افغاني مېرمنې د بې ځایه رواجونو او ناوړه دودونو قرباني 

ناوړه دود او دستور د یوې ټولنې پر وګړو خپلې منفي او ناوړه اغېزې لري، هغه که نارینه وي او یا هم ښځینه یعنې دواړه لوري د دې ستونزو له امله ځوریږي او پر ورځنیو چارو کې یې د خنډ سبب ګرځي، خو دا دودونه او رواجونه بیا په افغانانو کې چې په یوه سنتي ټولنه کې ژوند کوي، د ښځو لپاره تر ډېره بریده سرخوږی جوړوي او د افغانو ښځو د قربانۍ اصلي لامل ګڼل کېږي.
لکه څنګه چې د هرې ټولنې فرهنګ او رواجونه له یو بل څخه توپیر لري همدا ډول افغاني ټولنه هم ځینې رواجونه لري چې په هغې کې مثبت او منفي اړخونه شته، له بده مرغه زمونږ ځیني نا لوستي او هغه هېوادوال چې په لرې پرتو سیمو یعنې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي، یو شمېر رواجونه یې د خپل فرهنګ او کلتور یوه برخه ګرځولې او نه ترسره کول یې ځان ته ننګ او عار ګڼي.

له بده مرغه چې افغانان د ناوړه رواجونو په برخه کې تر ډېره د افراط او تفریط قربانیان دي او کوښښ کوي چې ځینې ناوړه رواجونه،عادتونه او کړنې د خپل کلتور یوه برخه وګرځوي په داسې حال کې چې مونږ هېڅ کله نشو کولای د خپل کلتور سره ناوړه رواجونه او کړنې یو ځای کړو او د خپل فرهنګ یوه برخه یې وګرځوو، ځکه چې تر هرڅه د مخه د اسلام په مبارک دین کې مسلمانانو ته د ژوندانه ټول اړخونه او کړنې په روښانه توګه ښودل شوې دي او تر هغې وروسته بیا زمونږ په کلتور کې هم زمونږ د ژوندانه په اړه لارښوونې شته چې که چېرې پر هغې عمل وکړو او د ناوړه رواجونو او کړنو څخه ځان وساتو، نو سوکاله او خوشحاله ژوند به ولرو.

په افغاني ټولنه کې ښځې تر ډېره د ناوړه رواجونو له امله د تاوتریخوالي سره مخ شوې دي، چې له بده مرغه ددې تاو تریخ والي پېښې زمونږ د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ثبت شوې دي، د بېلګې په توګه لویې ستونزې لکه د نجونو د تعلیم نه کول، په بدو کې د ښځو ورکول، د کم عمر نجونو ودول او په همدې توګه نورې ډېرې داسې ستونزې شته چې نن ورځ افغاني مېرمنې ورسره مخ دي.

له بده مرغه زمونږ ځینې افغانان په ځانګړي ډول د پښتون مېشته سیمو اوسېدونکې ډېری کورنۍ خپلې لور ته د ښوونځي د تلو اجازه نه ورکوي، ځکه چې هلته د ناوړه رواجونو او عادتونو له امله دا کار دوی ته یو ننګ او بد کار ګڼل کېږي. همدارنګه په داسې حال کې چې ډېر افغان وګړي ځان ته دا اجازه نه ورکوي او نه غواړي چې خپله ناروغه مېرمن نارینه ډاکټر ته د درملنې لپاره بوزي همدارنګه ګڼ شمېر افغانان نه غواړي چې کور یې او یا هم د کورنۍ ښځینه غړي یې یو نارینه پولیس تلاشي کړي او ځیني افغانان نه غواړي چې لوڼو ته یې نارینه ښوونکی سبق ووایي، دې ډول خلکو ته دا کار یو ستر ننګ ښکاري. خو دا ډول کسان بیا په دې اړه فکر نه کوي چې که مونږ نن خپله ماشومه لور ښوونځي ته ولېږله نو سبا به له خیره زمونږ په ټولنه کې ښځینه ښوونکې، ښځینه پولیسه او ښځینه ډاکټره وي او د ټولنې لپاره به خدمت کوي.

زمونږ د ټولنې په یو شمېر کورنیو کې بله ستونزه او ناوړه رواج دا دی چې لوڼې یې په بدو کې د ورکړې قربانیانې دي، جرم به یې ورور یا پلار کړی وي خو سزا به یې د کورنۍ نجونو ته ورکول کېږي، چې په پایله کې بیا د سترو ناخوالو او بدبختیو لامل هم ګرځي او کم تر کمه د ځان وژنې او کورني تاوتریخوالي سبب ګرځي او دا کار د اسلام مبارک دین له نظره هم ناوړه بلل شوی او د دې ترڅنګ ډېری داسې نورې ستونزې هم شته چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول یې ښځې قربانیانې دي.

نو له همدې امله باید وویل چې هېڅ کله باید ناوړه رواجونه او بې ځایه دودونه د خپل کلتور او دین برخه و نه ګڼو، بلکې هغه څه چې زمونږ په رښتیني کلتور کې شته د هغې پالنه وکړو، وده ورکړو او د هغو غلطو رواجونو مخه ونیول شي چې بنسټ نه لري او په ناپوهۍ سره  زمونږ دود او دستور ته راغلي دي. باید له هغې څخه ځانونه وساتو او پر دې سربېره د عامي پوهاي له بېلا بېلو لارو د خلکو ذهنونو ته دا خبره ورسوو چې خپلې مېرمنې، لوڼې او د کورنۍ نورې ښځینه غړې د د داسې رواجونو او عادتونو ښکار نه کړي چې زمونږ په دین او کلتور پورې اړه نلري.