زړه وسکونډلم

زړه چغه راوکړه، پرېږده، چې د شنه او روڼ سهار په څېر مې سینه ښکلې او پراخه وي، مه پرېږده، چې تنګوالی یې ښکلا پیکه او کمرنګه کړي.

زړه وسکونډلم او را غږ یې کړ، چې ای! له غوړه مال، بې باکه او هغه چې د حقیقي څېرو تر شا یې بلا نورې څېرې پرتې وي، لرې و اوسه.

زړه رازده کړل، چې هر څه باید یواځې د سترګو په لېدو پورې انحصار نه کړم.
زړه را په زړه کړل، چې کله هم په هغو زړه مه تړه، چې په کراتو دې ازموینې کې پاتې راغلي وي.
زړه راوښدوله، چې یواځې هغه غږ ته غوږ شم چې له زړه راوتلی وي.
زړه راته وویل، په هغو مسایلو پسې مه ورزه، چې ارزښت یې نه لري.
زړه راسره ومنله، چې هغه له لاسه ور نه کړې، چې درته ارزښت لري.
زړه راغږ کړ، د زړه خبرې د زړه له تله اوره او نورو ته درناوی د ژوند د لومړنۍ کړنلارې په توګه غوره کړه.
زړه راته په زغرده وویل، مینه ورکړه، مینه وپاله او مینې ته د ژوند په سترګه وګوره.
زړه راسره ومنله او غلی یې راته وویل، ای! ستا مینه معصومه، سپېڅلې او ريښتینې ده، پرېږده، چې د زړه پر امپراتورۍ دې خپله باداري وچلوي.
زړه راغبرګه کړه، د شپې له تېرو وېره مه لره، په تیرو کې لکه د ستورو وځلېږه او د سبا لپاره لکه د لمر زرینې وړانګې د تېرو لمن و څيره.