
فساد، فتنه او فاجعه د خبیثه حلقې جوړونکي فکټورونه دي چې د زنځیر د کړیو په څېر له یو بل سره تړاواو یو پر بل مستقیم اغېز لري. په لویه کې دا درې واړه ټولنه د هلاکت او فلاکت لورته وړي، ځکه موږ عملاً ولیدل د سپتمبر له پېښې او په افغانستان کې د موقت حکومت له تشکیل او هغه راوروسته چې څومره فساد په افغانستان کې پراخېده، نو همغومره یې د ټولنې نظم او عامه تاسیسات خراب کړل.
د همدغه فساد له امله زورواکي او د قانون پر وړاندې بېباکي زیاته شوه، هر څوک په خپل سر شو، دولتي ادارې فاسدې او د خدماتو پرځای په دوکانونواو د حرامو پیسو د پیداکولو په منابعو بدلې شوې. بالاخره ورځ تر بلې د حکومت او ولس تر منځ واټن، شک او بې باوري زیاته شوه.
فساد د خبیثه حلقې هغه خطرناکه کړئ ده چې د فتنې لامل کېږي او فتنه په ټولنه او هیواد کې نظم او نظام له منځه وړي. په تېرو څلوېښتو کالو کې موږ او تاسو عملاً ولیدل فساد راغی، فساد پسې فتنه راغله، فتنې پسې فاجعه راغله. د همدغه فساد، فتنې او فاجعې له امله د جهاد لوی برکت ضایع شو، نو له دې امله دا د خبیثه حلقې ماتول یو مهم ضرورت دی تر څو یې په مقابل کې نجیبه حلقه پراخه شي، وغوړېږي او پیاوړې شي.
نجیبه حلقه کوم شخص، حزب او خېل نه دی، نجیبه حلقه عدالت، قانونیت او حاکمیت دی چې له قانون څخه سرچینه اخلي. منشا یې د اسلام د ستر لارښود سیرت او د خلفای راشدینو کړنې او اعمال دي.
ولسمشر غني کوښښ کوي چې د قانون د حاکمیت له لارې د خبیثه حلقې د ماتولو او د نجیبه حلقې د پیاوړي کولو عملي اقدامات لا پراخه او بنسټي کړي، له همدې امله یې په زورواکانو پسې را اخیستې، ځکه د فساد، فتنې او فاجعې عاملین همدغه زورواکان او غیر مسوول وسلوال دي چې نه خدای ته غاړه ږدي، نه قانون ته غاړه ږدي او نه خپل ولس او خلکو ته درناوی لري. دوی د اجورتي قاتلانو په څېر د ولس وینې زبېښي، ژوند یې ګواښي او شتمني یې لوټي.
افغانستان ډېر اوږد او روښانه تاریخ لري، زموږ خلکو زرګونه کاله په دې وطن کې د عزت او وقار ژوند کړی، دا ملت عظیم ولس دی. دا ملت فاسد ندی، یو اقلیت د دې ملت د وروستیو جګړو او مهاجرتونو له امله فاسد شوی دی. له خپلو ارزښتونو څخه لیرې شوي دي. د دې اقلیت باید مخنیوی وشي. مګر دا مخنیوی په دې نه کېږي چې کله حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغوی پر وړاندې اقدام وکړي او موږ یې د قوم او حزب په نوم ملاتړ ته راووځو او د خوشې کولو هڅې یې وکړو.
غل او فاسد نه قوم لري، نه وطن لري، نه ارزښتونه لري او نه کوم اجتماعي او اخلاقي قرارداد ته درناوی لري، نو په دې برخه کې باید د حکومت ملاتړ وشي، په حکومت فشار راوړل شي چې د هغه د نیولو هڅه وکړي، تر څو دغه خبیثه حلقه ماته او زموږ خلک او ټولنه یې له شر څخه د تل لپاره خوندي شي.