
د یوې ټولنې د وګړیو باورنو او ګروهې ته د ارزښتونو نوم ورکول کیږي، چې همدغه یې د کلتور مهمې او اصیلي برخې هم جوړوي، د دې لپاره چې ولسونه خپل کلتور ژوندي وساتي؛ نو پکارده هغه ارزښتونو چې دوی پرې باور لري هغه ژوندي وساتي او د بډاینې لپاره یې هڅه وکړي.
ټولنې د ارزښتونو د ټاکنو لپاره جلا معیارونه لري او د هر یوه لپاره بیا جلا اندازې ټاکل کیږي، چې همدغه د معیارونو د کټګورۍ لپاره یو اصل دی، هېره دې نه وي نه یواځې دا چې په مختلفو ټولنو بلکې په هرې ټولنې کې بیا د ارزښتونو لپاره جلا معیار شته، چې ارزښتونه په کې په بېلا بېلو کټګوریو ویشل کیږي.
زموږ ټولنه چې د فکري اضطراب طوفان پر سر اخستې، د ارزښتونو په ساتنې او پاللو کې یې یوون ورځ تر بل ټکنی کیږي او ان هره ورځ د پرېوتو پر لور نوي او تازه تيندکونه خوري، چې هره ورځ یې د ارزښتونو بڼه د بدلېدو په حال کې ده.
دا به منو، چې ځنې ارزښتونه د وخت په تېرېدو سره نوې بڼه غوره کوي اویا یې ځای بل ارزښت نیسي؛ خو یو شمېر ارزښتونه داسې وي، چې په پيکه کېدو یې انساني جوهر خپل ماهیت له لاسه ورکوي او هغه چې دانسانیت روح یې غوښتنه کوي، د سپېڅلتیا او ريښتینې لوړوالي بنسټیز اصل جوړوي هغه باید تل تر تله وساتل شي.
موږ په۲۱مې پېړۍ کې له یوه لوري د پوهاوي او فکري لوړوالي چغې وهو؛ خو تر څنګ یې پخپله لږیا یوو، د داسې ارزښتونو مراندې ریبو، چې شتون یې په یوې ټولنې کې داسې اړین دی لکه په انساني کالبود کې روح.
که داسې ووایوو، چې د ۲۱مې پېړۍ جهالت او ناپوهي د انحرافي او افراطي حالت له اخري پړاوه هم یو ګام اخوا پر موږ خپله باداري ځکه چلوي، چې د پخواني ناپوهي سره ساده توب او ريښتینولي ملګري وو؛ خو روانه ناپوهي له دوه مخي، غولونې او ځان مننې د زنګ نیولو زړونو او پرېوتو مفکورو نه سرچینه اخلي، چې د انساني جوهر سره هېڅ اړخ نه لږوي.
دغه ډول که له موږ و پوښتل شي، چې ريښتینولۍ او سپېڅلتیا ته څومره ژمن یاست؟ زموږ د هر یوه ځواب به کټ مټ همدغه وي، چې زه خو د ريښتینولۍ په دنګو غرونو او د شنه اسمان پر سینه د سپېڅلتیا په معراج کې قدم وهم.
په باوري توګه ویلی شم، چې موږ به له ځانه کله هم دا پوښتنه نه وي کړي، چې زه دغو ارزښتونو ته څومره ژمن یم؟ له همدې ځایه دی، چې موږ غوړه مالۍ ته د هنر او د غولونې هر ډول ته د هوښیارۍ، ريښتینولۍ ته د ساده توب او وروسته پاتېوالي، زغم ته د بې غیرتۍ او حقیقت ویونکو ته د لیوني او ناپوه نوم ورکوو.
زموږ د ارزښتونو بېړۍ له همدې ځایه د نابودۍ او بربادۍ طوفاني څپو د ډوبېدو او تیندک خوړلو په بد حالت کې داسې په سر اخستې، چې کله هم سر راپورته کړي؛ نو ساحل ته د رسېدو هیلې یې شیبه په شیبه د طوفاني څپو قهریدلې څپې په خپل غیږ کې را ونغاړي؛ خو د ژغورلو هڅه یې په بېړۍ کې سپاره کم کسان کوي.