
ښه حکومتولي د ټولو غوښتنه او د وګړو له اساسي حقونو څخه ده، ځکه ښه حکومتولي د اساسي قانون تطبیق او رعایت ته ژمنه وي. په ښه حکومتولۍ کې د اساسي قانون د حکمونو په چوکاټ کې د قضایه قوې استقلال، د ملي شورا د قانون جوړولو حق په بشپړ ډول رعایتېږي. د حکومت او په ځانګړي ډول د وزارتونو ظرفیت لوړېږي او د کابینې واکونه او مسوولیتونه ورسره پیاوړي کېږي.
دا ټولې هغه کړنې دي چې له لویه سره یې ګټې ملت او وطن ته رسېږي، ځکه دولت د ښې حکومتولۍ له لارې وګړو ته لازم خدمتونه او اسانتیاوې برابروي. ډېرې اسانتیاوې یوازې دولت پورې منحصرې دي، لکه د قانون حاکمیت، د دولتي جوړښتونو مدیریت، د امنیت تامین او داسې نور چې برابرول یې د دولت له مسوولیتونو څخه دي.
که له دولت مه واره، افراد، احزاب او بنسټونه د دغو اسانتیاو د برابرولو هڅه وکړي، له ګټې به یې تاوان زیات وي، ځکه د اړیکو او مناسباتو د ګډوډي، د وګړو تر منځ نه برابرۍ، د اخ و ډب او نامساعدې فضا د رامنځته کېدو لامل کېږي. پر دې بنسټ دغه ډله خدمتونو او اسانتیاو ته د لاسرسي لپاره له دولت مه واره، بل بدیل نشته.
د دې ترڅنګ ډېر داسې خدمتونه او اسانتیاوې هم شته چې متشبثینو، پانګوالو او سیاسي بنسټونو ته یې د سیالي ډګر تعریف کړی او په دغه سیالي کې د فعال ګډون لپاره ورته زمینه برابروي. د بازار مدیریت، د بنسټونو تر منځ د سیالي د اصولو او قواعدو تدوین، انجمنونه او سیاسي ګوندونه، د ویناد ازادي او د رسنیو د فعالیت لپاره د قانوني بریدونو تنظیم او د قانوني مسوولیتونو درک او ترسره کولو ته د وګړو مجبورول او په اساسي قانون کې راغلیو ازادیو ته درناوی د دغو خدمتونو بېلګې دي.
زده کړې اوروزنې، روغتیایي اسانتیاوې او د پرمختیایي پروژو ترسره کول په تېرو پېړیو کې د دولت له مکلفیتونو نه ګڼل کېدې. د نولسمې پېړۍ په پای او د شلمې پېړۍ په بهیر کې د دغو خدمتونواو اسانتیاوو برابرول د دولت د اساسي دندو برخه وګرځېده. اساسي قانون او د افغانانوعامه افکار په دې اصل اجماع لري چې دغه ډول خدمتونه او اسانتیاوې باید دولت برابرکړي.
د بشر د حقونو تامین، د ښځو او زیانمنو شویو ډلو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه، چاپيریال ساتنه، د ماشومانو او بې سرپرسته کسانو د خوړو مصونیت، د بې وزلي او وزګارتیا له منځه وړل او د ناورین په شیبو کې د بازار مدیریت هغه خدمتونه او اسانتیاوې دي چې د شلمې پېړۍ په پای کې د هغو برابرول د دولت په دندوکې ور زیات شول.
د ښې حکومتولۍ دغو څلورو ډلو وجیبو ته په پام، نړۍ واله تجربه موږ ته ژوندي درسونه راښیي. د دې تجربې پر بنسټ پوهېږو چې ښه حکومتولۍ په څو عمده اصلونو استواره ده:
د دې لپاره چې دولت خپلې منل شوې وجیبې په ښه توګه ترسره کړای شي، نو لومړنۍ اړتیا یې داده چې دا وجیبې په شفاف ډول د قانون په چوکاټ کې تعریف شي او د عملي کولو لپاره یې د ټاکلو اصولو او قواعدو په چوکاټ کې مشخص جوړښتونه وضع شي.