
د علي پور نېونه به حکومت ته ستر سرخوږی جوړی کړی خو د حل يوه لاره بيا هم شته ده
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
ولسمشر غني چې کله د ولسمشرېزو ټاکنو نوماند وو نو د نورو شعارونو ترڅنګ يې د فساد، خپلسرۍ او زورواکۍ پر وړاندې مبارزه د تمرکز ژمنې وې. غني واک ته له رسېدو سره په نېږدې وخت کې د رئيس خدايداد په نوم د مافيا د يو ستر غړي د اعدام حکم منظور کړ. که څه هم رئيس خدايداد دومره مجرم نه وو په کومه پرتله چې د حکومت په چوکاټ کې نور زورواکي دي، خو د سمون او قانون تږي ولس د ولسمشر د يادې پرېکړې هم هرکلی وکړ.
له هغې وروسته هيلې داسې وې چې ولسمشر غني به د حکومتي زورواکو په شمول نور ټول خپلسري هم پر لار کړي او د اصلاحاتو کړنې به يې کړندۍ وي. داسې ونه شول، عطا والي شو، يو شمېر نور زورواکي په حکومت کې بيا دننه شول او پخواني خپلسري پر خپل ځای پاتې شول.
له څو کالونو وروسته او د ملي يووالي حکومت د قانوني دورې په وروستي کال غني يو ځل بيا را وېښ شو او کمانډو ځواکونو ته يې په فارياب کې د ازبک ملېشه ځواکونو مشر نظام الدين قيصاري د نېونې امر ورکړ. نظام قيصاري حکومت ونېولو، کابل ته يې را وست او د حکومت ژمنه داسې وه چې قانون به پرې پلی شي. د حکومتي مشرانو په شمول يو شمېر نورو سياسي کسانو د نظام قيصاري د نېونې په اړه غبرګون وښوود، د حکومت دغه کړنه يې وغندله او د نوموړي د خلاصون غوښتنه يې وکړه.
د قيصاري قضيه سياسي معاملې ته لاړه. جنرال دوستم هېواد ته راستون شو، نقيب الله فايق په کې د فارياب والي شو او قيصاري د جنرال دوستم د قصر مېلمه شو. تر نن ورځې د قيصاري دوسيه داسې دفن شوه څه ډول چې د جنرال دوستم او احمد ايشچي ترمنځ د جنسي ځورونې دوسيه د لويې څارنوالۍ په دوسيو کې ورکه ده.
د نظام قيصاري په نېونه کې حکومت ګټه نه بلکې زيان وکړ. خلکو ته يې دا ذهن ورکړ، چې که چېرې د يو زورواکي تر شا نورو زورواکي راپورته شي نو حکومت به له خپلو کړنو او پرېکړو پر شا کيږي او زورواکو ته به نورو امتيازونه هم ورکوي.
د قيصاري ملاتړو ازبکو ملېشه او خپلسرو نن هزاره خپلسرو ملېشه ته هم دا درس او الهام ورکړ، چې که چېرې يو زورواکی ونېول شي، نو يوه دوه ورځې لاريونونه او د سياسي کسانو اخطارونه به سبب شي، چې هم خپلسري سرې سترګي ورګرځي، هم حکومت کمزوری وښيي او هم نور امتيازونه تر لاسه کړي.
که دا لړۍ همداسې پاتې شي، نو رواج به دا شي چې زورواکی به د خپل شهرت لپاره هم ناوړه کړنې کوي، بيا به حکومت ته ځان سپاري او وروسته به داسې نخرې لکه چې اوس روانې دي کوي او خپلې موخې به تر لاسه کوي.
حل لاره دا ده چې حکومت بايد د زورواکو د نېونې خبر رسنيز نه کړي بلکې د دوی د وروستيو مجازاتو خبر له پلې کېدو وروسته خپور کړي. که چېرې د نظام قيصاري د اعدام، عمري قيد او يا ورته بلې سزا خبر حکومت خپور کړی وای، نو نن به هزاره ګانو ته هم عبرت وای او قومندان علي به په ورته لار تللی وای.