
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د جمهور رئیس غني په ګډون د اداري فساد پر ضد د مبارزې د نړیوالې ورځې په پلمه جوړه شوې غونډې ته د وینا پرمهال ولسمشر غني وویل: ”دلته غواړم یوه یادونه وکړم هغه دا چې د ملي وحدت حکومت د ځوانو لوړ پوړو چارواکو شبکې په داوطلب ډول په خپل نوښت یو ژمن لیک برابر کړی دی چې د دغه ژمن لیک له مخې دوی په خپلو ورځنیو رسمي او شخصي ژوند کې یو لړ اخلاقي کوډونه په ځان منلي دي، چې نن دوی غواړي زما په حضور کې دغه عملي ژمن لیک امضا کړي، دلته له ولید تمیم صاحب څخه مننه کوم چې د دغې طرحې په ترتیب کې یې زحمت ویستلی دی.“
دا د افغانستان په تاریخ کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې هغه بېساری اقدام دی چې لوړ پوړي مقامات یې له خپله ځانه پیلوي. دا یو دیني اصل دی چې سمون او اصلاح به له ځانه پیلوې، ځکه تر هغو چې ځان اصلاح نه کړې، نو نه بل ته د اصلاح سپارښتنه کولی شې او که یې وکړې، نو هغومره اغېزناکه نه وي لکه تمه یې چې کېږي.
د ولسمشر غني په مشرۍ ملي یووالي حکومت لا له لومړي سره د اداري فساد پر ضد د مبارزې ژمنه کړې او په دې برخه کې یې جدي ګامونه اخیستي، خو درېغه چې په هیواد کې د پراخ اداري فساد د شتون له امله دغې مبارزې لا هغسې رنګ او اغېز نه دی لرلی لکه خلک یې چې توقع لري.
مګر حداقل دا ډاډ موجود دی چې ولسمشر غني او د ده حکومت د فساد پر ضد مبارزې لپاره نه یوازې ژمن دی، بلکې عملي ګامونه اخلي او دغه د ژمنلیک لاسلیک یې یو غوره او بېساری اقدام دی. ځکه تر هغو چې مشران پاک نفسي او ژمن نه وي، نو دا وېره موجوده ده چې تر لاس لاندې اداره او کارکوونکي هم ورسره په فساد کې ښکېل شي.
اداري فساد د افغانستان لپاره په ناسور او سرطاني ټپ بدل شوی، ځکه د همدغې بدې پدیې له امله ادارې کاواکه او غیر فعالې شوي، د خلکو کارونه او د خدمتونو برابرول ځنډېدلي او بې کیفیته شوي، د حکومت او ولس تر منځ واټن رامنځته شوی او تر ټولو بده لا دا چې په نړیواله کچه د افغانستان حیثیت متضرر شوی دی.
د اداري فساد پر ضد مبارزه د حکومت انتخاب نه، بلکې مسوولیت دی، مګر په دغه مسوولیت کې موږ ټول شریک یوو هم د فرد او هم د ولس په توګه، ځکه تر هغو چې ولس په دې برخه کې همکاري ونه کړي، نو باور مې نشي چې حکومت دې په یوازې ځان د فساد په مخنیوي کې موثر ګامونه پورته کړای شي.
باور دی چې د حکومت د لوړ پوړو مقاماتو له لوري د فساد ضد مبارزې د ژمنلیک لاسلیک به دغې مبارزې ته سرعت او موثریت ورکړي او که خدای کول د ولس په همکارۍ به په هیواد کې بنسټي شوی فساد ژر له منځه لاړ او ځېلې به یې وچې شي، خو په دې شرط چې ولس او مسوولین په دې برخه کې صادقانه ګامونه واخلي.