د افغاني تولیداتو پر وړاندې خنډونه او فرصتونه

د هر هېواد د اقتصادي نظام پیاوړتیا او پرمختګ تر ډېره په کورنیو تولیداتو او بهرنیو هېوادو ته په صادراتو ولاړه وي، هغه هېوادونه چې د داخلي توکو د صادراتو کچه یې له وارداتي توکو پورته وي نو په طبیعي بڼه د یوه قوي او پیاوړي اقتصادي نظام په درلودولو سره په ځان بسیا او پرمختللی هېواد ګنل کیږي او اقتصادي وضعیت یې له هغو هېوادونو سره چې د کورنيو تولیداتو کچه یې ټیټه او له نورو هېوادو پر وارداتي توکو خپلې اړتیاوې پوره کوي ستر توپیر لري.

افغانستان چې شا او خوا څلور لسیزې یې په جګړو کې تېرې کړې، د سیاسي وضعیت ترینګلتیا ترڅنګ د خورا بد او کمزوري اقتصادي حالت سره هم مخ شوی او لا هم لکه څه ډول چې اړتیا ده په خپلو پښو نه دی ولاړ، هغه کارخونې او فابریکې چې پخوا یې دلته فعالیت درلود اوس تر ډېره غیر فعاله او پرچاو دي، د کارخونو او فابریکو خاوندان له تاوانونو سره مخ شول آن دتر دې دمه یې هم ځینې د کار او بار د بېرته پیل کولو توان نلري.

د دې ترڅنګ چې افغانستان پر له پسې کلونه د جګړې ډګر و او لا اوس هم د هېواد په ډېرو سیمو کې جګړه روانه ده، بیا هم ځینې ملي سوداګر او د کارخونو مالکان په هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا لري او غواړي چې تولیدي فابریکې جوړې کړي، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د هېواد په اقتصادي وده کې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه برخه واخلي، چې له نېکه مرغه په تېره یوه لسیزه کې په لسګونه تولیدي فابریکو په کار پیل کړی او ډېرو ځوانانو ته یې د کاري زمینې د برابرولو ترڅنګ په لسګونه قلمه هغه وارداتي توکي یې په کور د ننه تولید کړل چې پخوا به افغانانو له بهرنیو هېوادونو واردول. 

خو ددې سره سره اصلي ستونزه بیا هم دا ده چې په هېواد د ننه افغاني توکو ته د بازار نشتون، په قاچاقي ډول له بهره د هغه توکو واردول چې افغانستان کې هم تولیدای شي، له خلکو سره د داخلي تولیداتو په اړه د عامه پوهاوي نه شتون او همدا ډول د کورنیو او بهرنیو توکو د بیو په اړه د یوې منظمې ستراتیژۍ نه شتون او د شتون په صورت کې نه پلي کیدل هغه لاملونه دي چې په کور د ننه یې د افغاني توکو بازار خراب کړی او خلک د کورنیو تولیداتو پرځای تر ډېره بهرنیو توکو ته ډېر لومړیتوب ورکوي.د بېلابېلو بحثونو او کارپوهانو د نظریاتو په اساس د افغاني تولیداتو په وړاندې لسګونه خنډونه شته چې د بېلګې په توګه عمده ستونزې او ګواښونه په لاندې ډول په ګوته کولای شو:
د بازار پیدا کول:

تر هر څه د مخه د پانګه والو سره د حکومت ملاتړ او د هغه توکو په وارداتو د بندیز لګول چې په کور دننه تولیدیږي یا لږ تر لږه پر وارداتي توکو د تعرفو پورته کول د دې سبب کېدای شي چې داخلي تولیداتو ته څه نا څه بازار پیدا شي، هغه بهرني توکي چې په بازارونو کې په لوړه بیه پلورل کیږي د خلکو سره یې اړتیا کمیږي او دې ته اړ کیږي چې کورني تولیدات په ټیټه بیه ترلاسه کړي.

د بهرنیو توکو قاچاق:
هېواد ته له بهرنیو او په تېره بیا ګاونډیو هېوادو په قاچاقي ډول د هغه توکو را واردېدل چې په کور دننه هم تولیدېږي د کورنیو تولیداتو پر وړاندې یوه جدي ستونزه ده ځکه چې د اقتصاد له نظره په بازارونو کې د توکو بیې د اړتیا او وړاندې کولو پالیسۍ (عرضې او تقاضا) له مخې ښکته پورته کیږي نو د هغه توکو بیې چې په کور دننه تولید کیږي او خام توکي یې هم د بهرنیو هېوادونو څخه واردیږي سل په سله را ټیټېږي کیدای شي په خپل اصلي قیمت هم په بازار کې و نه پلورل شي ځکه چې په همدې ځانګړتیاوو په بازارونو کې بهرني توکي په کمه بیه ترلاسه کیدای شي چې همدا د کورنیو تولیداتو پر وړاندې یو ستره ستونزه ده.

له عام ولس سره د کورنیو تولیداتو په اړه د معلوماتو او انګیزې نشتون: 
د هر څه د مخه دې ته اړتیا ده چې  توکو ته د بازار پیدا کولو لپاره خلکو ته عامه ذهنیت ورکړل شي، د داخلي تولیداتو په اړه نندارتونونه په لاره واچول شي او خلک هم باید د بهرنیو توکو په پرتله خپلو کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي چې په دې سره د بهرنیو توکو بازار کمزوری کیږي او داخلي تولیداتو ته مناسب بازار پیدا کېدای شي. 

نو د دې لپاره چې پیاوړی او په خپلو پښو ولاړ اقتصادي نظام ولرو حکومت مکلف دی چې پورته یادو شويو ستونزو ته د حل لار پیدا کړي او ولس هم د بهرنیو تولیداتو پر ځای کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي تر څو د بهرنیو تولیداتو له واردیدو څخه دا هېواد نور د تل لپاره خلاص او وکولای شو راتلونکو نسلونو ته یو په ځان بسیا  افغانستان په میراث پرېږدو. پای