افغانستان له منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې له سره رغاوي

ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین پرمهال د خپل راتلونکي منتخب حکومت بهرنی سیاست په پنځو حلقو ووېشه. د بهرني سیاست د وېش لومړۍ کړۍ یا حلقه ګاونډي هیوادونه دي. د افغانستان د شپږو ګاونډیو هېوادونو له ډلې پنځه یې (تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران او پاکستان) د اسلامي هېوادونو د حلقې اړوند دي چې موږ ورسره مشترک دین او ځانګړې جغرافیوي،سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ځانګړنې لرو.

د افغانستان ثبات او بې ثباتي د دغو ګاونډیو هېوادونو له ثبات سره زنځیري اړیکه لري. په دې مانا چې د دې هر هېواد بې ثباتي زموږ ثبات ته ګواښ دی او زموږ په هېواد کې بې ثباتي دوی ته خطردی. له همدې امله د ولسمشر غني هراړخیز کوښښ دادی چې په لومړي قدم کې له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د سیمه ییز ثبات، امنیت او اقتصادي پراختیا په اړه د همکاریو یوه تړون ته ورسېږي. ځکه ولسمشر غني په دې باور دی چې د هیوادونو ګټې چې څومره سره وتړل شي، نو همغومره د ملتونو ترمنځ خواخوږي، راکړه ورکړه او ارتباطات زیاتېږي او دغه ارتباطات د دوی پر ژوند او خوندیتوب مثبت اغېز لرلی شي.

د افغان ولسمشر د همدغو هلو ځلو له برکته له پاکستان مه واره له نورو ګاونډیو سره سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ زیاتې او دوستانه اړیکې داسې پراخې شوې دي چې تر دې دمخه یې تصور هم نه وو موجود. د همدغو اړیکو له برکته نن سبا د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو تر څنګ د ښو او دوستانه مناسباتو تر څنګ راکړه، اقتصادي او نورې همکارۍ هم زیاتې شوې دي.

ټاپي پروژه، کاسا ۱۰۰۰ او د هرات او کندهار له لارې پاکستان ته د ۵۰۰ میګا واټه برېښنا لېږد، د غازو نل لیکه، د سلما بند جوړېدل، له ترکمنستان څخه اقینې ته د اورګاډي کرښې غځول او د چابهار بندر پرانیسته په سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کې د شویو پرمختګونو څرګندې بېلګې دي. دغه لویې اقتصادي پروژې یوازې د افغانستان او اړوندو ګاونډیو هیوادونو نه، بلکې د سیمې د ټولو هیوادونو د امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره ګټورې دي.

د ولسمشر غني بله مهمه لاسته راوړنه دا وه چې له سیمه ییزې او نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې د ګاونډیانو واحد لیدلوري رامنځته کړل او هغوی یې په دې قانع کړل چې چې د ترهګري تر منځ به د ښه او بد تفکیک نه کېږي او پر ضد به یې قوه استعمالېږي.

په اوفای ښار کې د شانګهای سازمان په غونډه کې جمهور رئیس ترهګري او نشه یي توکي ګډ تهدیدونه وبلل او د هغو پر ضد په ګډه مبارزه ټینګار او موافقه وشوه. دا لومړی ځل وو چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د ترهګرۍ ضد دغه ډول اجماع رامنځته شوه.

د جمهور رئیس غني د هڅو او تمرکز له برکته افغانستان په دې وتوانېده چې له اسیا سره خپلې شلېدلې اړیکې بیا له سره ورغاوي. د مرکزي او جنوبي اسیا په څلور لاره او د وصل نقطه د افغانستان بدلېدل او له ګاونډیو په ځانګړي ډول د مرکزي اسیا هېوادونو سره په اقتصادي، امنیتي، فرهنګي، زیربنایي او اقتصادي برخو کې د تړونونو لاسلیک د دغو پرمختګونو له جملې څخه دي.

د ولسمشر غني د همدغې بریالۍ ډيپلوماسۍ له برکته به که خدای کول افغانستان د ثبات او پرمختګ خاوند شي او د داسې فرصت په توګه به ورته کتل کېږي چې د سیمې د ټولو هیوادونو اقتصادي او تجارتي اړیکې به د افغانستان له لارې تامینېږي، ځکه موږ د اسیا زړه او څلور لاره یوو.