نن دوشنبه د سولې مشورتي جرګه ولسمشر غني رسماً په خپلې وینا پرانیسته، مګر د نوموړي له وینا دمخه یوه لنډه ویډیو نندارې ته وړاندې شوه، ویډیو د جګړې په بدمرغیو، چاودونو، انتحار، انفجار او د جګړې له امله ولس ته په ور پېښو ستونزو، ناخوالو، دردونو او مصیبتونو ور ټوله وه. د یادې ویډیو د نندارې پر مهال د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو سترګې نه یوازې اوښلنې شوې، بلکې د ډېرو اوښکې وبهېدې، نو هیله ده چې د ولس د منتخبو استازو دغه اوښکې د دوی د څلور ورځني بحث د پایلو له برکته د خوښۍ په اوښکو بدلې شي.
د ولس د اوښکو د بهېدو دلیل دادی چې زموږ د ملت درد او غم شریک دی، خصوصا جنګ د ټولو شریک درد دی، ځکه په هره چاودنه، انتحار او انفجار کې د ټولو هیوادوالو وینه بهېږي. د هیواد په هره ګوښه کې چې د جګړې له امله کوم ناورین او بده پېښه رامنځته کېږي او قرباني یې زموږ هیوادوال وي، نو دا درد او غم یوازې د یو یا څو کورنیو او محدودې سیمې درد نه وي. دا درد د هر افغان درد دی. هر افغان ورباندې ویرجن او غمجن وي. همدا زموږ د وحدت او یووالي ښکارندويي ده او همدغه وحدت دا ولس ټینګ او یو موټی ساتلی دی ځکه زموږ ټولو قوت زموږ په وحدت کې دی.
ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې ته د وینا پرمهال د افغانانو شریک درد او غم ته په اشارې وویل، کوم درد او رنځ چې زموږ کورنۍ لری، دغه درد هره ورځ احساسوم، هغه درد چې په شغنان کې د سردار کورنۍ، یا په هلمند کې د صفي الله یتیمان او یا په ننګرهار کې د زړور کورنۍ او یا د تبسم پلار کوم درد تېروي، زه په دې هڅه کې یم چې څنګه کولای شم دغو ټولو مظلومو افغانانو ته د درد دوا شم، د غم دا دروند بار مې هر وخت په اوږو بار دی.“
نوموړي زیاته کړه: ” زه پوهېږم چې دا ملت له دین او وطن څخه په دفاع او په خپل هېواد کې د دایمي ثبات لپاره تر دې زیاتو قربانیو، صبر، تحمل او زغم ته اماده دی، خو زه د هېواد د لومړي مسوول او خادم په توګه، له لومړۍ ورځې څخه د دغه بدبخته جنګ له قیمت څخه خبر یم، په دې خبر یم چې د جنګ دواړه غاړې کورنۍ څومره لوړه بیه پرې کوي، دا ما خپله دنده او مکلفیت ګڼلی دی چې دغو دردونو ته د پای ټکی کېږدم او د دغه عظیم ملت شهامت او میړانې څخه د وطن د ابادۍ لپاره کار واخلم.“
د سولې د تامین او د جنګ د پایته رسېدو پرمهال نه یوازې ملي اجماع رامنځته شوې چې دغه د سولې مشورتي لویه جرګه یې غوره بېلګه ده، بلکې په دې برخه کې اساسي ګامونه هم پورته شوي او د دغو ګامونو ښېګڼه داده چې دا هر څه د ولس د سترګو پر وړاندې دي او دوی یې په واضح توګه او دقت سره څاري. د سولې په اړه چې ولس په ځانګړي ډول ښځو کومې اندېښنې او پوښتنې لرلې، په هغه اړه ورته ولسمشر غني بشپړ ډاډ او واضح ځواب ورکړی او هغوی ته یې ویلي دي چې د دوی د حقونو په اړه به هیڅ ډول معامله ځکه ونشي چې دا هم د اسلام د مبین دین ارزښتونو او هم زموږ د اساسي قانون له روحیې سره په ټکر کې ده.
وروستي