
پنجاب ته خدای پر قهر شوی
ټرمپ لا تر اوسه تاسې ته د ژغورنې ((توبې)) کړکۍ خلاصه پرېښې
اولاد که هر څومره ستر شي، خو موروپلار ته يې د ضُعف ټکي روښانه وي
اليس الصبح بقريب؟
رڼا ژر راتلونکې ده
غني خان :
خوب وينم عالمه که يې څوک راکړي معنی
د ارواښاد فيلسوف غني خان خوب ريښتينی کېدونکی دی.
داسې برېښي چې د پنجابي پوځي establishment بنسټ ظالمانه پاليسي او بېرحمه حکمراني مخ پر زوال (زوړ) او پايې رانژدې شوې ده. پنجاب په سيمه کې په ميکروبي سرطان اوښتی او علاج يې اړين دی. پنجاب چې د مذهب پر نامه کوم طلسم او دوه مخې لوبه روانه کړې وه او د وريځو اوښان يې جوړ کړي وو هغه وخت نور تللی دی، پنجاب بايد پر خپلو کړنو او تګلارو له سره غور وکړي.
پنجاب بايد د ګواښنو پر ځای ولسونو ته ځواب ووايی. که غر لوړ دی پر سر يې لار شته. پښتانه وبلوڅ او نور قومونه ستاسې ګواښنې، ناړامي او لېونتوب زغملای نه شي.
ښاغلی خليلزاد دې هسې بېځايه ورونه نه ټکوي او نه دې ښاغلی ټرمپ له داسې په سرطان اخته شويو نه د سړيتوب تمه نه کوي، بلکې د دايمي علاج (حل) او لارې ته يې د راوستلو فکر وکړي. پښتانه يو متل کوي :
چې چېرته ډب وي، هلته ادب وي.
ښاغلی غفور لږ نه، بلکې ډېر بې ادبه دی او د ښاغلي ټرمپ له لورې ورته يو ښه سم ډب په کار دی چې عقل يې سر ته راشي چې سيمه او ګاونډ ترې په ارام شي.
په درنښت
د پښتون تحريک د پوځ د 'حد نه د نه وتلو' خبرداري ته سخت ځواب
https://www.pashtovoa.com/a/army-threatens-ptm-of-severe-consequences-/4689662.html
د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ته خبرداری ورکړ
http://www.taand.com/archives/116924
د پاکستان پوځ وايي، امريکا دې د سيمې د يوه دوست په توګه له افغانستانه ووځي
http://www.taand.com/archives/116921