د افغانستان او د پاکستان د اوبو په وېش کې د امريکا منځګړتوب

د پاکستان وزيرخارجه شاه محمود قريشي يوې بهرنۍ تلويزوني شبکې سره مرکه کې ويلي دي چې د کابل د سيند اوبه د پاکستان او د افغانستان شريک ملکيت دی. ښاغلي قريشي ويلي دي چې د افغانستان دننه د کابل او کنړ په سيندونو بندونه جوړول د دواړو هيوادونو تعلقات خراب ولی شي. قريشي زياتوي چې لکه څنګه چې د هندي سيندونو اوبه د هند او پاکستان شريکې دي همدا ډول د کابل، کنړ او د کرم د سيندونو اوبه هم زمونږ شريکې دي.

قريشي زياتوي چې اوس وخت رارسېدلی چې د افغانستان سره د اوبو د مديريت په حقله مزاکرات وشي. ښاغلي قريشي ويلي دي چې په دې رابطه ېې د امريکا څخه غوښتنه کړېده چې د اوبو د تقسيم په مسله دې د افغان دولت او د پاکستان تر منځ د دريم ګړي کردار اداء کړي .امريکا هم نن پاکستان ته ډاډ ورکړيدی چې د کابل او نورو سيندونو د اوبو وېش کې به د پاکستان سره مرسته وکړي. پاکستان باندې د هند اوبه بندې دونکي دي هند وائي چې نور د پاکستان سره د اوبو د مديريت په سر د سنده تاس معاهدې (تړون) ته ژمن نه دي.

هند وائي اوبه ېې خپلې دي او په خپل هيواد کې ېې د اوبواړتيا زياته ده. بل پلو افغانستان د پاکستان سره د اوبو په سر کومه لوظنامه نه لري افغانستان وائی چې د سينددونو ټولې اوبه د افغانستان خپلې دي. خو تر ننه د افغانستان اوبه پاکستان ته مفتې روانې دي او نه افغان دولت تر اوسه د پاکستان څخه د ابيانې د مالېې غوښتنه کړېده. خو پاکستان د امريکا د منځګړتوب په واسطه افغانستان د خوګ ګوتې څخه نيول غواړي تر څو د افغانستان په اوبو کې خپله برخه يقيني کړي.پاکستان د اوبو لپاره د ايران څخه الهام اخلي ايران د اوبو د کموالي سره لاس او ګرېوان دي او افغان دولت ايران ته زياتې اوبه ورکول نه غواړي.

د هلمند هرېرود او د فراه رود د اوبو د مهارولو وروسته په کوېت کې د ايراني اوبو قيمتونه درې چنده لوړ شويدي. همدغه وېره پاکستان هم لري. افغان دولت هڅه کوي چې د کنړ په سيند درې بندونه جوړ کړي که چېرته دا بندونه جوړ شي نو د درياي کابل اضافي اوبه به يواځې د پښتونخواه ځمکې خړوب کړي چې دې سره به د اباسين يا د اينډس رايور د اوبو کچه خطرناک حد ته پرېوځي. او دا به هغه حالت وي چې د پنجاب،سنده او د بلوچستان زياتې ځمکې به د حاصلاتو څخه ولويږي. خو سردست دا لا معلومه نه چې افغان دولت به پاکستان د اوبو د وېش په سر د امريکا منځګړتوب ته غاړه کېږدي که نه؟.