په مصلحتونو حکومت نه چلیږي!

د هلمند د معاونیت بست خالي وو، حکومت را څخه غوښتنه وکړه چې وظیفه راسره اجرأ کړه!
ما نه منله پس له لسو میاشتو ، د ډېر تاکید له وجه مې دې دروند مسولیت ته غاړه کیښوده، زه پوهیدم چې قانون یواځې په غریب او بې چاره تطبیقيږي.

د یو ځوان په صفت هغه آرمانونه چې موږ د دې وطن لپاره درلودل ، د وطن ملي ګټې، اجتماعي عدالت او د قانون حاکمیت وو.

په هلمند کې مې الحمدالله د ضمیر او وجدان پر اساس وظیفه اجرأ کړه، تر لسو ډېر کسان مې چې د فساد دوسيې درلودې څارنوالۍ ته معرفي کړل، پنځه سوه پنځه دیرش(۵۳۵) جریبه دولتي ځمکه چې محکم، حکم موجود وو هغه مې د غاصبینو خلاصه کړه.

زما د دې قانوني کړنو په وړاندې حکومت نیمروز ولایت ته د مرستیال والي په صفت تبدیل کړم، هلته مې هم د موجوده فساد او بې عدالتیو په وړاندې مو مبازره پیل کړه.

د بندي کمال خان د پروژې څخه نېولې، په کمرک، ترانسوپ، کمیسارۍ، بندروالۍ ، د نیمروز او دلارام پر لویه لاره د طالبانو سره د ګډ ګمرک، په ټولو برخو کې مې د پراخ اداري فساد مستند اسناد مرکزي حکومت ته وړاندې کړل، د مرکزي حکومت او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې خبره به دا وه چې ګذاره وکړه!

په جرأت سره وایم په دواړه ولایتونو کې مې د لسو روپو فساد هم ندی کړی، او نه مې د بل چا د فساد په اړه زغم درلود، د داسې وظیفې دې پر پدر نالت شي چې په هغه وظیفه کې وجدان او ضمیر نارامه وي او د مور وطن سره خیانت کیږي، سړی دې د موقف ساتلو لپاره چپه خوله وي.

زموږ مبارزه به د موقف لپاره نه بلکې د وطن د ملي ګټو لپاره وي.