
د افغانستان جګړه شاوخوا څلویښت (۴۰) کلنه سوه، که څه هم دغه جګړه د داخلي ستونزو تر څنګ لویه برخه یې بهرني دي ، دا جګړه په دې مهال کې ده چې اوس نور ټول پکې دې نتیجې ته رسیدلي دي چې دا جګړه په جګړې نه ګټل کيږي. په کور د ننه افغانان هم د سولې چغې وهي ، نړیواله ټولنه، افغان حکومت او وسلوال طالبان هم. اوس داسې یو وخت رارسیدلای دی چې د سولې لپاره پرستونه رامنځ ته شوي دي. زه دلته غواړم چې د سولې په اړه یو منصفانه بحث وکړم! سوله یو حقیقت دی، دا د افغانستان د مظلوم او بېچاره ولس غوښتنه ده، نور په دې اړه ټګي ، برګي په هیڅ سورت د منلو وړ نده. په دا وروستیو کې چې د زلمي خلیل زاد په هڅو د سولې کومې هڅې پیل شوي دي، د پخوا په پرتله افغان ولسونو ته د سولې په اړه اومیدونه راپیدا شوي دي. په افغانستان کې د سولې هڅې په نړیواله او هم په داخل کې ممانعتونه او ننګونې هم له ځانه سره لري. اوله خبره دا ده چې په کور د ننه هم یو تعداد سیاسي ټیکداران د سولې سره موافقه نلري او له بل پلوه د همسایه هیوادونه په خاص دول پاکستان، ایران، روسیه، چين دا هغه هیوادونه دي چې د افغانستان په جګړې او سوله کې په مستقیم ډول دخیل دي. تر ټولو زیات پاکستان د افغانستان په جګړه او سوله کې مهم او اساسي رول لري. خو د دې تر څنګ چې په کـور د ننه یو تعداد کسان د خپلو ګټو په خاطر د سولې سره مخالفت کوي ، خو یو تعداد کسان د هیواد د ملي ګټو په خاطر اندېښنې لري ، داسې نه چې د سولې په نامه باندې معامله وشي او موږ افغانان د سولې تر غنوان لاندې قرباني شو، او جګړه لا دوام ومومي. خدای ناخواسته افغانستان د بحران په طرف لاړ نشي. ښه مثال یې د بنن سیوان د هڅو نتیجه وه روسي ځواکونه ووتل، داکتر نجیب استعفأ ورکړه او مجاهدینو په خپل منځ کې د قدرت پر سر وطن ټوک ټوک کړ. اوس خبره داده چې موږ د دومداره سولې ته رسیدلای سو کنه؟ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ په خپله پاليسئ کې د افغانستان د جګړې د ختمولو پلان لري، له یو طرفه دا جګړه د امریکا په تاریخ کې ډېره اوږده شوه او له بله طرفه په امریکا کې په عامه نظر پوښتنه کې هم ډیری امریکایان د افغانستان د جنګ سره موافق ندي . ټرمپ په خپل اخري دوه کلنه دوره کې کوشش کوي په راتلونکي انتخاباتو لپاره خپل ملت ته یوه ښه لاسته راوړنه د افغانستان د جګړې ختمیدنه وښایي. اوس چې یو تعداد خلکو سره تشويشونه شته، یو تعداد کسان دا فکر کوي چې زلمي خلیل زاد ته یې دنده سپارلې ده چې په شپږو میاشتو کې باید د سولې خبرې نهایي کړي. او په دا وروستیو هڅو کې په پاکستان اقتصادي فشارونه، دوامداره هڅې ، دا ټولې د ځانه سره د سولې په اړه اومیدواره هیلې لري. اوس خبره دا ده د دایمي سولې لپاره باید یوې نتیجې ته ورسیږو، نوره دا جګړه د امریکایانو تر توانه هم تیره ده. ټول هغه ننګونې چې د سولې په اړه جوړې کړي دي دا ټولې باید واضع شي، خبرې په صادقانه ډول وشي چې په هغې کې د بهرنیانو وتل دي، د جګړې اوربند دی، د بندیانو خوشې کول دي، د موقتې ادارې جوړول دي، طالبانو ته په حکومت کې ونډه ورکول دي. پدې برخه کې د ملګرو ملتونه، ناټو، متحده ایالات امریکا، سعودي عربستان او اسلامي هیوادونه، همسایه ګان، روس او چین دا ټول باید د دې پروسې د عملي کولو او افغانستان کې بیا د جګړې د مخنیوي او په ټولو برخو کې قوي تضمین رامنځته شي. زه اوس هم تشویش لرم که خدای ناخواسته موږ سولې ته ونه رسیږو، کیدای شي نړیواله ټولنه په مکمل ډول له افغانستان څخه ووځي او یا د افغانستان جګړه خصوصي شرکتونو ته ورکړي چې دا عمل به د افغانستان ولس لپاره ډېر په زیان تمامه شي. پرستونه کله کله اماده کیږي، راځئ چې د دې موجوده پرست څخه د خپل هیواد د دایمي سولې لپاره ګټه پورته کړو!