
ولسمشر غني دا خبره ډېره کوي چې ماته حکومت او سیستم نه، بلکې پرزې په میراث را پاتې وې. داسې پرزې چې یوه یې یو ځای او بله یې بل ځای پرته وه. موږ د دغو پرزو په یو ځای کولو او په ماشین بدلولو اخته یوو، ترڅو ماشین له جوړولو وروسته په حرکت راولو.
دا یو واقعیت دی د ولسمشر کرزي په وخت کې چې د پراخ فساد له امله د افغانستان حکومتي ادارې څوکره ککړې، کاواکه، غیر فعاله او فاسدې شوې، په تاریخ کې به یې ډېرې کمې بېلګې ولیدل شي، مګر د ملي یووالي حکومت له لومړي سره د دغو ادارو په پاکولو او فعالولو پیل وکړ. لومړی یې سیستمونه بدل کړل. زاړه او له کاره لوېدلي سیستمونه یې بدل کړل. بیا یې ورته مسلکي کدرونه معرفي کړل. د استخدام په فساد ککړه پروسه یې د ادارو او وزارتونو له واکه واېسته او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون مربوط یې کړه.
د دې ترڅنګ یې په اکاډمیکو مرکزونو خصوصاً د کانکور ازموینې په برخه کې هم پام وړ اصلاحات راغلل، موږ او تاسو ټول شاهدان وو چې د ولسمشر غني له حکومت دمخه د کانکور پروسه کې پراخ فساد او درغلي کېدله. حق حقدار ته نه سپارل کېده. له دې امله زموږ ډېر ځوانان نهیلي شول او دغې نهیلۍ دومره وځپل چېد مخالفینو لیکو ته ورغلل، له حکومت یې واټن ونیوه او د مفسدو اشخاصو او افرادو له امله بېخي د وطن او نظام په وړاندې ودرېدل، په انتحار او انفجار یې لاس پورې کړ. د دغه فساد او بې عدالتۍ قېمت د بې وزله کورنیو اولادونو پرې کړ، ځکه دوی نه واسطه او وسیله لرله او نه یې هم چا غږ اورېدلو.
مګر ملي یووالي حکومت په تېرو څلورو کالو کې د کانکور پروسه اصلاح کړه، شفافیت یې په کې تامین کړ او په یاده پروسه یې د ځوانانو او خلکو باور زیات کړ. دا د ولسمشر غني د فساد ضد مبارزې یوه غوره بېلګه ده چې په لږ وخت یې د ځوانانو لپاره محسوسې او پام وړ پایلې ولرلې.
د دې ترڅنګ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې ډېر داسې وړ، مستعد او وطندوست کسان وو چې لس، پنځلس او ان شل کاله په یوه رتبه پاتې وو، نه یې د سرښندنو او خدمت قدرداني شوې وه، نه یې د حق تلفۍ مخه نیول شوې وه او نه یې هم رتبو ته چې د دوی اصولي او قانوني حق دی پام شوی وو، د دې ترڅنګ په البسه، تجهیزاتو، معاشاتو او نورو اړوندو برخو کې یې هم پراخه درغلي کېدله او دغې درغلۍ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرترېرو په روحیه منفي او بده اغېزه کوله، مګر ولسمشر غني په دې برخه کې پام وړ اقدامات وکړل.
د بېلګې په توګه د مکافاتو او مجازاتو اصل یې تطبیق کړ. حقدار او مستحقو سربازانو، افسرانو او بریدملانو ته توجه وشوه، د دوی رتب اجرا شول. ځینې عمرخوړلي صاحب منصبان تقاعد ته سوق شول. د سرتېرو خوړو او درملو ته اساسي توجه وشوه. د معاشاتو پر وخت اجرا او زیاتوالي ته یې پام وشو. قراردادیان دېته وهڅول شول چې په قرارداد کې ذکر شوي شرایط باید په پام کې ونیسي. د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي وشوه. په فساد کې ښکېل مسوولین حتی د جنرالانو په شمو ل زندانونو ته واستول شول.
جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ستونزو د اورېدو او حل په موخه بار بار د هیواد بېلابېلو قول اردوګانو ته لاړ، هلته یې سرتېري، بریدملان او افسران جلا جلا وپوښتل او هغوی یې وهڅول چې خپلې ټولې ستونزې له ده سره شریکې کړي.
د ولسمشر غني د دغو هڅو او ځانګړې پاملرنې له برکته امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا لا ډېر مجهز شول، دوی عالي مورال خپل کړ او د همدغه مورال له مخې د دښمن پر وړاندې په مېړانه مبارزه کوي.