
ولسمشر غني د افغانستان په اړه جنیوا کنفرانس کې د وینا پرمهال وویل:” د روان کال په جریان کې موږ د ښوونې او روزنې سکټور لپاره د اصلاحاتو یوه جامعه طرحه جوړه کړه چې له مخې به یې په دوو کلونو کې د ۶۰۰۰ ښوونځيو جوړولو ته منابع ځانګړې شي او په راتلونکو پنځو کلونو کې ۳۰،۰۰۰ ښځینه ښوونکي استخداموو. د ولسي تړون برنامو له لارې خلک زموږ د پرمختیایي ملي پروګرام،په دې پروسه کې موږ سره شامل دي او د ښوونځیو په رغاولو کې ونډه لري، چې دې کار سره د ښوونځي د جوړولو لګښت له ۲۵۰،۰۰۰ ډالرو څخه ۳۰،۰۰۰ ډالرو ته را ټیټ شوی.”
د حکومت د دغو هڅو ترڅنګ د زده کړو کیفیت ته اساسي پام پکار دی، ځکه چې لا هم په هیواد کې د زده کړو وضعیت د قناعت وړ نه دی. له یوې خوا د مسلکي ښوونکو د کمبود ستونزه لا نه ده هواره شوې، له بل لوري همدا نیمه مسلکي ښوونکي هم خپلې دندې او زده کوونکو ته هغسې تعهد نه لري لکه څنګه چې ښایي. د ښوونځي اداري هم د زده کوونکو په اداره کولو کې تقریباً پاتې راغلي دي، د ټولګیو حجم او د مضامینو زیاتوالی بله هغه ستونزه ده چې حل ته یې باید اساسي پام وشي.
دا مهال په ټولګیو کې د زده کوونکو شمېر دومره زیات دی چې د ښوونکو زیات وخت د تدریس پرځای د زده کوونکو په کرارولو او مهارولو لګېږي. سره له دې چې ولسمشر غني د تعلیمي کال د پرانیستې پرمهال ویلي و چې د ښوونځیو په نصاب کې د بدلون ترڅنګ به د مضامینو او کتابونو شمېر هم په پام وړ توګه راکم کړي، مګر د ولسمشر دغه لارښوونه چې پوهنې وزارت ته یې کړې وه لا تراوسه هم نه ده عملي شوې.
حکومت ته ښایي چې د هیواد د روښانه راتلونکي په خاطر د زده کړو اوسنی نظام په اساسي توګه اصلاح کړي، ځکه تر هغو چې په دې برخه کې بدلون رانشي، نو زده کوونکي به په اساسي توګه ونه روزل شي او نه به داسې څه زده کړي چې ټولنې او هیواد لپاره په درد ولګېږي.
جمهوررئیس غني وایي: ”موږ همدا راز مسلکي او تخنیکي زدهکړو باندې تمرکز کوو، چې دغه ډول زدهکړې په سکنډنویایي هېوادونو او سویتزرلنډ کې د انکشاف اساسي عمل دی. موږ باید خپلو خلکو کې داسې مهارتونه ترویج کړو چې د دندې په موندلو کې ورسره مرسته وکړي او د بازار تقاضا رفع کړي. که پر دې تمرکز ونه کړو، موږ به داسې ځوانان ولرو چې د پوهنتون ديپلوم به ورسره وي خو مهارت به نه لري چې د هغه په اساس استخدام شي، چې دا په خپله جنایت، راډیکاليزم او مهاجرت ته لاره هواروي.“
د زده کوونکو کورنۍ او په لویه کې ولس او هم په خپله ولسمشر غني د زده کړې له اوسني نظام څخه راضي نه دی. په دې برخه کې لا ډېر کار، تمرکز او اصلاحاتو ته اړتیا ده. دغه اصلاحات باید له همدا نن څخه پیل شي. په ژمنیو رخصتیو کې دومره کار او پرمختګ باید وشي چې نوی ښوونیز کال له نویو بدلونونو او اصلاحاتو سره پیل شي. هم زده کوونکي او هم د دوی کورنۍ د خوښۍ احساس وکړي.