
تر ډیره د کابل پوهنتون لیلیې د پښې اصلي مسولیت لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتون ریاست ته متوجې دی!
هغه ځکه دا د پوهنتون لومړۍ پېښه نه ده، هر وخت او هر کله د پوهنتون د ننه داسې کرغېړنې پېښې تر سره کېږي؛ چې د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتون ریاست پکې له دې ډول موضوعاتو سره سیاسي او یو طرفه عمل کوي. له دوی څخه مې هیله دا ده چې خلکو ته د روښانه کړي، چې په تیرو داسې پېښو کې دوی چاته جزا ورکړې او که نه!؟ او که ورکړې وي کوم کسان دي؟
کله چې د لوړو زده کړو نوی وزیر او د پوهنتون رییس ټاکل شوي، د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون بله بڼه غوره کړې ده! مطلب مشخصاً یې په مسقیم او غیر مستقیمه بڼه پراخ تعصب ته لمن وهلې! هغه که د استادانو په مقررۍ په ادارو کې د رییسانو، آمرینو، مدیرانو او کارکونکو په مقررۍ کې د اصولو خلاف لاسوهنه کوي!
په لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتون د ننه داسې کسان ګماري، چې هغه هېڅ په ملي ژبو تسلت نلري، ژبني تعصب ته یې پراخه لمن وهلې ښه بېلګه یې اوس الکتونیکي کارتونه دي چې پخوا کارتونه یې په دواړو ژبو خو اوس یوازې فارسي ژبه لیکل شوي؛ د پښتو څانګې نه بغیر نورو ټولو پوهنځیو کې یوازې استاد په فارسي ژبه تدریس ورکوي!
دا یې هغه ژوندۍ بېلګې دي!
او پوهنتون کې د دننه پښتانه استادان یې په وړاندې چپ پاتې دي، دومره یې تر خپلې اغېزې لاندې راوستي چې فکر کوي که لږ حقیقت وسپړي، داسې نه مونفق یې کړي!
د پوهنتون د ننه او لیلیه کې د اصولو خلاف د هر ولایت او قوم په نوم د زده کړیالانو ټولنې رامنځ ته شوې دي؛ دوی وخت نا وخت بېرون له وکیلانو، سیاسونو او نورو بهرنیو رنګارنګ ډلو سره ناسته ولاړه لري، چې تل ترې ناوړه ګټه اخلي!
د پوهنتون ریاست مخې ته په اوونۍ کې حتمن یو ځل د ایران سفارت موټر ولاړ وي، چې هیڅ هدف یې نه معلومېږي چې ولې او څنګه راځي!؟
تل پکې پټې او ښکاره د ایران د سفارت له اړخه په ګڼو نومونو غونډې جوړېږي! تیر وخت د ایران له اړخه د کتابونو نندارتون جوړ شو چې اطلاعاتو فرهنګ ورته هیڅ اجازه نه وه ورکړې خو لوړو زده کړو وزیر او د پوهنتون رییس د پوهنتون د ننه اجازه ورکړه! او هیڅ کوم کتاب یې هم ونه کتل شو، مطلب بغیر د کومې تلاشۍ څخه چې باید هغه کتابونه یو ځل کتل شوی وئ، بیا پوهنتون ته د داخل شوی وئ، خو بغیر له دې داخل شول!
دلته شک پیدا کېږي؛ چې ولې دومره مستیقمه لاسوهنه روانه ده، خو بیا هم موږ چوپ پاتې یو!؟
څو ورځې مخکې د پوهنتون دروازې وتړل شوې؛ خو هیچا هم غږ پورته نه کړ ...
نو وضیعت خورا خرابۍ ته روان دئ.
خو پښتون بیا تاسو ته پوهنتون کې ښه معلوم دئ، چې درس نشته باید انلاین ګېم، چکه، سګریت...
او له پوهنتون بیرون موتر سایکل او کلانشینکوف په غاړه خوبونه ...
او کوم د پښتنو ښونځي چې دي هلته بیا زده کوونکي راټول شي، او د ټولګیو هندارې ماتول د ښوونکو سره جنګ جدال بېغوري.
مطلب دا چې په لیلیه کې هر چا دغه کار کړی، باید کنټرول او وپېژندل شي، او پېژندنه یې خورا اسانه ده، پوهنتون او حکومت دې ورسره جدي قانوني عمل وکړي، تر څو دغه کړنې بیا تر سره نشي.
ځکه دا جنګ کې عام او بېچاره زده کړیالان تباه او برباد دي!
که د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتون ریښتیا وغواړي، کنټرول یې ډیر اسانه دی!
#لوبه خاینو پردیپالو روانه کړې، خو سوځي پکې بېچاره زده کړیالان.
هغه ټولنې چې یوازې د ایران لپاره کار کوي او د پوهنتون د ننه دي په پاس انځور کې یې نومونه شته.
پای
حامد حقمل په هېوادنۍ مینه!