
په افغانستان کې د ښوونځي او مدرسې، د ارګ او جومات، د عالم او معلم او د ملا او امي ټکر، اختلافات او که لا لږ نور یې هم واضح ووایم بدبیني د وخت د ځینو مسوولینو له کړنو سرچینه اخیستې ، خو له بده مرغه چې د دغو ناسمو کړنو، سیاستونو او چلندونو قرباني ولس ورکړې او لا یې هم ورکوي.
د هیواد د ملي خپلواکۍ د غازي د امان الله خان پر ضد چې کوم بغاوت وشو او له امله یې هیواد د جنګ په لمبو کې وریت شو، د همدغو چلندونو زېږنده و، چې درېغه لا هم دغه د جنګ تاو نه دی سوړ شوی.
د ثور له کودتا وروسته چې چپیانو ته واک په لاس ورغی، نو له علماو او روحانینو سره یې نه یوازې سم چلند نه دی کړی، بلکې دوی یې ځورولي، وهلي، ټکولي او ان وژلي دي او دغو کړنو نه یوازې علما بلکې د افغانستان عام ولس قهرولی او بغاوت ته مجبوره کړی دی.
ولسمشر غني په شعوري توګه د دغه ټکر او واټن د کمولو او له یو بل سره د پخلا کولو ډېرې اساسي هڅې کړي او لا یې هم کوي، د بېلګې په توګه هغه تل علما او روحانیون د ټولنې د ملاتیر بللي او په وضاحت یې ویلي دي چې د ټولنې او خلکو نبص له همدوی سره دی او خلکو ته جهت ورکوي. دا واقعیت هم دی، څومره چې ولس د عالم خبره اوري، د بل هیچا هم نه اوري. د علماو له دغه اغېز او نفوذ څخه باید د ولس او وطن په خیر استفاده وشي.
ولسمشر غني په بېلابېلو مهمو مواردو کې تل له علماو سره مشورې کړي او هغوی ته یې داسې فکر او ذهنیت ورکړی چې دا وطن، نظام او حکومت د دوی دی او دوی یې باید د مالکیت احساس وکړي.
همدا سږکال د مبارک میلاد د نمانځنې مراسمو کې جمهور رئیس غني د علماو په اړه ځینې مهمې پرېکړې وکړې هغه وویل: له دې وروسته دې په ټولو ولایتونو کې د علماوو د شورا ریسان په ولایتي اداري جلسه کې عضویت ولري.
دویم – د حج فریضې د ادا کولو لپاره دې د جوماتونو د ملا امامانو او خطیبانو سهم مشخص او زیات شي.
درېیم ـ له دې وروسته به د حاجي صاحبانو د لارښوونې معلمان د جوماتونو د ملا امامانو له مینځه انتخابېږي او دا وظیفه به د دوی وي.
څلورم ـ د ولایتونو حج او قاف ریاستونه دې د ولایتي ادارې په همکارۍ د جوماتونو ملا امامانو او علما کرامو ته د کمپیوټر د ضروري پروګرامونو د زده کړې صنفونه دایر کړي، ترڅو علما وکولای شي، د دنیا له حال احوال او پرمختګونو نه چې دوی په خپله غوښتنه کړې وه په وخت خبر شي.
دا هغه مهمې پرېکړې دي چې که عملي کولو ته یې پام وشي، نو له دې وروسته به نه یوازې عالم او ملا د تېر په څېر د نظام خلاف ودرېږي، بلکې له دغې ناحیې به نه یوازې د نظام ته د متوجه تهدید وېره وي، بلکې علما به د نظام او حکومت ټینګ ملاتړي وي.