له دندې لرې کیدل که له دندې شړل کیدل؟

په هره دولتي او یا شخصي اداره کې د مامورینو له دندې څخه لرې کول، دنده کې یې بدلون راوستل او یا هم له یوې دندې څخه بلې دندې ته بدلول یې یو اداري اصل بلل کیږي او د اړونده ادارې د بشري منابعو د اصولو په نظر کې نیولو سره ترسره کیږي او کومه قانوني ستونزه نلري او د مامورین باید د ادارې د  مشرتابه پریکړې ته درناوی وکړي او ویې مني.

خو برعکس له دندې څخه د کارکوونکو شړل کیدل او له  هغوی سره سپکه رویه کول، هغه هم له یو داسې مامور سره چې کالونه کالونه یې همدې ادارې ته کار کړی وي د ادارې او د بشري منابعو د اصولو خلاف عمل بلل کیږي، د کارکوونکو  په پروړاندې پرته له هغه شواهدو او اسنادو چې د اړونده ادارې کورني تفتیش، قضایي ارګانونو او په وروستي پړاو کې د هېواد لویې څارنوالی لخوا وړاندې شي او له مخې یې مامورین په رسمي توګه له دندې څخه په ناوړه ګټې اخیستنې، مالي فساد او یا هم د ملي ګټو تر پښو لاندې کولو باندې تورن نه وي هېڅ یوه اداره او شخص دا حق نلري ترڅو خپلو مامورینو سره سپک چلند وکړي او مامورینو ته دې دفتر ته د ننه کیدو اجازه ورنکړل شي بلکه د بشري منابعو اصولو په نظر کې نیولو سره اداره حق لري خپلو کارکوونکو سره چلند وکړي او مامورین هم باید اصولو ته درناوی وکړي او ستونزه رامنځته نه کړي.

له بده مرغه په افغانستان کې مونږ د حکومتي ادارو او همدا ډول د ځینو شخصي ادارو لخوا د خپلو مامورینو سره د بشري منابعو اصولو خلاف  کړنو سره ډېرمخ کیږو چې تر ټولو ښه بېلګه یې په دې وروستیو کې د افغان حکومت لخوا په ادارو کې نوي ګمارنې او بدلونونه یادولای شو چې له امله یې د ادارې او مامورینو ترمنځ ستونزې رامنځته کړي. له دندو څخه لرې کړل شوي لوړ رتبه چارواکي  په بېلابیلو تورنو لکه مالي فساد او نورو سرغړونو تورن کیږي. په پایله کې یې  د کادرنو حیثیت ته سپکاوی او د شخصیت وژنې سبب کیږي.

د ادارو لخو د اداري اصولو خلاف کړنې چې د یو مامور په تېر بیا چاروکو پر وړاندې په ښکاره توګه سپکاوی بلل کیږي پر نورو مامورینو او چارواکو ناوړه اغیز لري، روحیه یې کمزوري کیږي په دې فکر کې اوسي چې ګواکې دوی به هم یوه ورځ له ورته چلند سره مخ شي، د کار سره یې مینه کمیږي او په خپله اداره او موجوده نظام اعتماد او باور له لاسه ورکوي چې همدا لامل په چارو کې د نه همغږی، وروسته پاتې کیدو او د نورو ستونزو رامنځته کیدو سبب کیږي او د ادارو او مراجعینو ترمنځ د واټن د رامځته کیدو لامل کیږي.

هغه چارواکي چې ځان په یوې ځانګړي سیاسي څېرې، ګوند او نورو ډلو پورې تړلی بولي او له نوم او ملاتړ څخه یې د نورو مامورینو پروړاندې ناوړه ګټه پورته کوي نه یواځې دا چې د ادارې د ننه د سمون او چارو د لا ښه پر مخ وړلو پر وړاندې خنډ رامنځته کوي بلکه د نظام او حکومت پر وړاندې د ولس باور له منځه وړي او لکه څنګه چې نورې مخالفې سیاسي ډلې د نظام لپاره مضرې دي همدا چارواکي هم همدومره ستر خطر کیدای شي. دا موضو په شخصي ادارو کې هم ورته ستونزې رامنځټه کولای شي.

نو د حکومت لوړ پوړو چارواکو او همدا ډول د شخصي ادارو مشرانو ته پکار ته ترڅو په ادارو کې داسې کسان په دندو ونه ګماري چې حکومتي او یاهم شخصي ادارو کې د پورته یادو شویو ستونزو لامل شي او د چارو د لا ښه پرمخ وړلو پر  وړاندې د خنډ سبب شي بلکه پکار ده چې برعکس داسې څېرې او مامورین پر دندو وګمارل شي چې اړونده ادارو ته د پرمختګ، په چارو کې د چټکتیا، د نورو مامورینو سره د ښې رویې او همدا ډول د دې سبب شي چې د خلکو او ادارو ترمنځ واټن له منځه یوسې او ستونزې یې پر وخت حل کړي.