حکومت د سولې اراده او برنامه لري

د ولسمشر غني په مشرۍ ملي یووالي حکومت د سولې اراده او برنامه دواړه لري. په اراده خو یې ځکه شک نشي کېدلی چې ان له لومړیو یې په دې برخه کې بېلابېلې هڅې د پام وړ دي، ځکه حکومت په هیواد کې او له هیواده بهر ګڼې غونډې د سولې په اړه جوړې کړي چې په هغو کې هم د بېلابېلو اقشارو مشورې اخیستل شوي او هم د دوی اندېښنو ته معقول ځوابونه ویل شوي دي.

سوله به راځي، خو د یو منظم پلان او برنامې په اساس. که څه د پاکستان په ګډون ایران او روسیه کوښښ کوي چې په افغانستان کې روان جنګ وغځوي او په جګړه کې ښکېلې غاړې دېته پرېنږدي چې په خپلو کې د بین الافغاني مذاکراتو له لوري سره جوړجاړی وکړي، ځکه چې دوی هیڅ وخت هم د باثباته او پرمختللي افغانستان پلویان نه دي.

سره له دې چې باثباته افغانستان د هیچا په زیان هم نه دی، بلکې برعکس د دوی د ثبات او پرمختګ لپاره هم ګټور دی، مګر دوی غواړي چې د افغانانو له ضعف، کمزورۍ او ناوړه حالت څخه په استفادې زموږ خوږې اوبه او طبیعي زېرمې په غیر قانوني توګه وکاروي.

مګر نور د دې وخت پایته رسېدلی چې افغانستان دې د نورو لپاره نیابتي مرکز او د جګړې ډګر وي، ځکه افغانان تر بل هر وخت ویښ او هوښیار شوي دي او له بلې خوا د څلورو لسیزو ناخوالو د دوی زغم پایته رسولی دی.

حکومت په تېرو څلورو کالو کې هم د سولې لپاره ذهنیتونه اماده کړي او هم یې زمینې رامنځته کړې دي. په کوچني اختر کې د ولسمشر غني اوربند وښوده چې افغانان په خپلو کې سره نتیجې ته رسېدلی شي، ځکه د اوربند په ورځو کې چې کله طالبان له خپلو وسلو او لوازمو سره ښارونو او کلیو ته راغلل، نو هیچا یې هم په وړاندې داسې حرکت ونه کړ چې د بدبینۍ او دښمنۍ بوی دې ترې حس شي. بلکې برعکس ټولو یو بل ته غېږې پرانیستې یو بل ته یې ښه راغلاست ووایه.

حکومت د سولې لپاره د ارادې ترڅنګ خپله برنامه هم ښودلې، د کابل پروسې کنفرانس کې هم ولسمشر غني خپله برنامه تشریح کړه او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د سولې لاره اختیار کړي او همدارنګه یې په سویس کې جنیوا کنفرانس کې هم د سولې لپاره مذاکره کوونکی پلاوی معرفي کړ.

د حکومت دغه اراده او برنامه دا په ډاګه کوي چې حکومت تل باعزته او تلپاتې سولې ته چمتو دی، خو شرط به دا وي چې دا د سولې مذاکرات به بین الافغاني وي او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت به ترسره کېږي، ځکه چې افغانان هم د سولې د مذاکراتو استعداد لري، هم یې ظرفیت لري، هم یو بل ښه درک کولی شي.

اوس مهمه داده چې وسله وال افغان طالبان د پردیو له ولکې ځانونه ازاد کړي، سولې ته چې الهي امر او د افغان ولس اساسي غوښتنه ده لبیک ووایي. طالبان که واقعاً غواړي چې د خپل هیواد له بربادۍ لاس واخلي او عادي ژوند ته ورستانه شي، نو یوازینۍ لاره یې سوله ده. سوله هم د طالب، هم د حکومت، هم د ولس او وطن په خیر ده.