زموږ د هېواد تاریخ ددې پېښو ډک دی چې په تخت او څوکۍ پلار زوی او زوی پلار وژلی وي.
اوس چې په افغانستان کې په ظاهراً د تخت او څوکۍ لپاره مشر او څښتن د ملت په خوښه ټاکل کېږي نو دا د وژنو چاره په مؤقتي ډول درېدلې.
خو افغانستان اوس هم په جګړه کې دی،د جنګ نه تغذیه شوي جنګ ماران لاهم سرې سترګې ګرځي،او دا امکان لرې نه دی چې بيا د چوکی لپاره وينې تويې شي. تېرې ټاکنې دې ته مثال دی چې د ټاکنو پايلې ډاکټر عبدالله عبدالله نه منلې او د موازي حکومت د اعلان خبرونه یې ورکول.
ولسمشر غني دا حالت وخيم وګاڼه او حکومت یې د خپل رقيب سره ووېشه خو کلکه وعده یې وکړه چې د ټاکنو کميسيون کې به اصلاحات راولي ترڅو راتلونکو ټاکنو کې ملت او هیواد دداسې چارو سره مخ نشي.
خو په پنځه کلنه دوره کې ولسمشر غني په کميسيون کې داسې اصلاحات راوستل چې کميسيون ۷ میاشتې ځنډ سره د هيواد د ولسي جرګې د ټاکنو پايلې اعلان کړې.
دا د هيواد او نړی په تاریخ کې د ولسواکی په مخ تور داغ دی،دا ټاکنې چې کېدې نو د رڼا ورځې فساد،د خلکو کم ګډون او حتی په پلازمېنه کابل کې د رايو د مرکزونو د نيمې ورځې د بند والي او زرو بې شرمیو ډکې وې.
خو دا هم وشوې، لومړی څو مياشتې وروسته لومړی پايلې اعلان شوې،ددې سره ځينې وکيلان لاس پکار شول او د کميسيون خوله یې خوږه کړه په وروستیو پایلو کې یې ځانته ځای پیدا کړ.
همداسې د ولسي جرګې د لومړيو او وروستیو پایلو کې بريالي مطلق اکثریت کسان لوی شتمن خلک دي،د هېواد حالت ټولو ته معلوم دی ددوی د سرمايو سرچينه هم ښکاره ده،چې د امريکايانو قرارداديان او کمپاینيان دي.
اوس نو ملت ددې قرارداديانو څه تمه لري چې دوی به پيسو ته ټينګ شي؟دوی د پيسو لپاره د خپلو هیوادوالو سرونه شيندلي رایې څه دي؟ دلته يوې خواته کمپايني قرارداديان بلخوا په ارګ کې مدرن په بیروت کې روزل شوی قرارداديان ګمارل شوي
.
ولسمشر ددې په ځای چې په کميسيون کې اصلاحات راولي کميسيون یې ترپخوا هم وشرماوه پخوا که فساد و اوس چور دی. دا هرڅه داسې نه دي چې ارګ نه ورباندې پوهيږي بلکې ارګ یې شریک دی ددې نقشې پلی کوونکی ارګ دی.
پښتون ملت بايد لوی تصوير ته وګوري د پېښو څخه د ځمکنیو حقایقو په بنسټ تحليل وکړي سره کرښه قانون وټاکي که نه په کنځلو او ښېراوو څه نه کېږي.
پښتون بايد د سیاست په نوم دروغ پرېږدي د حقيقت بیرغ په لاس کې واخلي او خپل ملي او اسلامي حدود په نره وګټي.
وروستي