
شا اوخوا دوه لسیزې کېږي چې افغانستان کې د امریکا پر مشرۍ د ناټو ځواکونه د طالبانو سره په جګړه کې ښکیل دي چې له امله یې په زرګونو بهرني ځواکونه او په لسګونو زره افغان سرتیري د دې جګړې قربانیان دي او لاهم دا لړۍ روانه ده خو یوازې په دې توپیر چې د بهرنیو ځواکونو مرګ ژوبلې کچه راټیټه شوې او د افغان سرتیرو زیاته شوې ده.
په افغانستان کې د امریکا لخوا د طالبانو پر وړاندې جګړه کې نه یواځې پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته، بلکې په زرګونه تنه ملکي افغانان هم پکې قرباني شول، لسګونه زره نور له خپلو سیمو څخه بې ځایه شول او همدا ډول ډېری نور یې بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي ډول کډوال شول. لنډه دا چې اتلس کاله کېږي چې افغانان په یو او بل نوم وژل کېږي او ځورول کېږي، کله د طالب په نوم او کله د حکومت په نوم.
اوس تر اوږدې جګړې وروسته یو ځل بیا افغانانو ته دا هیله پیدا شوې چې په هېواد کې به تل پاتې سوله راشي خو دا چې دا پروسه به څومره بریالۍ او رښتینې وي تر ټولو مهمه موضوع ده، اماله دې ټولو ناخوالو سره سره، بیا هم که د سولې په برخه کې یو کوچنی اقدام هم وشي د ولس له تود هرکلي سره مخ کېږي، ځکه چې ولس نور ستړی دی، هرې کورنۍ په دې جګړه کې قرباني ورکړې ده او همدا ډول له ګڼو نورو ستونزه سره مخ دي.
په دې وروستیو کې د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ یو ځل بیا د سولې راوستو په موخه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو لپاره تر یوه بریده زمینه برابره شوې چې مشري یې دم ګړۍ امریکا کوي او په همدې لړ کې د سولې عالي شورا غړو هم په مسکو کې د طالبانو له استازو سره ولیدل او په تړاو یې د افغان ولسمشر اشرف غني او خلیلزاد هم له افغان سیاستوالو سره لیدنې وکړې او د ټولو نظرونه یې واخیستل چې د لیدنو کتنو په ترڅ کې یو شمېر سیاسي ګوندونو د مؤقت حکومت د جوړښت غوښتنه وکړه.
د امریکا لخوا د طالبانو سره سولې خبرو اترو افغانان هیله من کړي دي او د دې پروسې بشپړ ملاتړ کوي او دلته تر ټولو مهمه مسله په هېواد کې د جګړې پای ته رسول دي، هغه که د امریکا لخوا ده او که د طالبانو لخوا، نه دا چې د سولې په نامه یوازې یو لیکلی سند لاسلیک شي، ځکه افغانان رښتینې او تلپاتې سولې ته اړتیا لري.
بل لور ته په افغانستان کې یواځې طالبان ندي چې د حکومت پر وړاندې جنګیږي، بلکې نورې ډلې هم شته چې د اوسني حکومت او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې ښکیل دي، نو که امریکا له طالبانو سره سوله وکړي د جګړې یواځې یوه برخه به را کمه شي او پاتې ډلې به په یو او بل نوم د حکومت او بهرنیانو پر وړاندې جنګیږي چې له امله به یې یو ځل بیا ولس قرباني ورکوي.
امریکا په افغانستان کې د خپل دایمي حضور په موخه هېڅکله هم نه غواړي ترڅو جګړه په بشپړه توګه له منځه یوسي او تل به دا هڅه کوي ترڅو د طالب بدیل د نورو بېلابېلو ډلو په رامنځته کولو او د هغوی د غیر مستقیم مالي ملاتړ له لارې پیدا او پیاوړی کړي. دلیل یې دا دی چې امریکا په افغانستان کې په خپل دایمي حضور سره غواړي ترڅو منځنۍ آسیا ته د رسېدو او په سیمه کې د خپل نفوذ ساتلو په موخه، خپل راتلونکي پلانونه له همدې خاورې پلي کړي.
لنډه دا چې کېدای شي له طالبانو سره سوله وشي او نوره به د طالب کیسه پای ته رسېږي، خو دا به ستونزمنه خبره وي چې ووایو له دې لارې به افغانان تلپاتې سولې ته ورسېږي، ځکه چې په دې سولې سره به یواځې د جګړې بڼه بدلیږي او افغانان به د پخوا په شان د دې نامعلومې جګړې قربانیان وي.