کله چې موږ خواړه وخورو نو په پايله کې په ګلوکوز يا شکر بدلیږي،چې وروسته دا د بدن ټولو حجرو ته رسول کېږي،حجرو ته د ګلوکوز د رسولو دنده د بدن دوينې د دوران په واسطه کېږي، يانې وينه ترحجرو دا ګلوکوز رسوي.
خو حجرې ته ددې ګلوکوز دننه کولو لپاره د انسولين هورمون حياتي ارزښت لري،که چېرته په کافي اندازه د انسولين هورمون شتون ونلري نو ګلوکوز يا شکر په وینه کې پاتې کېږي او نشي کولی حجرې ته دننه شي.
يانې په وينه کې د شکر د لوړېدو اصلي عامل د انسولين د هورمون کم والی يا نشت والی دی.
د انسولين بله دنده دا هم ده چې کله په وينه کې شکر د اړتيا څخه زيات شي نو د انسولين په مرسته ځګر ګلوکوز ګلايکوجن ته اړوي او هلته یې ذخیره کوي.
په وينه کې د شکر اندازه د 70mg/dl او 100mg/dl ترمنځ وي،که چېرې دا اندازه تر126mg/dl واوړي نو دا د شکر د ناروغی ترټولو ښکاره اشاره ده.
د شکر د کنترول لپاره د انسولين هورمون اړين دی او د انسولين لپاره د پانکراس د غدې روغتيا اړينه ده.
د شکر ناروغي په دوه ډوله ده.
اول ډول :په دې ناروغی کې پانکراس په کمه اندازه انسولين هورمون توليدوي،چې نشي کولی د شکر اندازه کنترول کړي،خو پوښتنه داده چې ولې د پانکراس غده نشي کولی په کافي اندازه انسولين هورمون توليد کړي؟
د بدن دفاعي سيستم په مختلفو ويروسونو او باکتریاو حمله کوي او هغوی له منځه وړي کله کله د يو نامعلوم سبب له کبله د وجود دفاعي سيستم ديو بې نظمی په اساس په خپلو حجرو حمله کوي.
په دې ډول شکر کې هم دپانکراس د غدې په بيټا حجرو د بدن دفاعي سيستم حمله کوي او کله چې ددې حجرو تخریب80% ته ورسېږي نو نور پانکراس دانسولين هورمون په لازمه اندازه نشي تولید کولی او په دې ډول نور نه په ځګر کې اضافي ګلوکوز يا شکر ذخیره کېږي او نه د حجرې د ننه د مصرف کولو لپاره دننه کېدی شي په وينه کې د شکر اندازه لوړېږي او د شکر لومړی ډول ناروغي رامنځته کېږي.
دوهم ډول شکر ناروغي:پدې ډول شکر ناروغی کې پانکراس کافي اندازه انسولين هورمون توليدوي خو د بدن په حجرو کې د انسولين د هورمون ریسیپتور يانې قبلونکي نشته، دغه رېسېپتورونه نشي کولی د انسولين هورمون وپېژني او پدې ډول د انسولين هورمون په وړاندې حساسيت زياتېږي او که هورمون موجود هم وي کار نکوي.
په دې ډول بيا هم د انسولين هورمون خپله دنده نشي ترسره کولی او په وينه کې د شکر سويه لوړېږي.
نښې نښانې:
1-زيات تږي کېدل
2-ژر ژر تشې متيازې کول
3-ستړي توب او خسته توب
4-دوزن بايلل
5-پيکه ليدل
6-زر زر وږي کېدل
#پاملرنه: ددې نښو نښانو ليدل قطعا د شکر د ناروغی د شتون په مانا ندي،د تشخيص لپاره بايد په وينه کې د شکر اندازه وکتل شي،هغه هم بايد د څه وخت لپاره همداسې ثابته لوړه وي که نه کله ناکله د شکر لوړېدل نورمال دي.
درملنه:
د شکر د ناروغی په تداوی کې هڅه دا وي چې د شکر اندازه په نورمال سطحه کې وساتل شي،ځکه داوږد وخت لپاره مسلسل دشکر لوړوالی،د وينې رګونه،پښتورګو،سترګو عصبي سیستم او نورو ته سخت زيان رسوي.
د شکر داندازې د نورمال ساتلو لپاره وړاندې شوي درمل چې پدې کې ترډېره د انسولين هورمون د پیچکاری يا قلم په واسطه وي منظم اخیستل،هره ورځ فزیکي فعالیت او سپورت کول او ددې ترڅنګ په خپلو خوراکي لېست کې د هغه خوراکونو څخه چې پکې زياته اندازه کاربون هيدرات شتون لري پروهېز کول حیاتي اهمیت لري.
وروستي