سره له دې چې د هیواد اساسي قانون ولسمشر غني ته دا صلاحیت ورکړی دی، چې د غوراوي کمېټې له وړاندیز شویو کسانو څخه د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي او کمیشنران انتخاب کړي، مګر ولسمشر غني په ټاکنو کې د اصلاحاتو، ځانته د واک د نه انحصارولو او د شفافیت د تامین په موخه ولسمشر غني خپل دغه قانوني واک تېرځل هم له نورو سره ووېشه او دا ځل یې هم همدا کار وکړ.
تېل ځل یې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره کمیشنران انتخابول، نو اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او خپل دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش یې هم له ځان سره کېنولي وو، مګر له بده مرغه دغو کمیشنرانو پارلماني ټاکنې نه یوازې ښې مدیریت کړې، بلکې د دوی بې کفایتۍ او فساد له امله پر ټاکنو د خلکو باور کم شو او له همدې امله ولسمشر غني د ټاکنو قانون په تعدیل سره ټول کمیشنران له دندو ګوښه او لوی څارنوالۍ هغوی ممنوع الخروج اعلان کړل.
د نویو کمیشنرانو د معرفي کولو لپاره ولسمشر غني د شفافیت د تامین په موخه داسې لاره اختیار کړه چې هیڅوک هم د شک او نیوکې فرصت ونه لري، ځکه ثبت شویو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو ته یې وویل چې خپل کسان معرفي کړي. د دغه پړاوو له بشپړولو وروسته ۸۳ کسان معرفي شول چې د تېرې جمعې په ورځ ولسمشر غني د ولسمشرۍ د ټولو نوماندانو په حضور کې هغوی ته د باور رایې ورکړې او د دغو رایو په پایله کې بریالي شوي کسان یې رسماً د فرمان په اساس معرفي کړل.
ولسمشر غني دا کار د اعتماد جوړولو او شفافیت د تامین په خاطر وکړ، ځکه تر دې وړاندې به ځینو خلکو دا نیوکې کولې چې ټاکنیز کمېسیونونه د حکومت په انحصار کې دي. کمیشنران د دوی خپل خلک دي او دوی چې څه ورته ووایي، نو همغسې کوي، د خلکو د دغو نیوکو د مخنیوي او د بې اعتمادۍ د لیرې کولو لپاره ولسمشر غني د نویو کمیشنرانو په معرفي کولو کې ټولو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ته برابر سهم ورکړ.
دویم دلیل یې دادی چې ولسمشر غني له لومړي سره په مهمو او ملي مسایلو کې مشورې ورکولو ته نه یوازې ارزښت ورکوي، بلکې د مشورو په رڼا کې تصامیم هم نیسي. ټاکنې که له یوې خوا د ولسواکۍ یو مهم اصل دی، له بل لوري د افغانستان ملي او برخلیک ټاکونکې پروسه ده او د دغې پروسې د ښه ترسره کېدو او پر هغه د ټولو لورو د باور د جلبولو لپاره ولسمشر غني داسې بېساری اقدام وکړ چې تر دې دمخه یې هیڅ بېلګه نه لیدل کېږي.
د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو کمیشنرانو او غړو ته ښایي چې دوی هم د بې طرفي اصل ته درناوی ولري او هم د ټاکنو ملي پروسه په ښه توګه مدیریت کړي. څومره چې ټاکنې رڼې، عادلانه او سراسري ترسره شي، نو همغومره به هم ورسره ولسواکي وغوړېږي او هم به یې په پایله کې رامنځته کېدونکی حکومت له زیات مشروعیت څخه برخمن وي.
وروستي