه چې القاعده ډله په افغانستان کې وه او امریکا کې چې کوم برید شوی وو، مسولیت یې هم القاعدې ډلې پر غاړه واخیست، نو امریکا ویل چې کوم برید چې شوی دا ډله په افغانستان کې ده! چې د دې ډلې مشر اسامه بن الادن وو، په همدې بهانه یې حمله پیل کړه چې په افغانستان کې یې په میلیونو پښاته یې شهیدان، معلول، یتیمان، کونډې، بورې، او بې کوره کړل؛ خو بیا هم امریکا ونشوای کړی چې د القاعدې دغه مشر په افغان خاوره کې پیدا کړي!
اخر هم دغه د القاعدې مشر یې په پاکستان کې پیدا کړ چې په اغلب ګمان د دوی په وینا یې هملته مړ کړ، چې تر ډیره دغه خبر خلکو ته د باور وړ نه دی!
او طالبانو ولې افغان حکومت ته د سولې لومړیتوب ورنکړ!؟
زما په اند افغان حکومت ډیرې ستراتېژیکې تېروتنې وکړې!
لکه: ولسمشر محمد اشرف غني چې کله واک ته ورسېد په پاکستان یې غږ وکړ، چې طالبان سولې ته حاضر کړئ او همدارنګه ورغلو او د پاکستان د پوځ مشر ته یې مخامخ وویل چې تاسو پوځ سوله را وستلی شئ؛ او دوی ته یې تل د اخطاریه ډول غږ کاوه چې سوله وکړئ کنه بیخ مو باسم!
دې ته ورته نور ...
زما په اند دوی په همدې خاطر خپلو فعالیتونو ته زور ورکړ چې ځینې ولایتونه او ولسوالۍ یې ونیوې او ...
نو اوس هم دوی فکر کوي چې د افغان حکومت زموږ سره سوله نه غوښته بلکې د پاکستان سره یې سوله کوله او پاکستان یې غږ کاوه!
خو طالبانو ویل چې موږ هغه کسان نه یو.
او تر ډیره زما په اند امریکا او طالبان ځکه سوله کوي، چې طالبان به ورته وایي چې ولې مو پر موږ حمله کوله او د القاعدې ډله کله زموږ هېواد کې وه، ځکه تاسو خو یې مشر په پاکستان کې پیدا کړ او بل دا چې تروریستي ډلې ستا په وینا په پاکستان کې دي! نو بیا مو ولې افغانستان له خاورو سره خاورې کړ!؟
او بل دا چې د افغانستان اوسنی حکومت به هم ورته د امریکا تر لاس لاندې او د هغه په خوښه جوړ کړی ښکاري، ځکه د دوی لپاره یې بېلګه د اشرف غني او عبدالله حکومت وو؛ چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په خوښه جوړ شو.
نو زما په اند که طالبان د امریکا سره توافق ته ورسېږي، نو لرې نه ده چې افغان حکومت سره به هم ورسېږي! ځکه دوی ته د امریکا سره سوله د افغانستان سره سوله بولي او داسې ورته ښکاري چې افغان حکومت امریکا را منځ ته کړی.
نور د پاکستان، سعودي، چین او روسیې په اړه څه نه وایم!
چې ولې دوی د سولې په برخه کې همکاري کوي، ایا دغه همکاري ریښتونې ده او که نه، یوازې مې د افغان حکومت او طالبانو د سولې په تړاو د دوبۍ د ناستې نه لیدل وو، چې ولې یې د افغان پلاویسره ونه لیدل.
حامد حقمل په هېوادنۍ مینه!
د ودان افغانستان په هیله