له مبالغې پرته افغانستان د کرنې لپاره کافي ځمکه او اوبه لري، خو ستونزه داده چې د جګړو له امله نه یوازې شاړې ځمکې او دښتې په کرنیزو ځمکو نه دي بدلې شوي، بلکې برعکس زیاتې کرنیزې ځمکې شاړې شوي، د اوبو لګولو سیستمونه ویجاړ شوي او لا هم د پرېمانه اوبو ترڅنګ زموږ کم پسلونه هم جل وهلي دي. دلیل یې دادی چې بزګر یا له خپلو سیمو کډوال شي او یا هم د فقر او بې وسۍ له امله خپلو ځمکو ته د تخم او کوډ د رانیولو او د کروندو د پاللو وس هم نه لري.
په افغانستان کې د فقر او لوږې د کمولو اساسي چاره او کیلي د کرنې ودې ته پاملرنه ده او دغه وده په لږ تمرکز او یو څه بین المللي امکاناتو سره رامنځته کېدلی شي، ځکه چې د نویو بندونو له جوړېدو او د اوبو له مهارولو سره د پرېمانه ځمکو د ابادولو او خړوبولو امکانات شته، خو په دې شرط چې نړیوال همکاران له افغانستان سره د کرنې د ودې په موخه د کرنې د نویو شېوو او مېتودونو، تخمونو او وسایلو په برخه کې همکاري وکړي.
البته په دې برخه کې ډېر مهم شی د کروندګرو د ژوند د ښه والي او د کرنې د ودې په موخه له دوی سره لنډمهالي پورونه او همدارنګه هغوی ته د کرنې د عصري او ګټورو لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي ورکول دي.
د ولسمشر غني یو عمده او مهم ټينګار پر دې دی چې د کرنې وزارت ټول تشکیل باید ولایتونو ته انتقال شي، د بېلګې په توګه د کرنې برخه کې هغو ولایتونو ته انتقال شي چې پرېمانه کروندې او کرنیزې ځمکې لري، د پنبې برخه دې د پنبې تولیدونکو او دځنګلونو برخه دې هم اړوندو ولایتونو ته ولېږدول شي. له دې کار څخه د ولسمشر څو موخې دي، لومړی دا چې یاد وزارت به د کابل محوره پرځای عملاً افغانستان محوره شي. په ولایتونو کې به کار ایجاد شي. کروندګرو ته به د سلا مشورو لپاره کابل ته د راتګ اړتیا نه وي، بلکې دوی به په خپلو ولایتونو کې د کرنې متخصصین او سلاکاران ولري.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني همدارنګه په جنیوا کنفرانس کې وویل: ”د ودې پر وړاندې تر ټولو د پام وړ خنډ کرنیز سکتور دی، هغه سکتور چې زموږ د ٪۴۰ وګړو د ژوند پر مخ وړلو وسیله ده. د زعفران، انار او پستې په څېر ګران بیه فصلونو د اپین پر وړاندې ښه بدیل کېدی شي. ستاسې په هېوادونو کې د واردونکو اتحادیې، ساینسپوهان، ماهرین او پوهنتونونه موږ سره مرسته کولی شي تر څو د ارزښت او پلور ، یو ځنځیر رامنځته کړي چې له دې لارې متقابلې ګټې تر لاسه کړو.“
د ترانزیتي لارو او هوایي کوریډورونو له پرانیستلو سره اوس د کرنیزو محصولاتو نړیوال بازارونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي او دا هم د بزګرو د ژوند د ښه والي او هم د دې لامل کېږي چې هغوی په خپلو کروندو زیات تمرکز وکړي، پرېمانه محصولات تولید کړي او ترڅنګ به یې صنعتکاران دېته وهڅېږي چې افغاني محصولات په ښه توګه او نړیوالو معیارونو برابر پورسس او بسته بندي کړي تر څو د نړیوالو د لا زیات پام وړ ګرځي.
وروستي