د کافر کلمه، په رښتيا قرآن چاته کافر وايي؟


کافر کلمه د کفر فعل مرتکب شوي کس ته کارول کېږي، کفر په لغوي مانا کې پټولو ته وايي، زموږ په ټولنه کې ډېر کله کافر هغه چاته ويل کېږي، چې د اسلام پرته د بل دين منسوب وي، يا هېڅ د الله ج شتون نه مني او يا هم‌ په کوم ډول چې موږ اسلام منلی، هغه ډول یې نه مني.

د اسلامي علومو په تشريح کې ډېر کله د کلمې بنسټ تر اخره نه تعقيب کېږي، د مثال په ډول د تقدير کلمې بنسټ مقدار او اندازه ده، خو اسلامي علماو دا بنسټ ډېر کم پاللی او نور تللي تقدير یې د الله ج د عبدي علم، هر څه مخکې تر مخکې ليکل غوندې تشریح کړي، کوم چې تر ډېره ښه نه دي تشريح شوي.

همداسې د کفر او کافر کلمه هم په بنسټيزه سلسله نه ده سپړل شوې، په خپله دا يو ډېره حساسه کلمه ده، په قرآن کریم ۴۶۴ ايتونو کې ۵۲۵ ځله په مختلفو بڼو لکه کفر، کافر، يفکر… کارول شوې، که څه هم زموږ ټولنه د کافر د کلمې څخه ډېر کله منفي برداشت لري خو په ټوله کې دا کلمه هم منفي هم مثبت کارول شوې، د کفر درجې، د کفر ډول یې هم د کېدونکي کفر سره اړه لري، يانې که يو څوک په حقیقت پوه وي، بيا هم په حقيقت سترګې پټې کړي او د مظلوم په ځای د يوه ظلم سره صف ونيسي، دا هم کفر شو، خو دا کفر هغه کفر نه دی کوم چې سړی ورباندې د دين څخه اخراج کېږي.

د مثال په ډول د نسا سورة ۳۱ ايت ته پام کوو:
سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۳۱
إِن تَجْتَنِبُوا كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًا كَرِيمًا
كه تاسې له هغو سترو ګناهونو څخه ډډه وکړئ چې تاسې ورڅخه منع شوي یئ؛ نو ستاسې قصورونه (کوچني‌ ګناهونه) به کفر کړو او تاسې به يو کريم ځای ته دننه کړو.

دلته د «نکفرو» کلمې مانا پټول دي، يانې خالق تعالی وايي که چېرې تاسې د کبايرو څخه ډډه وکړئ نو په وړو ګناوو به مو موږ پرده واچو او پټ به يې کړو.

همدا ډول د الحديد په سورة کې بيا د الکفار کلمه د دهقانانو لپاره کارول شوې، دلته د دهقانانو څخه مطلب دا دى چې هغه خلک چې تخم په ځمکه کې خښوي او پټوي، يانې د کفر او کفار کلمه د موجود او د پټولو د شکل سره تړاو لري.

دلته د پام وړ يوه خبره دا هم ده چې د کفر ترسره کولو سره د يو انسان د کافر کېدو شرط دا دی چې د مسلې په حقيقت پوه وي او بيا هم د هغه څخه انکار کوي، له همدې کبله په قرآن کریم کې د کافر او دروغ ويونکي يا دروغ بلونکي کلمه ډېر کله د يو بل ترڅنګ راځي، يانې يو سړی حقیقت ويني، بيا وايي چې دا دروغ دي او هغه حقيقت پټوي، د مثال په ډول د بقره سورة په ۳۹ ايت کې «وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِـَٔايٰتِنَآ أُولٰٓئِكَ أَصْحٰبُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خٰلِدُونَ»
او هغه څوک چې ايتونه مو دروغ ګڼي او کفر کوي، دوی په اور محکوم دي او تل به هلته پاتې کېږي.

په پورته آيت کې هم هغه کسان چې د خالق تعالی آیت دروغ بولي کفر کوونکي بلل شوي، همدا ډول کله چې خالق تعالی د بنده په ګناهونو ښه پوهېږي هم بيا يې هم پټوي، يانې د کفر لپاره په يو شي پوهېدل او وروسته هغه ترسره کول پکار دي، د کفر کلمه نظر، فعل او فاعل ته بدلون کوي.

په بل ايت کې د آل عمران ۷۰
يٰٓأَهْلَ الْكِتٰبِ لِمَ تَكْفُرُونَ بِـَٔايٰتِ اللَّهِ وَأَنتُمْ تَشْهَدُونَ
ای اهل کتابو! ولې د الله په ايتونو کفر کوئ، په داسې حال کې چې تاسې شاهدان ياست؟

په دې ایت کې هم الله تعالی هغه اهل کتابو ته چې د الله تعالی په ايتونو شاهد دي، ورباندې پوهېږي او خبر هم و، وايي چې ددې سره ولې بيا هم کفر کوئ، يانې د کافر کېدو لپاره يو کار بايد شعوري شوی وي، په غلطۍ د يوې کلمې د ويلو او نورو داسې خبرو چې نن سبا زموږ په ټولنه کې سمدلاسه ورباندې سړی کافر اعلانېږي، يو سړی هېڅکله نه کافر کېږي.