
د هیواد ثبات او ټیکاو د ټولو په ځانګړې توګه د د ځوان نسل لویه هیله او غوښتنه ده، مګر دغه غوښتنه یوازې په هیله نه پوره کېږي، بلکې د دې لپاره عملي او مهم ګامونه او اقدامات پکار دي. تر هغو چې موږ د اقتصادي ودې په اړه تمرکز ونه لرو، خپلې عایداتي سرچینې زیاتې او سمې مدیریت نه کړو، نو همدغسې به د پردیو خیرات ته ناست یوو، ثبات ته رسېدل به همداسې یوازې یوه هیله پاتې وي، نو پکار دی چې عملاً لاس پکار شو، ځکه افغانستان په بهرني خیرات ژوند نه شي کولای.
کوم دولت چې خپله عادي بودجه له خپلو کورنیو عوایدو برابره نکړای شي، نو نیمګړی دولت بلل کیږي. ولسمشر غني په پام کې لري چې تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغانستان حکومت خپله ټوله بودجه له داخلي عایداتو برابره کړي. په دې برخه کې د حکومت د تمرکز له برکته همدا سږ کال ۱۷۰ میلیارد افغانۍ له داخلي عوایدو څخه ترلاسه شوې دي.
افغانستان چې د خودکفایي په برخه کې له نړیوالو سره کومې ژمنې لرلې هغه یې ګام په ګام عملي کړي او ولسمشر غني چې د جنیوا کنفرانس کې نړیوالو ته په دې اړه کوم معلومات ورکړل د هغوی د قناعت او رضایت وړ وګرځېدل. ولسمشر غني په دې هڅه کې دی چې اقتصادي اړخ ته د پاملرنې ترڅنګ داسې مشرتابه رامنځته کړي چې اقتصاد دسیاست، ټولنې او فرهنګ د یو هر اړخیز عنصر په توګه وویني.
کله چې جنګ نه وي، نو د داخلي عوایدو لوړول او د عایداتي سرچینو زیاتول د افغانستان غوندې هیواد لپاره ځکه ستونزمن نه دي چې دلته نه د اوبو کمی شته، نه د زېرمو او نه هم د فرصتونو یوازې ښه مدیریت او رهبري، امنیت او ثبات ته اړتیا ده.
زموږ هېواد د ګڼو اسانتیاو او وړتیاو برخمن دی، خو دې وړتیا ته چې د ملي تولیدي اقتصاد پر بنسټ دخلکو دهیلو دپوره کولو لپاره ددولت اقتصادي بنسټ جوړ کړي ډېره اړتیا لیدل کیږي زموږ دټولنې غوښتنې د هغو ټولنو سره ورته دي چې منځنی پاړکی یې دټولنې ډېره برخه جوړوي خو موږ لا هاغسې منځنی پاړکی نه لرو چې دیو تولیدي نظام پر بنسټ جوړ شوی وي، هغه منځنی پاړکی چې د دې دیارلسو کالو په موده کې رامنځته شوی لامل یې دنړیوالې ټولنې شتون دی. د نړیوالې ټولنې په بدلون سره زموږ د ټولنې او اقتصاد اړخونه هم بدلون مومي له همدې امله باید دکورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو اړخونو تر څنګ ټیکاو او اقتصادي اړخونه هم تر پام لاندې ونیول شي. هماغومره چې زموږ سیاسي او امنیتي ټیکاو مهم دی همداسې مو اقتصادي حالت هم دپام وړ دی.
زموږ د ټولو ستونزو مورینه بدمرغه جنګ دی، ځکه چې جنګ نه وي، نو د کډوالو له راستنېدو سره به یوه عظیمه کتله له نړیوالې پوهې، تجربې او پانګې سره هیواد ته راستنه شي. داسې پانګه چې د هیواد په بیارغاونه، اقتصادي وده او د داخلي عوایدو د لوړو په برخه کې هم ځان او هم خپلې ټولنې او هیواد ته پام وړ کار او خدمت کولی شي، ځکه په عرب متحده اماراتو، اروپایي هیوادونو کې د افغانانو پرېمانه مالي او بشري پانګه موجوده ده چې د هیواد د ابادۍ لپاره ورڅخه پام وړ استفاده کېدلی شي.