
امنیت او ثبات د ښې حکومتولۍ لپاره همدومره اړین دي لکه هوا، اوبه او خواړه چې د ژوند او ژوندي پاتې کېدو لپاره اړین دي، مګر اوس چې له یوې خوا د څلوېښتو کالو جنګ ځپلی افغانستان بېرته په امن او باثباته هیواد بدلوې او له بل لوري ښه حکومتولي په کې بنسټي کوې، نو دا د ډېر کار ترڅنګ ستراتیژیک، دقیق او هر اړخیز فکر او ټولنیز تطبیقي پلان ته هم اړتیا لري.
ولسمشر غني ته څلور کاله وړاندې هیوادوالو په همدې خاطر د باور رایه ورکړه او د ټولو نوماندانو په منځ کې یې هغه د ولسمشر په توګه انتخاب کړ چې د هغه په ژمنه، وړتیا او خدمت باورمن وو، په تېرو څلورو کالو کې ولسمشر غني خپله وړتیا او ژمنتیا ثبات کړه او هیوادوالو ته یې حداقل دا وښوده چې دوی په خپل انتخاب او باور کې نه دي تېروتلي، خو دا چې وطن له یوې خوا د ترهګرۍ او استخباراتي جګړې په ډګر بدل دی او له بلې خوا سیاسیون او مافیایي ډلې ورځ تر بلې حکومت او ولسمشر غني ته بېلابېلې ستونزې ایجادوي، نو له دې امله د خلکو ټولو غوښتنو او ستونزو ته پر وخت او موثره رسیدګي نده شوې.
په دې کې شک نشته چې ښه حکومتولي دثبات دټینګښت لامل ګرځي، مګر شته ستونزو او چلینجونو ته په کتو به ښه حکومتولي په اسانه خپلې وزرې ونشي غوړولی. په دې برخه کې یوازې د حکومت په کار هم تکیه نشي کېدلی، بلکې د ولس ملاتړ او هراړخیزه همکاري نهایت مهمه ده. ځکه پر حکومتولۍ باندې له سیاسي اجماع پرته دملت جوړونې او دولت جوړونې پروسه په سمه او چټکه توګه هماغسې چې لازمه ده نه شو تر سره کولای.
نو دا چې حکومت دا مهال له ځانه سره د ولس ملاتړ لري، مګر اوس باید د ګډې همغږۍ او همکارۍ په پایله کې له دغه ملاتړ څخه د ښې حکومتولۍ او د هیواد د سیاسي ثبات لپاره موثره ګټه واخیستل شي.
تر هغو چې په هیواد کې ښه حکومتولي، سیاسي ثبات او د قانون بشپړ حاکمیت نه وي، نو نه به مو خلک د خوندیتوب او ارام احساس وکړي او نه به هم په بهرنیو هیوادونو کې مېشت کډوال هیواد ته د راستنېدو لپاره زړه ښه کړي او تر هغو چې کډوال رانشي، نه به ناخوالې کمې شي، نه به د هغوی له ظرفیت، پانګې او تجربو څخه استفاده وشي او نه به مو هم کډوال ارام او خوندي ژوند ولري.
سیاسي ثبات ولې مهم دی؟ ځکه چې ثبات پر دولت د ملت باور تضمینوي . زموږ شخصي سیاستونه د دولت جوړونې پرهغې پروسه باندې دملت دباور نه شتون پایله ده چې تر مخه یې سیاسي ټیکاو رامنځته کیدای شي. شخصي سیاستونو دټولنیزې بیمې ډول غوره کړی دی او هغه مهال د دې بیمې اړتیا راکمېږي چې خلک له دولت سره په زنځیري ډول ځان په اړیکه کې وویني. له همدې امله باید د دولت جوړونې پروسه د ملت جوړونې له هغې سره یو ځای پر مخ ولاړه شي،چې دمتقابل باور فشا رامنځته شي او موږ د شخصي سیاستونو پر ځای د ملي او ټولمنلي سیاست پر لور مخ پر وړاندې ولاړ شو.
ولسمشر غني هم د ښې حکومتولۍ، هم د سیاسي ثبات، هم د کډوالو د راستنېدنې او هیوادوالو د هوساینې او هم په لویه کې د هیواد د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي، خو درېغه چې جنګ، ناخوالې او د مافیایي کړیو ناغېړی یې پر وړاندې مزاحمت کوي او په اړوندو چارو تمرکز یې خرابوي.