د ملي دسترخوان طرحه؛ خوره خو مه مره!

د ملي دسترخوان طرحه په اصل کې د حکومت لخوا له هغه افغانانو سره د خوراکي توکو د مرستې لړۍ ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس (کوید نولس ناروغی) د خپریدو له امله د ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي او د بېوزلی سره لاس او ګریوان دي، خو یاده طرحه له مطرح کېدو سره سمه، د افغانانو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوه او د ولسي جرګې لخوا هم د رایو په اکثریت له دې امله رد شوه چې په اړه یې دوی ته پوره وضاحت نه وو ورکړل شوی او همدا ډول د حکومت لخوا د بېوزله کورنیو سره د وچې ډوډې د وېش په بهیر کې د شوي فساد له امله یاده طرحه ونه منل شوه.

د ملي دسترخوان طرحه که څه هم خپل مثبت او منفي اړخونه لري خو د اقتصادي چارو د کارپوهانو په آند، کومه بودجه چې دې پرګرام ته ځانګړي شوې ده که په نورو اقتصادي برخو کې پانګونه ورباندې وشي نو کیدای شي چې له یوې خوا بسټیزې پروژې په هېواد کې ترسره شي او له بلې خوا په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه زرګونه هېواد والو ته د کار زمینه برابره شي چې دا کار به په هېواد کې د بېوزلۍ د کچې په را ټیټولو کې ګټور وي او د بېوزله افغانانو سره به د موقتي مرستې په پرتله څو برابره ډېر ګټور تمام شي او کالونه کالونه به هېوادوال د همدې پروژو له ګټو څخه برخمن شي.

د ملي دسترخوان لپاره ځانګړي شوي بودیجه که په کوچنیو سوداګریو کې سوداګرو ته د پانګونې په موخه ورکړل شي نو له یوې خوا به هغه سوداګري چې د مالي کړکیچ سره مخ کېدونکې ده، له زیان څخه وژغورل شي او له بلې خوا به د هېواد په اقتصادي پرمختګ، خلکو ته د کار پیدا کیدو او په اوږد مهال کې به له بېوزلۍ څخه د رز ګونو کورنیو د ژغورل کېدو  سبب هم وګرځي.

له بده مرغه د افغانستان سیاسي او اقتصادي حالت ته په کتو سره باید وویل شي چې په تېرو دوه لسیزو کې چې کومې مرستې له افغانانو سره شوې یا خو د بهرنیو ملاتړ کوونکو لخوا او د هغوی په خپله خوښه او سیستم لګول شوې او پرته لدې چې افغانان یې په حساب کتاب خبر وي، حساب او کتاب یې له دوی سره وو، او یا هم ډېری وخت داسې شوي چې د بهرنیانو لخوا مرسته شوې پیسې د ځینو افغان چارواکو لخوا په سمه توګه نه دي مصرف شوې او تر ډېره د څو ځانګرړ کسانو جیبونو ته تللې دي او همدا لامل دی چې د حکومت لخوا د ملي دسترخوان طرحې ته هم هېوادوال د شک په سترګه ګوري  او یو ځل بیا په یاد پروګرام کې د مفسدو چارواکو لخوا درغلیو له ډاره د ملي دسترخوان پروګرام عملي کیدو ته لېوالتیا نه لري.

د ملي دستر خوان پروګرام لپاره چې د حکومت او ځینو چارواکو له خوا څومره پراخ تبلیغات ترسره کېږي، په هماغه اندازه ورسره د عام ولس حساسیت هم زیاتېږي، ځکه په تېرو دوه لسیزو کې حکومت او چارواکو د همدې بهرنیو مرستو له لارې افغانان وځپل او دغه مرستو ددې پر ځای چې د خلکو وضعیت ښه کړي، افغانان یې سوالګر او داسې آموخته کړل چې تل یې د پردیو مرستو ته د سوال لاس اوږد کړی وي. همدارنګه ددې بهرنیو مرستو بل سوغات په افغانانو او افغانستان کې د فساد او چور او چپاول د فرهنګ عامول و او دی چې د ملي دسترخوان طرحه به هم له دغه دوه یادو شویو مصیبتونو پرته بل سوغات ونه لري.

اوس افغان حکومت ته په کار ده ترڅو د بېوزلی له منځه وړلو لپاره په داسې یوې اساسي طرحې او پلان کار وکړي چې د افغانانو په ژوند کې په موقتي ډول نه بلکه د اوږدې مودې لپاره اقتصادي ستونزې حل او په راتلوونکي کې یو ځل بیا د بېوزلی کچې د لوړیدو څخه مخ نیوی وکړي. که د ملي دسترخوان طرحه ومنل شي نو یوه ستره ستونزه به یې دا وي چې افغانان چې په تېرو څو لسیزو کې د بېلابېلو لاملونو له امله، لټ او د نورو په مرستو روږدي آموخته شوي دي، نور هم په دې مصیبت کې غرق شي، خو که همدې وګړو ته بیا د کار زمینه برابره شي او یاهم دوی ته په کوچنیو کاروبارونو کې د پانګونې په موخه بودجه ورکړل شي نو ممکن ډېره ګټوره تمامه شي.

پدې تړاو بله ضروري خبره دا هم ده چې باید هره هغه مرسته چې د بېوزلو افغانانو لپاره ځانګړي کیږي په ویشلو کې یې پوره دقت وشي او اړمنو کسانو ته ورسول شي، نه دا چې په مرسته شویو کسانو کې چارواکي د اړیکو له مخې خپل نیږدې کسان معرفي کړي، همدارنګه د ولسي باور د بیا ترلاسه کولو په موخه باید په تېرو پرګرامونو کې د شوي فساد او درغلیو د بیا تکرار څخه مخ نیوی وشي ترڅو هغه د بې باورۍ واټن چې د ولس او حکومت ترمنځ راغلی له منځه لاړ شي.

او که چېرې دې خبرو ته پاملرنه و نه شي نو افغانان به بیا هم د هماغه مشهور متل مصداق وي چې وایې: خوره خو مه مره، یعنې هېڅ کله به دا قوم او ولس بسیا نه شي.