په افغانستان کې یوازینی مذهبي اقلیت او د کاناډا د پنا ورکولو طرحه!

افغانستان هغه هېواد دی چې لسګونه بېلابیل قومونه پکې میشت دي او په دې ډله کې افغان هندوان او سیکان هم هغه توکم جوړوي چې د هېواد په وروستیو ناخوالو کې یې لکه نور میشت افغان قومونه ګڼې ستونزې ګاللي دي.

د ۱۳۶۹ لمریز کال د یوې سر شمېرنې له مخې، هغه وخت په افغانستان کې نژدې 30000 تنو هندوانو او سیکانو ژوند کولو چې په کابل، کندهار، غزني، خوست او ځینې نورو ښارونو کې مېشت وو او اکثرو یې د سوداګرۍ دنده پر مخ بیوله، خو په هېواد کې د جګړو تر پیل وروسته، د نور ګڼو افغانانو په څېر دلته مېشت هندو او سیک اقلیت هم له دغو جګړو متأثره شو او د دوی جایدادونه او شتمنۍ لوټ یا غضب شوې.

په دې وروستیو کې په هېواد کې میشتو افغان سیکانو ته د کاناډا حکومت لخوا په داسې حال د پنا ورکولو په طرحه کار روان دی چې د پرله پسې څو لسیزو را پدیخوا زمونږ په هېواد کې د اهل هنودو ټولنیز ژوند ورځ تربلې په خرابیدو دی او هره ورځ په یو او بل نوم ځورول کېږي او له بده مرغه حکومتونو هم د دوی د ځان او مال په ساتنه کې بنسټیز اقدام نه دی ترسره کړی ترڅو د افغان هندوانو او سیکانو شته ستونزې د تل لپاره حل شي.

په افغانستان کې د روانې څلور لسیزې غمېزې په ترڅ کې افغاني هندوان او سیکان په پرله پسې ډول دې ته اړ اېستل شوي ترڅو له خپلو سیمو ووزي او ډېرو ښارونو کې د جګړې د وېرې له امله ډېرو سیکانو خپلې سیمې پرېښودلي دي او نورو ځایونو ته کډه شوي دي او په ډېرو سیمو کې د سیکانو جایدادونه د زورواکو لخوا غصب شوي دي چې بېلګه یې د کابل ښار کارته پروان سیمه کې د سیکانو او هندوانو ګڼ کورونه او جایدادونه دي.

او دا یوازې کابل هم ندی، بلکې د هيواد په ډېرو ولایتونو کې ورته پېښې شته چې دا یوه جدي مسله ده چې متأسفانه د طالبانو تر سقوط او په هېواد کې د نظام تر بدلون وروسته هم دا ستونزه حل نشوه.

بل خوا افغان هندوان او سیکان له خپلې خاورې او خپل هېواد سره سره ځانګړې مینه هم لري او په خپله خاوره مین توکم دی، د هېواد په وروستیو جګړو کې یې لکه د نورو قومونو په څېر قرباني ورکړې ده، خو دا مهال یې ماشومان د ښوونې او روزنې په برخه کې ګڼو ستونزو سره مخ دي، د پوهنې په برخه کې د افغان هندوانو او سیکانو یوه بله ستونزه دا ده چې تر دولسم ټولګي وروسته په کانکور آزموینه کې اکثرا د بریاليتوب نمرې نشي ترلاسه کولای او په دې توګه له لوړو زده کړو محروم پاتې کېږي.

پورته یادو ستونزو سره بله ستره ستونزه دا هم ده چې د هندوانو د رسم او رواج او مذهبي دستور سره سره سم سیکان باید خپل مړي وسوځوي او په آزاده توګه خپل مذهبي مراسم ترسره کړي، خو له بده مرغه هغه سیمې چې د سیکانو مړو سوځولو لپاره ځانګړې شوې وې، اوس ورته نژدې کورونه جوړ شوي او د سیمې خلک مزاحمت کوي او دوی نه پرېږدي ترڅو په یادو سیمو کې خپل مړي وسوځوي چې څه موده وړاندې له همدې امله یو شمېر افغان سيکانو په کابل ښار کې یو سوله ییز لاریون هم ترسره کړ.

اوس چې د کاناډا حکومت د افغان هندوانو او سیکانو لپاره د پناه ورکولو په طرحې کار پیل کړی، ډېری هېوادوال یې خواشیني کړي دي او په دې اړه یې بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي. افغان ولس په دې باور دی چې که چېرې افغان هندوانو او سیکانو ته په هېواد کې د آسوده ژوند کولو آسانتیاوې برابرې شي او پورته یادې شوې ستونزې یې حل شي نو سیکان به هم دې ته زړه ښه نه کړي ترڅو د نورو هېوادونو لخوا پنا ومني او خپل هېواد پریږدي.

حکومت ته پکار ده چې د خپلو ټولو امکاناتو څخه په کار اخیستنې سره د افغان هندوانو او سیکانو ستونزې حل کړي، ماشومانو ته یې د تعلیم زمینه برابره کړي، مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره يې ځانګړي ځایونه په اختیار کې ورکړي، د دوی هغه ځمکې چې د زورواکو لخوا غصب شوي بېرته دوی ته وسپارل شي او همدا ډول د ځورونو مخه یې ونیول شي.

که د افغان هندوانو او سیکانو دا ستونزې حل نشي او دکاناډا حکومت لخوا جوړه شوې طرحه ومني نو دا به د افغان حکومت لپاره یو بل شرم وي چې په تاریخ که به یې ساری نه وي.