ولس زړه توری شوی!

په افغانستان کې د سیاسینو، ګوندونو او ډلو ټپلو له وروستیو هڅو او غبرګونونو را په ډاګه شوې، چې نور ولس د دوی له کړنو او استازولۍ بیخي زړه توري شوې دي. له دې وړاندې، ولسونه په یو نا یو ډول په یادو ډلو ټپلو پورې تړلی وو، چې تل به یې د همدې ډلو لپاره د زنده باد او مرده باد نارې وهلې او کله به یې عملاً هم د ګوندونو لپاره په لاریونونو لاس پورې کاوه.
 
دې حالت په ډیره کمه موده کې دا دی، بدلون موندلی او لا به یې ومومي. اوس ولس غواړي، چې د خپلو افکارو خپرولو لپاره یا دوی چې څه غواړي، نو د هغې لپاره لاس په کار شي، ترڅو هېواد یې پرمختګ وکړي او د ژوند اوسنی بڼه یې بدلون وکړي.
 
په دې وطن کې له کلونو – کلونو راپدیخوا، هرې ملي مسئلې، د وطن ساتنې او پرمختګ لپاره ولسونو قرباني ورکړې ده. ومو لیده، چې ولس څنګه د پردۍ/ تحمیلي جګړې ښکار شو؛ کوم چې د همدې لپاره یې په زرګونو – زرګونو ځاني او مالي قربانۍ ورکړې.
 
مګر د ولسونو دې خواریو تر نننه هېڅ ځای نه دی نیولی، ورځ تر بلې حکومت/ مسوولین د خپلو ګټو لپاره کار کوي او د ولس ژغورنې لپاره هېڅ پلان او ستراتیژي نه لري.
 
د ملي وحدت حکومت تر جوړېدو وړاندې، ولس ټولې ستونزې پر ځان ومنلې، ترڅو ولسمشریزو ټاکنو په ورځ د خپلې خوښې نوماند ته رایه وکاري. ولس ددې لپاره د مخالفینو له لوري له هر ډول ستونزو سره مخامخ شول، خو په پای کې له ولسه یو جلا حکومت د نورو خلکو په مرسته او همغږي رامنځته شوي.
 
د ملي وحدت حکومت په موده کې بیا هم ولسونو د ارامۍ او ښه ژوند په تمه وو، خو ورځ تر بلې بیا همدا ولس په نښه شو او تر ډيره حده وځپل شو.
 
اوس چې د ملي وحدت حکومت موده نوره په ختمیدو ده، نو ځینې ګوندونه یو وار بیا را هڅک شوي، چې ترڅو راتلونکې ټاکنې وګټي. سربیره پر دې اوسنی حکومت هم په دې هڅه کې دی، چې په راتلونکو ټاکنو کې بیا حکومت تر لاسه کړي. پلمه دا ګڼي، چې ګوندې دوی به نابشپړ شوي پلانونو باندې به کار وکړي.
 
د همدې لپاره، په حکومت کې دننه ځیني بدلونونو راغلل او لا هم د بدلونونه جریان لري ځکه حکومت هڅه کوي چې خپل خلک پر مهمو څوکیو وګماري، ترڅو بیا په راتلونکو ټاکنو کې ترې کار واخلي.
 
ددې اړو دوړو ترمنځ ولس یوازې پاتې، خو داسې ښکاري، چې همدغو ګوندونو له وړاندې په ولس کې ځینې جریانونه رامنځته کړي، ترڅو اړخونو را خپل کړي.
 
ولس باید دا ځل په ډير فکر سره په دې غور وکړي، چې څنګه به له اوسني بحران څخه وځي. ولسونه دې خپلې ولسي ناستې پاستې زیاتې کړې، ترڅو سره همغږي شي او له کوم حزب پرته دې دا ځل په ولسي توګه دې له یوه وړ نوماند ملاتړی اعلان کړي.
 
تل د ملي را یو ځای کېدنې لپاره، ګوندونو کرېډېټ اخیستې او حکومت هم په دغسې حساسو مسایلو کې د ولس په نوم هغه چاته امکانات ورکړي، چې هغوی د ولس په دریځ لوبې کړې دي. زه فکر کوم، چې ترڅو ولس د بدلون فکر عمل ونه کړي، نو دوی به تل د تیر په شان ځپل کېږي او هېڅ به په لاس نه ورځي.
۱۳۹۶ل، تلې ۲۷مه