پولیس لا هم روزنې او اصلاحاتو ته اړتیا لري

د ملي پولیس دنده جنګ نه، بلکې د قانون تطبیق، د جرمونو مخنیوی او د ټولنې د نظم تامین دی، مګر له بده مرغه د ولسمشر کرزي پرمهال ملي پولیس له خپلو اصلي دندو څخه جنګ ته سوق شوي وو، په داسې حال کې چې جنګ د ملي پولیس نه، بلکې د ملي اردو د سرتېرو دنده ده.

هغه مهال چې ملي پولیس جنګ ته سوق کېدل، نو د دوی په استخدام کې شفافیت او قانوني پروسیجر نه مراعتېده، له کلیو، لارو او کوڅو به یې خلک راوستل، دریشي به یې ور اغوستله، وسله به یې په لاس ورکړه او د جنګ سیمو ته یې استول، نو له همدې امله دغه د پولیسو په لباس کې استخدام شوي کسان اکثره وخت له خلکو سره د ناوړه چلند لامل کېدل. دوی به خلک ځورول، په فساد او قاچاق کې ښکېل شول او ډېرو نورو کارونو ته یې لاس واچاوه چې ورځ تر بلې د حکومت او ولس تر منځ د واټن لامل کېده، ځکه دوی ته مناسبه روزنه نه وه ورکړل شوې او نه هم خلکو ته د خدمت په اړه ورڅخه تعهد اخیستل شوی وو.

ولسمشر غني په دې برخه کې، اصلاحات، وضاحت او بدلون راوړ، نظم عامه او سرحدي ځواکونه یې د کورنیو چارو وزارت له تشیکل او چوکاټ څخه ملي دفاع وزارت ته ولېږل. ملي پولیس یې له جنګه راوګرځول او دوی یې یوازې د قانون تطبیق، د جرمونو او جنایتونو مخنیوي او د ټولنې نظم ته وګومارل.

سره له دې چې زموږ ملي پولیسو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې اتلولۍ وکړې، په مېړانه وجنګېدل او بېدرېغه قربانۍ یې ورکړې، مګر په ډېرو ځایونو کې دوی د خشونت لامل هم شول. له دوی څخه شکایتونه هم وشول او له همدې امله د پولیسو په لیکو کې مسلکي پوهې، روزنې او د دوی د چلند بدلون ته جدي اړتیا ده.

د پولیسو لوړ پوړي رهبري په کچه اصلاحات راغلي او دغه اصلاحات به همداسې ادامه ولري، تر څو د پولیسو لیکو ته ورسېږي. د فساد مخه ونیول شي. د دوی مسلکي پوهه او وړتیاوې وروزل شي او په چلند کې یې پام وړ بدلون راشي.

ځکه ډېر وخت خلک د پولیسو له خوا ځورول کېږي او بډې ترې غوښتل کېږي. د پولیسو د اصلاح لپاره یوې اصلاحي برنامې ته اړتیا شته. ځکه د ملي اردو او نوور امنیتي ځواکونو په پرتله زموږ ملي پولیس له خلکو سره زیات سروکار لري او له دوی سره په اړیکه کې وي، نو د پولیس او ولس ترمنځ اوسنی وضعیت چې په شکایتونو او بې باورۍ ولاړ دی باید بدل شي.

تر هغوی چې پولیس اصلاح نه شي، چلند یې مسلکي نشي او له ولس سره یې خواخوږي زیاته نه شي، نو نه ورباندې ولس باور کولی شي او نه هم ورسره همکاري کوي، مګر که پولیس د ملي اردو د منسوبینو په څېر له ولس سره همغږی او همکار شي، نو د ډېرو جنایتونو مخه نیول کېږي، ځکه ولس د مشکوکو کسانو او پېښو په لیدلو سره پولیسو ته خبر ورکوي او پولیس یې مخه نیسي، نو ملي پولیس باید لا ډېر اصلاح او مسلکي شي.