
زه فکر کوم ولسمشر غني به د افغانستان په تاریخ کې هغه لومړنی ولسمشر وي چې په دغومره کم وخت کې یې په جنګي شرایطو کې د ګڼو نوروستونزو باوجود د هیواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي وي. هلته یې پر ولایتي ملکي او نظامي مسوولینو سربېره د ټولنې د بېلابېلو اقشارو استازو سره په کتنو کې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه اورېدلي وي.
ولسمشر غني د نورو ولسمشرانو غوندې برعکس یوازې په کابل کې ناست نه دی، بلکې هغه غواړي د هیواد هر ولایت ته لاړ شي او له خلکو څخه د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه مخامخ واوري. هغه وایي چې چارواکي ورته کلیشه یي او تشریفاتي خبرې کوي. له حقایقو یې نه خبروي او یا یې هم د ویلو جرئت نه لري، مګر د ولسمشر غني په قول ستونزې په پټولو او یا له ستونزو سره د نه مخامخېدو له وېرې نه حل کېږي. موږ باید له ستونزو سره مخامخ شو، ستونزې واورو او بیا ورته د حل مناسبې لارې ولټوو او له همدې امله ولسمشر غني د عامو خلکو غوښتنې په دقت اوري.
افغان ولسمشر څه موده وړاندې په جنیوا کې د افغانستان په اړه د جوړ شوي کنفرانس ګډونوالو ته د وینا پرمهال خپلو ولایتي سفرونو ته په اشارې وویل: ”په تېرو شپږو میاشتو کې ما له ۱۷ زیات ولایتونه ولیدل. هغه څه چې ماته ډېر د پام وړ و، هغه په ټول افغانستان کې د یوه نوي نسل را منځته کېدل دي. زه به هغوی ته بیا ور ګرځم، ځکه دوی زما د هېواد په راتلونکي کې سټراټیژیک اهمیت لري اوهغوی باید هېر نشي.“
ولسمشر غني د ځوانانو پر تعهد، خدمت او ظرفیت تر نورو زیات باور لري او له همدې امله د ولسمشر غني په حکومت کې ډېرې مهمې څوکۍ ځوانانو ته ورکړل شوې او د دوی له لوري اداره کېږي. د نوموړي په نظر ځوانان څو ښېګڼې لري، لومړی دا چې دوی د کار شوق او انرژي لري. کاري پوهه او نړیواله تجربه لري، ځکه اکثر ځوانانو په بهرنیو معتبرو پوهنتونونو کې زده کړې کړي او هیواد ته د خدمت لپاره راستانه شوي، نو د دوی له دغه عظیم ظرفیت څخه باید د هیواد د ابادۍ لپاره اعظمي استفاده وشي.
پخواني یا سنتي سیاستوال له همدې امله له ولسمشر غني خوابدي دي چې دوی ته یې توجه کمه کړې او په واک کې یې نه دي ور شریک کړي. مګر ولسمشر غني د هیواد د څلورو لسیزو جګړو او ورانیو ملامتیا او مسوولیت د خپل نسل پر سیاسیونو ور اچوي، هغه وایي موږ په افغانستان کې جګړې ته زمینه برابره کړه او د خپلمنځیو اختلافاتو او شخصي مسایلو له امله مو دغه ناورین څلورو لسیزو ته اوږد کړ، نور افغان ولس د دغه ناورین زغم نه لري ، نو باید ځوانان رامخې ته شي چې دغه ناورین ته د پای ټکی کېږدي.
ولسمشر غني نیم افغانستان کتلی او لا هم نیم نور ورته پاتې دی او هغه کوښښ کوي چې ټولو ولایتونو ته سفرونه وکړي او د خلکو ستونزې له نږدې واوري. د دغو سفرونو ګټه داده چې د حکومت او ولس ترمنځ واټن را کمېږي. خلک د محرومیت له احساس څخه راوځي او د مالکیت احساس کوي.