پاکستان او ترکيه

په ۲۱ پیړی کې د ټولو ستر هدف د بشري کتلو ذهنیت او تفکر تر کنترول لاندې راوستل دي، نو اوس ددنيا اصلي واکداران دا پلان لري چې ددې ذهنيت په واسطه چې ددوي د پوهنتون، ددوي د کتاب، ددوي د میډیا د دوي د تيوريو څخه تغذيه شوي دولتونه اداره کړي.

پدې معنا دوی بشري کتله پخپل واک کې لري او کولی شي ددې په واسطه دولت وګواښي او خپلې غوښتنې ورباندې ومني.

فرانسه همدا اوس دا حال تجربه کوي او اکثریت اروپا به دا ورځ وويني. دا نسل يو پلاستيکي او سست روح لري،خپل هره نفسي غوښتنه د شهوت، د ځان مهم بللو يا ستايلو د مادي امکاناتو هره غوښتنه فورا پوره کول غواړي.

دوي د معنوي تشې سره مخ دي او په عادي څوخلو سره ورباندې لوي حرکتونه پيل کېږي چې څو ورځي وروسته نور هغه حرکت ددوي له واکه هم وزي.

پدې برخه کې مسلمان ملتونه تل همداسې تربيه شوی ،د پنځو حواسو په بنسټ يوه ګوماني‌‌عقيده يو داسې ايمان چې يو ګمان دي د تحقيق خالي او هر تحقيق د بي ايماني پيل ګڼي ځکه دا عقيده ميراثي ده.

دوي مسلمان ملتونه کلونه‌پدی طريقه ويده‌کړل‌ اوس که پدې مسلمانو دولتونو کې ځينې نسبتا ملت پرست مشران او خلک وي پدومره کلونو کې يي يوه لاره سنجوله.

دنسبي اقتصادي ځواک په ترلاسه کولو همدا ويده عقيده کولی شي دا مسلمان هيوادونه پخپله ګټه استفاده کړي حال دا چې تر ننه غربیانو استفاده کول.

پدې هکله پاکستان او ترکيه فعال ښکاري، د ترکيې ولسمشر غرب خپل دښمن ملت ته ثابت کړي او ځان ئي د مسلمانانو نماينده يا لږترلږه د امریکا او کفر خلاف کس ښودلی اوس چې ترکیه کې هرڅه غربي تبليغات وشي حکومت يي د پوره مشروعیت سره ټکوي ځکه وايی دا بهرني مداخله ده. او خلک هم تر ډېره همداسې فکر کوي.

پاکستان کې هم اوس عمران خان د امریکا په وړاندې پاپوليست موقف نيسي او مسلمانانو احساسات پخپله ګټه کاروي،په مسلمانه ټولنه کې د امریکا غوندې کفر دښمني که څه هم ظاهري وي لوی مسلمان توب ګڼل کېږي.

پدې ډول پاکستاني مسلمانان هم وايی زموږ مشر د کافرې امريکا سره ډغرې وهي اوس که پاکستان کې يو طرف نه د دولت هره ناروا نشي ليدلی که څوک يي ياده کړي هم خلک هم دولت وايی دا د امریکا،هند او اسریلو کار دي.

او يادوونکي کسان هم دولت په ښکاره ځپلي شي.
د افغانستان د حکومت په هکله پورته تحليل ځاي نلري په افغانستان کې حکومت د شاه شجاع د وخت نه هم په بې ساري ډول د غرب غلام دی حتي ولسمشر په سل ناز او پياز سره د امریکا ولسمشر ټرمپ ته د افغانستان کانونه پیش کوي هغه يي نه اخلي ،په افغانستان کې داسې څه ته اړتيا نشته.