دغه زړه او ناکاره بړستن څه کوم؟

په نیمې شپې یې د چم ویده خلک په بدو ردو ویلو راويښ شول، ګاونډیان حیران وو، چې خان ګل اکا په دې نيمه شپه څنګه په بدو ردو ویلو سر شوی دی؟

څوک نه پوهېدل چې کومه داسې بده پېښه شوې، چې د خان ګل اکا زړه یې دومره خوړین کړی، چې په دې نیمه شپه یې چغې او سورې جوړې کړي دي؟

خان ګل اکا د نوښت فکر درلوده، د هغو ناکاره څيزونو چې څه ترې نه جوړېدل او د چا درد یې نشو دوا کولی، د ټولنې په درد نه خوړل کېدل، بد یې ترې راتل او کرکه یې ترې کوله.

له ده به مو دا خبر ډېره اورېده، چې له ناکاره څيزونو او کړنو سره مو وخت مه ضایع کوئ، ده به ویل، هغه لوښي او سامان چې په کورنيو کې د ګټې اخستنې نه وي او نور کار نه ورکوي؛ نو ماشومان یې په کباړیانو پلوري.

اکا به دا هم ویل، چې هغه درمل او ملهم چې ستاسو ټپونو ته درمل نشې کېدای په بیا بیا خوړولو او په ټپونو یې د درمل په ډول مه وهئ، چې له ګټې یې ضرر ډېر وي؛ نو ځکه به ده ویل، چې د دې چارې پر ځای مو درمل او ملهم تغیر کړئ.

نوموړي به په دې ټینګار کاوه، چې د کار خلک مو وپېژنئ، په قدر یې پوه شئ او درناوی یې کوئ، تر شاه یې ودریږئ او ملاتړ یې وکړئ.

خان ګل اکا یو نالوستی سړی و؛ خو ډېرې ژورې خبرې به یې کولې، ده به خپلو خبرو کې تل د خپل چاپیریال اړوند بېلګې وړاندې کولې، عجیبې غریبې کیسې او نکلونه به یې کول، ده به ویل، تاسو فکر وکړئ یو څوک دې داسې وي، چې په تېر ژمې یې یوه کورتۍ رانیولې وي، ټول ژمی یې په دې کورتۍ کې داسې یخني شوی وي، چې یوه شیبه یې هم ګرم کړی نه وي؛ خو دا کس بیا دغه کورتۍ چې له یخنۍ یې ساړه هډوکو ته رسيدلي وي، په دې فکر چې د راتلونکي ژمي د یخنۍ مخه ونیسي له ځان سره وساتي، په داسې حال کې چې د راتلونکي ژمي په تړاو له تېر هغه نه د سوړ ژمي وړاندوینه شوې وي؟

هو! خان ګل اکا نن د دغه ډول حالت سره مخ شوی و، چې ده یې تل نورو ته د نوښت فکر ورکولو او د وګړیو د ويښتابه په پار کیسې او نکلونه کول او ویل به یې له دغه ډول حالاتو ځان وساتئ او په اړه یې تصمیم ونیسئ، ده به ویل، هغه څه بیا بیا مه تجربه کوئ او وخت پرې مه ضایع کوئ، چې په کراتو درته تجربو کې ناکام شوي وي.

خان ګل اکا نن شپه له دغه تریخ برخلیک سره مخ شوی و، چې تل یې ترې کرکه کړې وه؛ ځکه خو یې چغو او سورو په نيمه شپه ګاونډیان او د سیمې خلک کور ته راغلل، چې و پوښتي اکا ولې غوسه دی، چې داسې تور او شین اوړي او شور ماشور یې جوړ کړی دی؟

خان ګل اکا چې کله د ګاونډ او سیمې خلک ولیدل، چې په نیمه شپه دده کور ته راغلي، یوه وريځه یې پورته کش کړه، سترګې یې چوغې کړې، خوله یې په واک کې راوسته، شونډه یې تر غاښ لاندې کړه، یوه شیبه یې چوپتیا اختیار کړه او بیا یې په نرمه لهجه راغلیو خلکو ته وویل، بښنه غواړم، څه مې کړي وای، ما بله چاره نه درلوده، ځکه خو په غوسې کې رانه شور ماشور جوړ شو.

اکا خبره لنډه کړه، تاسو دا بړستن وګورئ، د ژمي او یخنۍ لومړنۍ شپه ده او ماته یې په برخه همدا راکړې، دا تا سو پخپلو سترګو وګورئ، ټوله پخته یې څلورو کونجونو ته ټوله شوې، د ټینګ والي لپاره یې یوه ګینده هم په ځای نه ده پاتې، له لاندې ترې په دې توره شپه کې د بهر رڼا ښکاري، تېر کال څو وارې لمده شوې هم ده، څو ځایه سوري هم لري، دوی وایي چې دا نوې ده، تېر کال چې روغه وه زما هډوکي په کې نه دي ګرم شوي؛ خو د دې اوږده او سوړ ژمي په لومړنۍ شپه یې بیا دا راکړې، چې ستا برخه همدغه ده، اوس نو تاسو راته ووایئ، چې زه په دې سړه هوا او دې ناکاره بړسټن څه وکړم؟

اکا یو سوړ اسویلی وکړ او زیاته یې کړه، د هغو ولسونو به څه حال وي، چې زاړه اوسولیدلي ګوندونه چې کله هم ورته ګټور نه دي تمام شوي، بیا بیا پرې د حکمرانۍ د خوب لیدلو په پار وخت په وخت په خپلو کې ائتلافونه کوي، چې تر څو یې ولسونه له شره خلاصی ونه مومي.