افغانستان کې د کرونا ویروس ډیر خطرناک دی که د خوراکي توکو احتکار؟

د کرونا یا کوید ۱۹ ویروس چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې په چین کې را پیدا شو، په ‌ډېرې چټکۍ سره په ټوله نړۍ کې خور شو او په ډېر کم وخت کې یې د چین په ګډون په شاخوا ټوله نړی کې په سل هاوو کسان مړه کړل او په زر هاوو نور یې پدې ویروس اخته کړل.
 
د نړۍ په کچه چین،ایټالیا او ایران هغه هېوادونه دي چې تر دې دمه د یادې ناروغی ډېرې پېښې په کې ثبت شوي او په نړیواله کچه په لسګونه زره کسان په همدې ناروغی اخته دي، د لسګونه زرو درملنه وشوه او زرګونه کسانو د همدې ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ چې ټوله نړی یې اندېښمنه کړې.
 
په افغانستان کې هم د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې د کوید ۱۹ ویروس شاخوا دوه سوه شکمنې پېښې ثبت شوې دي چې له دې شمېرې نه ددې کرښو د لیکلو تر وخته، د ۲۲ پېښو پایلې مثبتې ښودل شوې دي، خو ددې سره سره دیاد وزارت د ویاند له خولې ویل شوي چې په هرات کې په یاده ناروغۍ د لومړني اخته ناروغ روغتیایي حالت ښه شوی دی او له روغتونه رخصت شوی دی.
 
همدا شان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې په کوید ۱۹ ویروس باندې اخته کسان، ټول هغه کسان دي چې له ګاونډیو هېوادو په تېره بیا ایران څخه هېواد ته راستانه شوي او تر دې دمه داسې کومه پېښه نه ده ثبت شوې چې له یوه ناروغ څخه نورو ته دا ناروغي لېږدېدلې وي.
 
که څه هم د روغتیایي چارو د کار پوهانو په اند، د کوید ۱۹ ویروس یا کرونا ناروغي، یوه ساري ناروغي ده چې باید ډېره جدي وګڼل شي، خو داسې هم نده چې د دې ناروغی د خوریدو مخه بېخې نشي نیول کېدای، بلکه په ډېرې آسانۍ سره کولای شو چې خپل تدابیر ونیسو او د عامې روغتیا وزارت او هم د نړیوال روغتیایي سازمان لخوا پدې اړه خپرې شوې توصیې او معلومات، عملي کړو او د دې ناروغی د خپریدو مخه ونیسو.
 
بل اړخ ته له بده مرغه په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د خپریدو څخه د مخنیوي پر ځای دلته د ځینو مافیایي کړیو له خوا خوارو او بې وزلو افغانانو ته بله ستونزه جوړه شوه او د یوې ورځې په دوه یا دریو ساعتونو کې په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې په دومره سرسام آوره توګه لوړې شوې چې خلک یې له خوړو او اخیستو لاس پر سر کړل.
 
په یوه دم د خوراکي توکیو د بیو بې کچې لوړوالي او د سوداګرو او مافیایي کړیو له لوري د توکو احتکار او په بازار کې د خوراکي توکو د کمښت ویرې زمونږ هېوادوال دومره اندېښمن کړل چې آن کرونا ناروغي یې ترې هېره کړه.
 
د همدې ناروغی له امله په کورونو کې د قرنطین کیدو له وېرې خلکو د خپلو کورونو لپاره د څو میاشتو اړین او خوراکي توکي واخیستل چې امله یې په بازارونو کې د توکو بیه په بې سارې اندازه لوړه شوه او ځیني خدای نا ترسه تجارانو په خپله خوښه یا بیې لوړې کړې او یا یې هم توکي احتکار(زېرمه) کړل، خو دا کار یې د خلکو له خوا څه په تولنیزو رسنیو او څه هم په په عام محضر کې له دومره توندو غبرګونونو سره مخ شو چې حکومتي چارواکي یې را وېښ کړل، کابل ښاروالی او د کورنیو چارو وزارت هغه هټي او عمده پلورنځي وتړل چې د خوراکي توکو بیې یې په خپله خوښه پورته کړې وې او توکي یې احتکار کړي وو.
 
د خوارکي توکو احتکار(زېرمه) کول په اسلام کې حرام او د افغانستان د اساسي قانون د جزا د کوډ مطابق جرم بلل کیږي، چې له همدې امله، د ځینو سوداګرو له خوا ددغه ډول کړنو خلک را وپارول.
 
د قانون له مخې په داسې حالاتو کې هېڅ سوداګر دا حق نلري چې توکي احتکار کړي، بلکه برعکس په داسې شرایطو کې چې هېوادوال یې د مجبورۍ له مخې له دوی څخه توکي پلوري، باید د نورو وختونو په پرتله ورسره د توکو په بیو کې مرسته وشي ترڅو ټول وکولای شي چې د خپلې اړتیا توکي وپیري نه دا چې مالدارانو ته ورسیږي او فقیران یې د اخیستلو تاوان ونه لري.
 
له نیکه مرغه تر دې بحران سمدستي وروسته د افغانستان د سوداګرۍ خونې د خبر له مخې افغانستان ته د مالونو او توکیو د ترانزیت پر مخ ټولې پولې پرانیستل شوې او د روغتیا نړیوال سازمان هم پر دې ټینګار کړی چې هېڅ هېواد د ترانزیت پرمخ پوله نشي تړلی. همدارنګه د وروستیو خبرونو له مخې د هېواد شمالي پولو ته په زر ګونو ټنه اوړه او خوراکي توکي را ورسیدل، خو یوازې د کرونا ویروس د خپریدو له وېرې د خلکو پرمخ د ځینو هېوادونو پولې لا هم تړلي دي.
 
بل اړخ ته اوس او تر دې ډول ناببره پېښې وروسته د هېواد امنیتي ارګانونه، د جوماتونو امامان، قومي مشران او سپین ږیري او په ولس کې پوه او با سواده وګړي مکلفیت لري تر څو پدې اړه د عامه پوهاوي یو قوي کمپاین په لار واچوي تر څو هغه مفسدې مافیایي کړۍ چې د خپلو مادي ګټو یا نورو شومو اغراضو په خاطر د خوراکي توکیو په زېرمه کولو او په ګرانه بیه د هغې د خرڅلاو پروګرام لري، په ټولنه کې رسوا او منفور شي.
 
همدا رنګه لازمه ده تر څو ښاروالۍ او د کورنیو چارو وزارت چارواکي په بازارونو کې د بیو کنټرول او نظارت ته پاملرنه وکړي او سرغړونکو او احتکار کوونکو ته سزا ورکړي ترڅو د هېوادوالو اندېښنې حل شي.