يراني ولس ته د يوې مهاجرې افغان پيغلې له درده د ډک شعر ژباړه

ايراني ولس ته د يوې مهاجرې افغان پيغلې له درده د ډک شعر ژباړه
ژباړن: ډاکټر نېک محمد ويال
د ايران ولس او حکومت ته يوې افغان پيغلې د خپلې کډوالۍ لامل، د دوی سلوک او روحيه د نظم په ژبه ويلي دي. دا چې په شعر کې ژور درد او لوړ افغاني احساس پروت دی، دلته يې پښتو ژباړه درته ليکو.

آې، ګاونډيه!
ستا سره د انسانيت هغه درد کوم، چې په اړه يې د سپيڅلي قرآن آيت نازل شوی دی.
کله چې زما هېواد يرغلګرو را څخه ونېولو؛
کله چې زما د هېواد شنه چمنونه د دوی زما د پلار او زرګونه نورو پر وينو رنګ کړ؛
کله يې چې ماته وويل چې خدای او رسول نشته او مونږ طعبيت پيدا کړي يو؛
کله يې چې زما له لاسونو قلم واخېست او د لاس ګوتې يې يوه - يوه راڅخه پرې کړه؛
دا ټول يې ځکه وکړل چې زه ورسره خپل خاوره د دوی په نوم لاسليک کړم. نو ما خپل هېواد د ګڼو هيلو او ارمانانو سره يوځای پرېښود.
د وجود وروستۍ سا مې ستا هېواد او ستا خاورې ته راوړله.

تا ته مې ځکه پناه راوړه چې بيرغ د الله په نوم ښکلی شوی دی؛
تا ته مې ځکه پناه راوړه چې شعار دې عدالت او براربري ده؛
شعار دې ورولي او مساوات دی؛
او شعار د انسان دوستي ده.

تاته مې ځکه پناه راوړه چې ښايي زما ميړانه وستايي او پر خپلې ميړانې سره ماته دلته د ذلت له ژوند پرته د اوسېدو زمېنه برابره کړي.

تاته مې پناه رواړه، ځکه ژبه دې زما د ژبې په څېر ده او دين دې زما د دين په څېر؛
فکر مې وکړ چې زه او ته سره وروڼه يو؛
فکر مې وکړ چې زه او تاته د خدای پر ځمکه د يو کرښې په وسيله سره جدا شوي يو؛
فکر مې وکړ چې ته به د خپل زړه يو کوچنۍ برخه ماته راکړې او په درد کې به مې شريک شې، تر هغه ورځې پوري چې يوه ورځ مې هېواد خپلواکه او اباد شي.

که افغانستان مې ارام شي نو بيا به دې ميلمه کړم او مننه به دې وکړم، ستا هېواد ته مې د مجبورۍ له امله پناه راوړې ده.

ماشومه وم چې ستا په هېواد کې مې پښه کېښوده؛
ځوانۍ مې دلته ورکه کړه او ژبه مې هېره کړه.

د خپل هېواد قابلي، شين او تور چای او شيرينۍ مې هېرې کړې او اوس مې زوړتوب هم ستا په خاوره کې تيريږي.

کالونه کيږي چې د چنار ځواني مې ستا د هېواد په خارو او ګردونو کې په لړزه راغله؛
کالونه کيږي چې خپل نوم مې هير کړ؛
او کالونه کيږي چې نور هغه ماشوم نه يم چې د رحم لاس پر سر راباندې تېر شي.

خو ته! هغه بې خبره انسان يې چې پخوا هم وې.
لاسونه مې ستا په باغونو کې د ونې او بوټو په کېنولو ستړي شول؛
وجود مې ستا د ښار او کور په جوړولو کې خاوره شول؛
او کالونه کيږي چې غوږنه مې ستا پيغور او کنايې اورې؛
يو شيبه دې هم مينه او زړه رانه کړ، اوس هم ستا په فکر کې آې افغاني يم.

اوس هم ستا په زړه کې ماته رحم نشته؛
اوس هم ستا په ذهن کې کډواله يم؛
کالونه مې ستا د ښار په جوړولو کې تېر کړل، خو دېرش کالونه کيږي چې زما د ماشوم پر مخ دې د خپل ښوونځي دروازه تړلې ده.

د نور له بې عدالتيو خبرې کوې خو دا نه ګوري چې ستا په ښارونو او هټيو کې له افغانانو سره څه کيږي.
اوس هم ستا ترېخې خبرې اورم؛
اوس مې هم خپل غرور تر پښو لاندې کړی؛
اوس هم راته وايې چې تاسې په خبره نه پوهيږئ، بې عقله افغانانو!

زه يو ورځ در څخه ځم، خو
زما په لاسونه جوړ شوي ستا مجللې ودانۍ او ښارونه؛
زما په اوښکو ککړ ستا د ښار ښايتونه؛ په ياد ولره.

زه درڅخه ځم، خو د افغان په لاس جوړې د هر څه به ستا په هېواد کې ژوندي پاتې وي.

ځم درڅخه، خو څه پته ده ښايي يوه ورځ ته زما خاورې او دروازې ته اړ او مختاج شې؛
ځم در څخه خو که ته زما خاورې ته راغلې او اړ شوې نو زه به دې مېلمه پالنه وکړم، تر څو د خپلو ستمونو جبران درته وشي.